سیمه ییزه دیپلوماسۍ کې نوی څرک

Image caption هندوستان ته د افغاني میوو د صادراتو په ډېرېدو هر افغان سوداګر دې ته هڅول کېږي چې هلته د پلور نماینده ګۍ او شرکتونه پرانېزي او له هغې مالیه ورکړی.

د هندوستان حکومت تازه خپل هېواد ته له واردېدونکو افغاني توکو ګمرکي تعرفه پورته کړې ده.

هندي چارواکي وایي دا ګام یې ځکه پورته کړی چې له یوې خوا د افغانستان صادرات هغه هېواد ته ډېر شي او له بله پلوه افغانستان د اقتصادي ودې په لاره کې اغېزمن ګامونه واخلي. د افغانستان د سواګرۍ وزیر هم د صادراتو ډېرېدل د اقتصادي ودې یو پیاوړی فکتور بولي.

دې اقدام سره د افغانستان سودا ګرو ته د تازه او وچو میوو د صادرولو یوه ښه زمینه برابرېږي چې په ټولیزه توګه د افغانستان صادارتو او اقتصاد ته ګټه رسوي، خو بې له شکه چې د دې اقدام تر شا یو سیاسي تدبیر او د سیمه ییزو سیاستونو یوه نوې څېره هم تر سترګو کېږي.

وروسته له هغې چې د افغانستان حکومت د سولې د بهیر او سیمه ییزو اړیکو په باب د پاکستان نیتونو ته په اشارې سره څرګنده کړه چې نوموړی هېواد غواړي د افغانستان او هند تر منځ اړیکې پرې شي، د هندوستان له خوا د عکس العمل د را څرګندېدو تمه کېده، خو هندوستان په خاموشۍ سره د اقتصادي همکاریو له لارې په یو بل ډول عکس العمل لاس پوری کړ.

د یادونې ده چې هندوستان په تېرو لسو کلونو کې تر ډېر بریده د اقتصادي همکاریو له لارې افغانستان سره خپلو اړیکو ته وده او پراختیا ورکړې. نوموړي هېواد د دو میلیاردو ډالرو په شاوخوا کې له افغانستان سره د بیا رغاونې په مهمو پروژو لکه داوبو بندونو، کرنې، لارو او ورته پروژو کې مرسته کړې ده.

په دې وروستیو کی د هندي شرکتونو کنسرسیوم (چې د هندوستان د حکومت له ملاتړه برخمن دی ) د افغانستان په بامیانو کې د حاجي ګک په کان کی هم د ډېرې لویې پانګونې داوطلبي ګټلې ده. دغه پروژه په افغانستان کې تر ټولو لویه پانګونه ده چی تول یې د ۱۴میلیاردو ډالرو په شاوخوا کې کېږي او یوازې د هندي کنسر سیوم شرکتونه لس اعشاریه اته میلیارده ډالره پانګونه کوي.

د هندی کنسر سیوم د دې پروژې په لړکې د ۸۰۰ میګا واټو په ظرفیت دبرېښنا د تولید فابریکه او ۳۰۰۰۰ تنو ته د کار زمینه هم برابرېږی.

حاجي ګک د فلزاتو تر ټولو لوی کان دی چې ټول ظرفیت یې یو اعشاریه اته میلیارده ټنو ته رسېږي او ۶۲ سلنه یې اوسپنه ده.

هندوستان د خپلو نیمګړو پروژو د بشپړولو ژمنه هم کړې ده. د دغه هېواد په نیمګړو پروژو کې د برېښنا دوه مهم بندونه هم شامل دي.

افغانستان له هندوستان سره ستراتیژک تړون هم لاسلیک کړی او د افغانستان ولسمشر د ملګرو ملتونو په امنیت شوری کې د نوموړي هېواد د دایمی غړیتوب ملاتړ کړی دی.

پاکستان له دې اړخه هم سختې اندېښنې لري او تل یې هڅه کړې چې د افغانستان او هند اړیکې وده او پراختیا و نه مومي.

لکه چې یادونه وشوه داسې انګېرنې موجودې وې چې د هندوستان هېواد د پاکستان پر وړاندې په کوم سیاسي او ډیپلوماتیک اقدام لاس پورې کړي، خو پر افغاني توکو د مالیې لرې کول داسې یو ګام دی چې مقابل لوري ته د غبرګون ښودلو مجال هم نه ورکوي، ځکه چی دا د نړیوالو حقوقی معیارونو پر خلاف کوم هوډ نه دی.

یوه یادونه اړینه ده چې دې سره د هندوستان هېواد په عوایدو کی کمی هم نه راځي، ځکه چې هندوستان ته د افغاني میوو د صاداراتو کچه دومره لوړه نه ده چې د هغه هېواد په عوایدو کی بدلون راولی.

دغه راز هندوستان ته د افغاني میوو د صادراتو په ډېرېدو هر افغان سوداګر دې ته هڅول کېږي چې هلته د پلور نماینده ګۍ او شرکتونه پرانېزي او له هغې مالیه ورکړی.

خو اصلي پوښتنه دا ده چې د دی کار نورې اقتصادی او سیاسی پایلی څه دي؟

د دې تر څنګ چې افغان سوداګر تر دې وروسته هغه هېواد ته مخه کوي او د افغانستان وچې اوتازه میوې (چې په هندوستان کی ډېر مینه وال لري ) تر پخوا زیات هغه هېواد ته صادرېږي، له یوې خوا افغان سودا ګر دې ته هڅول کېږي، چې له هغه هېواده داړتیا وړ سوداګریز توکی خپل هېواد ته وارد کړي، له بله پلوه د سیمې نورو هېوادونو ته د میوو صادرات کمېږي.

د افغانستان د تازه میوو یوه مهمه برخه په اوړي کې پاکستان ته هم صادرېږي چې خټکي، انار، مڼې او انګور په کې شامل دي.

له بله پلوه پر افغاني میوو د ګمرکي تعرفو لغو کول او پر بنګله دېشي توکو د ګمرکي تعرفو کمول، هندوستان ته د پاکستاني میوو د صادراتو پر وړاندې هم یو چیلنج دی، ځکه چې پاکستانۍ میوې د هند په بازارونو کې د افغاني میوو پرتله په لوړه بیعه تمامېږی او تقاضا ورته کمېږي.

تردې وړاندې هم پاکستاني سودا ګرو، هند او ایران ته د هغه هېواد د تازه میوو د صادراتو پر کمېدو خپګان ښکاره کړی دی.

د هندوستان له خوا دغه اقدام ځینی سیاسی پایلې هم لري چې بې له شکه پر سیمه ییزو اړیکو خپلې اغېزې شیندي.

لومړی دا چې دې سره د پاکستان حساسیت لاډېرېږي او نوموړی هېواد به یو ځل بیا د نړیوالو حقوقي معیارونو پر خلاف هڅه وکړي چې په غیر دیپلوماتیکو اقداماتو لاس پورې کړي او یوځل بیا د ترانزیت په برخه کې نوې پلمې ولټوي اونورې ستونزې را منځ ته کړي.

داسې یواقدام به هندوستان ته موقع ورکړي چې په نړیوال سیاست کې پاکستان تر زیاتېدونکو فشارونو لاندې راولي.

د افغانستان حکومت هم مجبورېږي چې له پاکستان سره خپلې اړیکې محدودې کړي او پر دې هېواد توندې نیوکې وکړي، ان نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو ته له ځینو ناوړه اقداماتو شکایت وکړي.

د هندوستان او افغانستان تر منځ د راکړې ورکړې ډېرېدل د دواړو بازارونو تر منځ تړاو زیاتوي او د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ اړیکې او مینه ډېروي.

په دې توګه د افغانستان خلک او مد ني ټولنې هم پر خپل دولت فشار اچوي چې هند سره اړیکو ته پر پاکستان لومړیتوب ورکړي.

په ټول کې ویلای شو چې د هندوستان له خوا پر افغاني صادراتو د ګمرکي تعرفو لغو کېدل داسې یو اقدام دی چې د اقتصادي پایلو ترڅنګ، په سیمه ییزو اړیکو کې د نوي باب د پرانیستلو یو سیاسی تدبیر هم ګڼل کیدای شي.

ورته مطالب