د پښتو قومي نصاب ۲۰۰۹ ـــمتنازعه ولې!؟

Image caption په مذهب کې عربي کلچر په خپل پښتني افغان شناخت باندې ولې دومره حاوي کوئ چې په نصاب کې د خپلې خاورې تحريکونو، مبارزان، اتلان، کولتور، تاريخ او تهذيب ته او پښتو ژبې ته هم د مذهب په ضد عمل وايئ!!

په پښتونخوا کې د ای اېن پي د حکومت ختمېدو سره سمدستي د مذهبي ګوندونو له خوا په تعليمي کورس باندې نيوکې شروع شوې.

د جماعت اسلامي د استادانو تنظيم ''وحدت اساتذه'' په داسې وخت کې د خېبر پښتونخوا "ټېکسټ بک" بورډ پېښور په کارکردګۍ اعتراضات کړی چې د ای اېن پي حکومت ختم شو، نو د پښتو ادب، کولتور، تاريخ او تحريکونو په ضد قوتونو ته مېدان خالي شو.

هغوى په دغه کورس نيوکې کوي او د پښتو قومي نصاب ۲۰۰۹ کې د پښتو ژبې شاعران، قامي تحريکونه، اتلان او هر څه ورته د مذهب خلاف ښکاري.

راځئ لومړی در ته په دغه کورس کې شامل يو څو نومونه او تحريکونه معارفي کړم. د دې څخه به په ډېرې اسانۍ معلومه شي چې د پښتو قومي نصاب ۲۰۰۹ متنازعه ولې دى او د دې نيوکو شا ته څه دي!؟

په دغه نصاب کې د باچاخان د انجمن اصلاح الافاغنه په تسلسل کې چې کوم مخکښان او اتلان د پښتنو د نوي نسل له نظره ورک دي، په خپله جغرافيه کې د خپل تاريخ په ځای پردي نومونه او پردي تحريکونه ګورو.

اوس په دغه نصاب کې چې پښتانه زده کوونکي په مکتبونو کې فقيرايي، فضل محمد محفي، عبدالاکبر خان اکبر، فضل رحيم ساقي، عبدالمالک فدا، مرزا تاج محمد خاموش، سيده بشرىٰ بېګم، الف جان خټکه او نور د پښتو شاعران، اديبان ليکوالان او د پښتو د قامي تحريکونو سره ياد خلک او نومونه وګوري نو په دغه تحريکونو او نومونو کې اخر څه داسې متنازعه دي چې هغه د مذهب په ضد دي!!؟؟

د پښتو قومي نصاب ۲۰۰۹ په جوړښت او سمون کې ډاکټر سلمٰى شاهين، ډاکټر همايون هما، ډاکټر يارمحمد مغموم، پروفېسر داور خان داود د پښتو مضمون ماهر ډاکټر زبير حسرت کړاو او زيار شامل دی.

دا نومونه خو د پښتو ادبياتو سرمايه ده، او د پښتو د را روان نسل لپاره يې د تاريخ يوه ډېره لويه ورکه حصه راجوړه کړې ده، بايد چې د دوى دغه زيار ته څوک د سياست يا د مذهب په عېنکو کې و نه ګوري.

بدبختانه دلته رياست او مذهب، ژبه او سياست، پاليسۍ او شخصيات هر څه په يو بل کې ګډوډ شوي دي.

تر څو چې مذهب او رياست بېل نه شي، ژبه د سياست په ځای د قام سره و نه تړل شي، تعليمي پاليسۍ د ګوندونو د شخصياتو د رنګونو نه جلا نه شي، موږ به په هر دور کې په ذهني ډول وېشلي يو.

د ملګرو ملتونو د چارټر د نکاتو په رڼا کې هر چا ته د خپلې ژبې او مذهب حق حاصل وي، بايد هر قوم په خپله مورنۍ ژبه کې زده کړه وکړي. ځکه د فرورۍ ۲۱ مه نېټه د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ده.

د پښتو شاعران، اديبان، تنظيمونه په ځانګړې او اجتماعي توګه د پاکستان د جوړېدو څخه دا غوښتنه کړې چې موږ ته خپله مورنۍ ژبه کې د تعليم حق راکړئ.

په نصاب کې بايد زموږ د قامي تحريکونو خپلو اتلانو، تاريخ او کولتور په باب خپله حصه وي.

دا غوښتنه که څوک په هر فورم او هر چا ته څوک وړاندې کېږدي، هغوى به ترې انکار و نه کړي، خو که څوک قامي تحريکونه، تاريخ، تهذيب تمدن، کولتور د مذهب مخالف يادوي، يعنې د مذهب سره په مقابله کې يې دروي او يادوي. دا به د مذهب په چاړه د پښتون افغان قام حلالول وي.

موږ خو په دغه چاړه په خپله سیمه کې د ۳۰ کالو راهیسې حلالېږو. د ټولو نه خطرناکه خبره دا ده چې په يو مذهب کې هم بيا يو مسلک د بل مسلک هومره خلاف دی چې د يو وژل بل ته جهاد ښکاري.

پښتون افغان خو د قام، ژبې،تاريخ، کولتور په حواله د يو بل دومره مخالف نه دى، څومره چې په يو مذهب کې د جلا جلا مسلکونو سره د يو بل د سر دښمن دي، نتيجه يې په روان عصر کې روان جنګونه دي!!

په دغو جنګونو او اختلافاتو کې د خوږ نبي حضرت محمد (ص) د يو دور اصحابان، خليفه ګان او امامان هم هر چا ځان ته تقسيم کړى دى. شيعه، سني، ديوبندي، بريلوي، اهل حديث، سپاهِ صحابه، د هر رنګ عمل او عکس العمل موجود دی. د جوماتونو، مدرسو، منارې محرابونه، او موصلې امامان او مقتديان ټول دا وايي:

''اهدناالصراط المستقيم'' خو په يو مذهب کې لارې او هدفونه د يو بل څخه دومره مخالف دي چې د عربو د حلالولو او جسدونو مسخ کولو کلچر يې په پښتون افغان کې هم را داخل کړ.

زموږ نه يې زموږ خپل قامي شناخت ورک کړ او زموږ نه يې د خپلې خاورې خوند او رنګ واخیست. زموږ نومونه د عربو، زموږ کولتور کې عربي رنګونه، زموږ په جوماتونو د عربو د نومونو قبضه، زموږ په نصاب کې د عربو کيسې، دغه هر څه ته په مذهبي عينکو کې کتل د پښتنو قامي شناخت ختموي او د دې هر څه لپاره زموږ پېغمبر په خپله اخري خطبه کې ويلي:

''عربو ته په عجمو باندې هېڅ فوقيت حاصل نه دى''

جذباتي مذهبي بنسټپال هر څه ته مذهبي نوم ولې ورکوي!؟

او بيا په مذهب کې عربي کلچر په خپل پښتني افغان شناخت باندې ولې دومره حاوي کوئ چې په نصاب کې د خپلې خاورې تحريکونو، مبارزان، اتلان، کولتور، تاريخ او تهذيب ته او پښتو ژبې ته هم د مذهب په ضد عمل وايئ!!

د پښتون افغان مسلمان په حېث خو زموږ خپل خدای او رسول، جنت او دوزخ، ثواب او ګناه، ښه او بد هر څه په عربي کې نه بلکې خپلې پښتو ژبه کې پېژندلې دي.

زموږ د لمونځ نيت هم په پښتو کې دى، موږ دعا هم په پښتو کې غواړو.... زموږ، پېغمبر د عربو دى، خو ژبه او کولتور د هر قام ځان ځان ته جلا دي، خو کوم حق چې خدای او رسول دين او مذهب هر چا ته ورکوي، هغه حق موږ له يو بل نه ولې اخلو!؟ او يو بل پرې ولې وژنو!؟

د پښتو په قومي نصاب ۲۰۰۹ کې دا اتلانو دا نومونه، کولتور، قامي تحريکونه، دا هر څه ټکي به ټکي د خپلې خاورې د تاريخ او جغرافيې حصې دي.

که څوک ورته د مذهب او د هر مسلک په عېنکو او عدسو کې وګوري، يو ټکی به په کې د مذهب په ضد پېدا نه کړي.

زما ژبه، قام، تاريخ، تهذيب، کولتور، اتلان، او قامي تحريکونه د قومي نصاب لپاره په څه زيانمن دي!؟

سياستونو، د ژبې او قام تعارف غلط کړى دى، مذهبي ډلې د مذهب استعمال صحيح نه کوي.

يو ژبه او قام ته تاوان ورکوي!!

بل مذهب بدناموي.

دواړو قوتونو د خپلو غرضونو لپاره ژبه، قام او مذهب يو بل ته "برنډ" کړي دي، پښتون افغان ته يې حجره او جومات دواړه وهلي دي.

ورته مطالب