د جغندر د اوبو څښل د وینې فشار ټیټوي

Image caption څېړونکي له څو کلونو راهیسې د جغندر په وسیله د وینې فشار کمېدو په اړه څېړنه کوي.

ساینس پوهانو له یوې نوې څېړنې وروسته ویلي، چې د سره جغندر یوه پیاله اوبه څښل د وینې فشار کمولی شي.

د هایر ټېنشن نومي مجلې په رپوټ کې د څېړونکو په حواله ویل شوي، چې د سره جغندر له ۲۵۰ ملي لیټر اوبو څښلو سره د وینې فشار تر ۱۰ ام ام ای پورې ښکته کېدای شي.

د دې څېړنې پر مهال د ۱۰ ناروغانو حالت وڅېړل شو.

ساینسپوهان وايي جغندر نایټریټ لري، چې د وینې شریانونه پراخوي او له همدې کبله د وینې خوځښت زیاتېږي. د زړه په ناروغۍ اخته ډېر کسان هغه درمل کاروي، چې نایټرټ لري.

د لندن طبي پوهنځي او این ایچ ایس ټرسټ څېړونکي له څو کلونو راهیسې د جغندر په وسیله د وینې فشار کمېدو په اړه څېړنه کوي. دوی وايي په دې لړ کې لا نور کار ته هم اړتیا ده.

خو ساینسپوهان وايي د جغندر اوبو څښلو له کبله یو ناڅاپي زیان هم اوښتی شي، په داسې صورت کې، چې د متیازو رنګ ګلابي شي.

څېړنه کې شامله ډاکټره امریتا اهلووالیا وايي موږ حېران شوو، چې د دومره لوی اغېز لپاره دومره لږ نایټریټ ته اړتیا ده.

هغې زیاته کړه، موږ هیله مند یو، چې خوړو کې داسې سابه وخوړل شي، چې نایټریټ ولري او په دې کې د شنو پاڼو درلودونکي سابه او جغندر شامل دي، چې که معمولاً د خوړو برخه شي، په ډېره اسانۍ د زړه روغتیا ورسره ښه کېږي.

د هغې په وینا:

" په دې لړ کې اړتیا ده، چې د ناروغانو په اړه نوره څېړنه وکړو، چې ایا د داسې سابو له خوړلو سره تر اوږدې مودې د فشار په ټیټ ساتلو کې مرسته کېدای شه که نه "

ورته مطالب