ستاسې غږ: ولې په افغانستان کې د روږدو کسانو شمېر په ډېرېدو دی؟

Image caption د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو ضد ادارې یو چارواکی وايي په بازار کې د نشه يي توکو پرېمانه شته والی د دې سبب ګرځي چې ډېر خلک یې وکاروي.

په ورستیو کلونو کې په افغانستان کې په نشه یي توکو د روږدو کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دي.

د اټکلونو له مخې اوس شاوخوا یو میلیون کسان په دغه هېواد کې په نشو روږدي دي.

نشو ته د مخې کولو لاملونه بېلا بېل دي، خو یو یې د افغانستان له اپیمو جوړو شوو هیرویینو ته اسانه لاسرسی ګڼل کېږي.

د ملګرو ملتو د وروستۍ ارزونې له مخې به سږکال په افغانستان کې لا ډېر بزګر کوکنار وکري، او اټکل دی چې د راتلونکي کال تر پایه به د کوکنارو کښت خپل تر ټولو لوړې کچې ته ورسېږي.

په افغانستان کې تولید شوي اپيم یوازې بهر ته نه قاچاق کېږي، په کور د ننه یې هم ډېر کاروي.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو ضد ادارې یو چارواکی وايي په بازار کې د نشه يي توکو پرېمانه شته والی د دې سبب ګرځي چې ډېر خلک یې وکاروي.

ایا تاسو هم همداسې فکر کوئ؟

که همداسې وي، نو د دغې ستونزې د مخنیوي لپاره مو سپارښتنې څه دي؟

خپل نظر د برېښنالیک، فیسبوک او ټېلفون له لارې په ستاسو غږ پروګرام کې څرګند کړئ.

د برېښنالیک پته مو دا ده: pashto@bbc.co.uk

او یا د پنجشنبې په ماښام مخامخ د ستاسې غږ پروګرام ته پر دې شمېرې زنګ ووهئ:

۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د اېس اېم اېس يا لنډ لیکلي ټېلفوني پيغام لپاره دا شمېره وکاروئ:

۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

ورته مطالب