د جراحي عملیاتو ټپونو لپاره له ستنو ډکه پټۍ

Image caption ساینسپوهانو د دې پټۍ جوړولو لپاره یوې حشرې ته په کتو الهام اخیستی. دغه حشره د کبانو په خېټه کې اوسي.

د جراحي عملیاتو د ټپونو رغولو لپاره امریکايي ساینسپوهانو یوه پټۍ جوړه کړې، چې پوستکي پورې خورا کلکه نښلي.

د دې لپاره، چې پټۍ په ټپ پورې ښه ونښلي، په کې خورا کوچنۍ ستنې نصب شوې دي.

ساینسپوهانو د دې پټۍ جوړولو لپاره یوې حشرې ته په کتو الهام اخیستی. دغه حشره د کبانو په خېټه کې اوسي.

دغه حشره د خپلو ازغنو تلو په وسیله د کبانو په لویه کولمه پورې نښتې وي. ساینسپوهان وايي دغه پټۍ انساني پوستوکی کلک نیسي او له همدې امله له جراحي عملیاتو وروسته د ټپ ګنډلو ته اړتیا نه وي.

د پټۍ موجدین وايي د هغې مادې پرتله، چې اوس په سیځل شویو ناروغانو کارول کېږي، دغه پټۍ درې برابره کلکه ده.

د ساینسي مجلې (نېچر کمیونیکېشن) په رپوټ کې ویل شوي، چې پر حیواناتو د دې پټۍ کامیابه ازموینه شوې.

د برنګهم اینډ ویمن روغتون اړوند طبي ډلې ویلي، چې د دې څلور سانتي متره ټوټې د ستنو له لارې درمل هم بدن ته رسېږي.

د پټۍ جوړولو خیال یوې داسې حشرې ته په کتو رامنځ ته شو، چې ستنې یې د کوربه حیوان بدن ته له ننوتو وروسته پړسېږي.

اکثر پټۍ په لامده پوستکي ښې نه نښلي، د لګولو لپاره یې ګنډلو او سټیپل لګولو ته اړتیا وي، چې له کبله یې د بدن حجرو ته زیان اوړي.

ډاکټر جیفري کارپ او ملګري ټیم یې د دې پټۍ په جوړولو کې سپږې ته ورته حشرې نه الهام اخیستی، چې ساینسي نوم یې Pomphorhynchus laevis دی.

ډاکټر کارپ وايي، د دې پټۍ د بې ساري ډیزاین له کبله ستنې په اسانۍ له پستو حجرو سره نښلي او حجرو ته خورا لږ زیان اوړي.

د نوموړي په خبره د ټکونو او سټیپلز پرتله له پوستکي نه د دې پټۍ بېلول هم اسان دي او دې کې د حجرو، وینې او اعصابو زیان لږ وي، له دې سره د انفکشن یا پاړسوب خطر هم کمېږي.

ورته مطالب