پښتونخوا: په جنرال مشرف د جمهوريت ازار

Image caption هر جنرال د څو مياشتو لپاره راغلى وي خو بيا د لسو/ دولسو کالو پورې پاتې شوى دى.

د پاکستان په پخواني صدر جنرال مشرف اخر هم د جمهوريت ازار ولګېد او په ټولټاکنو کې نا اهله هم وګرځول شو او عدالت يې د نیولو حکم هم ورکړ.

دا بېله خبره ده چې هغه د عدالت نه ګرفتار نه شو بلکې کور يې په وړوکي جېل ياد شو. وجه دا ښودل شوې چې هغه پخوانى صدر او جنرال دى، ځکه نو مناسبه دا ده چې په خپل کور کې د زنداني په حيث پاتې شي.

د پاکستان د وردۍ خلاف په لومړي ځل دا فيصله د دې خبرې غمازي کوي چې دا وخت پاکستان در په در دی, پوځ او پټې فرښتې يې چلوي.

په ظاهره عدليه او رسنۍ دا وخت دا تاثر ورکوي چې پاکستان کې نګران حکومت د لوبو ګوډاګى دى، حالاتو ورته يو داسې څيز سپارلى چې هغه پرې څه قدرت نه لري.

هسې هم د نګران حکومت مطلب دا وي لکه څوک چې پردي بچي په غېږ کې لوبوي.

هر څو که نګران حکومت يو ضدي ورانکارى پردى بچى په غېږ کې اخیستى خو ورسره پوځ، عدليه او رسنۍ په کلکه مرسته او ملاتړ کوي.

اوس اوس چې د عدليې لخوا د پخواني جنرال مشرف په ضد کومه پريکړه راغله دا د پاکستان په تاريخ کې په لومړي ځل داسې وشول.

له دې وړاندې چې څنګه عدالت يا رياست د پوځ نوې وردۍ ته په کږو سترګو نه دي کتلي، دغه شان د پوځ زړه وردي هم د ټولو ادارو او رياست لپاره ډېره نيازبينه او نازولې ده.

څلور واړه پوځي جنرالانو ته په څه نا څه طريقه او ذريعه د جمهوريت ازار رسېدلى دى خو بيا هم هر ازار په ځان پسې د لسو کلونو نوې پوځي کودتا راوړې ده اوهر جنرال کې مشترک قدرونه او خويونه دا دي:

هر پوځي جنرال جمهوريت د شپې په تياره کې وهلى دى.

هر پوځي جنرال په خپل لومړۍ وينا کې ويلي که زه نه راتلم نو ملک ته خطره وه، پوځ د ملکي قامي مفاداتو لپاره راغلى دى.

هر پوځي جنرال په راتلو کې ويلي دي چې موږ به واپس خپلو پوستو ته ځو او ولس به ځان ته خپل جمهوري مشرتابه ټاکي.

هر جنرال د څو مياشتو لپاره راغلى وي خو بيا د لسو/ دولسو کالو پورې پاتې شوى دى.

هر جنرال د قايد اعظم د مسلم ليګ ټوپۍ پسروى.

هر جنرال ځان ته په جمهوريت خوښوونکو کې د خپلې خوښې نمرپرست ټولوي او د هغوی نه د ځان په حق کې زنده باد ناره باسي.

هر جنرال د عدليې نه د ځان په حق کې د وفادارۍ سند اخلي او بيا د دې په بدل کې د خپلې خوښې قاضيان راولي.

هر جنرال هغه څه کوي چې د هغه نه وړاندې جنرالانو کړي وي.

هر جنرال د واک د څوکۍ نه په خپله خوښه نه را پاڅي، د جمهوريت ړوند ګوزار يې د کرسۍ نه راغورځوي، هوښيار هغه جنرال وي چې ځان په خپله وردۍ کيپ اوبوټانو کې محفوظ وساتي، په جمهوريت پريډ وکړي خو د جمهوريت د څټ ښکار نه شي.

خو! خداى خبر چې پخواني باوردي صدر جنرال مشرف ته زړه څه ويلي وو او که د پټو فرښتو په الهامي اشارو د بهر نه پاکستان ته راغی او ځان يې دومره کلک سترګى کړ چې د هغه وکیلانو، هغه عدالت ميدان ته کبډي ته راغلل کوم ميدان چې د هغه پرضد هېڅ دليل او هېڅ جواز نه مني.

نتيجه يې دا شوه چې د جنرال مشرف په حواله د رسنيو په رپورټونو کې د “فرار” يعنې د عدالت نه د تېښتې ټکى استعمال شو. دا ټکى د يو پوځي جنرال لپاره ډېر سپک وي، دومره سپک لکه چې د مشرقي پاکستان په ډهاکه کې جنرال نيازي د يو لک پوځ سره وسله وغورځوله.

د جنرال مشرف لپاره د عدالت نه د تېښتې دا ټکی ځکه د هغه وکيل وغانده او دا يې وويل چې په عدالت کې پوليس نه و.

په عدالت کې قاضي خپله فيصله ورکړه لکه خلک چې وايي د مړي لمبول خو د ملا کار دى، بخښل او نه بخښل به خداى کوي.

قاضي خپله فيصله وکړه خو ملزم چې کله مجرم ګرځېده نو هغه سره د رياست د باوردي ادارو باډیګارډان موجوده وو.

د عدالت نه چې جنرال مشرف وته او د پاکستان د باوردي ادارو سيکورټي په وړاندې ورته پوليس لاس نه شو اچولى نو داسې معلومېده لکه چې دغه سيکورټي عدالت ته يو ملزم راوستى و او بيا يې کور ته په خصوصي نګرانۍ کې مجرم بوت. خلک حيران سواليه سواليه نشانونه دي چې د دومره حساسو ادارو خلک مجرم ته هم پروټوکول ورکوي؟

جمهوريت خوښوونکي قوتونه خو دا وايي چې دا په جنرال مشرف د جمهوريت ازار ولګېد، خو که په پاکستان کې د جمهوريت ازار په چا لګېدی نو هر جمهوريت به په تنکي عمرکې نه مړ کېدی او د ازار نه پس به يې بازار نه مونده.

د دې وجه دا ده چې جمهوريت په خپله جنرالانو ته سلوټ کوي او جنرالان د خپلې وردۍ نه جمهوري ليډران پيدا کوي.

د پاکستان د جمهوريت شاته پوځي جنرالان په خپلې وردۍ کې خپل کار کوي او چې وردي کوزه کړي نو بيا په سياسي ډلو کې پوځي سياست کوي خو د جنرال مشرف غلطي دا وه چې هغه لکه د خپلې کودتا د جمهوريت د پاسه کښيناست.

حالانکې جنرالان که په وردۍ کې وي او که په خپله ذاتي جامه کې، په جمهوريت کې لکه د پيريانو ننوځي. د پاکستان په جمهوريت کې ورننوتي پيريان هېڅوک ترننه په دمونو بهر نشي ايستلى.

ورته مطالب