د اوږده سفر هوډ

Image caption نژدې د ټولې نړۍ انسانان په یوه خوله وايي، چې کتاب او لوست یې خورا مهم دي.

د خپلې ټولنې لپاره د رابندر نات ټاګور ( ۱۸۶۱- ۱۹۴۱ ) په زړه کې یو ارمان دا هم و، چې داسې یې بیان کړ.

چې زړونه په کې له ډاره په امان وي، چې سرونه په کې هسک وي، چې په علم هېڅ ډول بندیزونه نه وي، چې نړۍ په کې د ځايي ټاکل شویو پولو په دیوالونو وېشلې نه وي، چې توري په کې د صدق له ژورو راوځي، چې د عقل رڼه سرچینه د عادتونو په دښتو کې لاره ورکه نه کړي...

باداره!

د ازادۍ په داسې جنت کې زما وطن وېښ وساته!

د ټاګور په وطن کې له علم سره څه وشول، دا جلا کېسه ده او زموږ موضوع هم نه ده، خو د ټاګور په څېر هر علم دوست انسان پوهېږي، چې له علم پرته یې ټولنه او وطن د ښې ورځې څښتنان نه شي کېدای او علم تر لاسه کول د کتاب په وسیله ممکن دي.

نژدې د ټولې نړۍ انسانان په یوه خوله وايي، چې کتاب او لوست یې خورا مهم دي. خو دا چار یوازې تر دې حده نه دی، بلکې د دې لپاره کار او زیار ته اړتیا ده.

د کتاب له لیکلو تر لوستلو پورې اوږده او ستونزمنه لاره ده، چې مزل یې اسان نه دی، خو ویښ انسانان د ځان او خپلې ټولنې لپاره پر دغې ستونزمنې لارې مزلونه وهي او بالاخره د لیک او لوست هغه منزل ته رسېږي، چې ځان او ټولنې ته له کتابونو ګټه اخلي.

د کتابونو چاپول، د مطالعې لپاره کتابتونونه او کلبونه جوړول، پر کتابونو د بحث لپاره علمي لیکنې او محفلونه، د چاپ خوندې حقونه، د لیکوالو اصلاح او تشویق اوس نژدې پخوانۍ خبرې دي، تازه په کې داده، چې اوس د نړۍ په ډېرو برخو کې په دې اړه بحث او تکرار کېږي، چې کوم کتاب باید ولوستل شي او کوم یو باید و نه لوستل شي.

له دې سره یوه بله تړلې موضوع داده، چې داسې کومې لارې چارې باید ولټول شي، چې په اسانۍ سره کتاب د لوستونکي لاسونو ته ورسېږي.

یا دا چې کتابونه باید څنګه ولیکل شي، چې هر لوستونکی ورنه ګټه واخلي.

دې همدې لپاره چې لیکونکي معیاري کتابونه ولیکي، زرګونه نور کتابونه لیکل کېږي.

د لوست کولتور د بډاینې او د کتاب د لوست، چاپ او د چاپ د خوندې حقونو لپاره د شعور بیدارولو د هلو ځلو په لړ کې یونیسکو ۱۹۹۵ کال کې د اپریل ۲۳ د کتاب او کاپي رایټ د ورځې په توګه ونوموله.

د اپریل ۲۳ ورځ د کتاب د ورځې په توګه نومولو تاریخي شالید دادی، چې اسپانیا کې ۹۰ کاله مخکې د کتاب پلورونکو له لوري دغه ورځ د لیکوال مېګویل دې سېروانتېس د درناوي په توګه ونمانځل شوه.

خو افغانان چې تر اوسه د معیاري کتاب او د هغه د تر لاسه کولو په لړ کې له نورو ډېر شاته دي، لا هم په دې خوشحاله دي، چې هره ورځ څه نا څه چاپ کېږي.

ښايي ډېرو ته به له وخته مخکې خبره ښکاري، که ووایو چې د کتابونو د چاپ په لړ کې ډېر دقت ته اړتیا ده، خو رښتیا هم دادي، چې تر څو په تول پوره او په معیار کره کتابونه چاپ نه شي، ټولنه کې د مطالعې شوق پیدا کول هم ګران دي.

افغانان چې د اکاډیمیکو کتابونو له قحط سره مخ دي، بیا زړه په دې ښه کوي، چې د داستاني اثارو کتابونه ښه ډېر چاپېږي، ځه دا هم ښه ده، څه ناڅه خو کېږي.

د اسد دانش خپروندویه ټولنې مشراسدالله دانش راته وویل، که څه هم د پخوا پرتله د خلکو مالي حالت ښه شوی، خو وايي اوس د پخوا پرتله د کتابونو د چاپ لړۍ غړنده شوې ده.

Image caption د کتاب له لیکلو تر لوستلو پورې اوږده او ستونزمنه لاره ده، چې مزل یې اسان نه دی.

د اسد دانش له دې خبرې سره باید هغه خوشباوري هم له منځه لاړه شي، چې د داستاني اثارو د چاپ په باره کې پرې ځان خوشحالوو، ځکه هغه د هر ډول کتابونو د چاپ لږوالي خبره کوي.

هغه وویل، چې دوی به پخوا پرله پسې پنځه یا شپږ کاله په اوسط ډول نژدې هره ورځ یو کتاب چاپاوه، خو وايي اوس یې د تېر یوه کال په موده کې د ۱۰۰ په شاوخوا کې کتابونه چاپ کړي دي، چې ایله ۳۰ سلنه په کې د مسلکي او فني موضوګانو اړوند کتابونه دي.

د اسد دانش د خبرو معانا دا شوه، چې افغانستان د کتاب د چاپ په لړ کې د پرمختګ پر ځای شاتګ کوي، خو دا چې افغانستان د ژوند د نورو برخو په څېر په دې برخه کې هم کره شمېرې نه لري، ځکه دا هم معلومه نه ده، چې د لیکوالو شمېر ډېر شوی او که هغه هم په لږېدو دی.

اسد دانش وايي پخوا به وزارتونو او نورو حکومتي ادارو ورنه کتابونه رانیول او په مرکز او ولایتونو کې به یې کتابتونونو ته استول، خو وايي اوس دا لړۍ په ټپه ولاړه ده، چې ورسره دوی هم د هر کتاب له چاپولو مخکې زړه نا زړه وي.

د مصور خپرندویه بنسټ د خپرنیزې کمېټې مسوول ډاکټر محب الله زغم راته وویل، چې دوی تر اوسه د ما شومانو لپاره ۳۶ ټوکه کتابونه چاپ کړي، چې یوه برخه یې کتابتونونو ته ویړیا ورکړې او پاتې نور یې د پلور لپاره بازار ته وړاندې کړي.

په داسې حالت کې، چې د افغانستان کتاب چاپوونکي او خپروونکي د یوه کتاب له چاپولو مخکې سل ځله زړه غږوي، د ډیجیټل کتابونو خبره، خو په ځای پاتې ده، څنګه تمه کېدای شي، چې د هېواد راتلونکی نسل به د نصاب له کتابونو ورها خوا د کوم بل کتاب له مطالعې برخمن شي؟

ورځپاڼې، ویبپاڼې، مجلې او داسې نور مواد هم په نوره نړۍ کې د خلکو د مطالعې د تندې په خړوبولو کې تر ډېره حده مرسته کوي، خو په افغانستان کې له ادعاوو سره سره څومره کسان دي، چې دې شیانو ته یې لاس رسېږي او دغه پاڼې او مجلې دې ته څومره پام کوي، چې له سیاسته پرته د ژوند د نورو مسایلو په اړه په کې څه لیکل کېږي؟

په ټولنیزو رسنیو کې نن سبا د لنډو معلوماتو خپرولو او ټولنیزو مسایلو د حل په لړ کې خورا په زړه پورې بحثونه کېږي، خو دلته لا هم دغه پوښتنه په ځای پاتې ده، چې څومره هغه کسان، چې ورته لاسرسی هم لري، له دې اسانتیاوو هغسې ګټه اخلي، چې لازمه ده؟

خو په دې هر څه سربېره هم د مشاهدې خبره ده، چې هره ښه لیکنه ستایل کېږي، مینه وال لري او په ډېرېدو دي.

که د نیم ګلاس تش له نظره و نه کتل شی، په ټولنیزو رسنیو کې هم نژدې هره معقوله او پر ځای خبره ستایل کېږي او پرې بحثونه کېږي.

یوه، دوې ورځې مخکې فېسبوک کې یوه ویډیو خپره شوه، چې په کې یو سړی کابل کې د ترافیکو سرتېری وهي ډبوي، ویل کېږي، چې د ساعتونو په موده کې دغه ویډیو زرګونو کسانو شېر کړه او پرې یې کمنټونه ورکړل.

دا هغه څه دي، چې هیله مندي پیدا کوي، د معلوماتو خپرولو په لړ کې او د شعور د بیدارۍ په لړ کې، چې کتابونه هم همدغه کار کوي.

دغه څه په تپه تیاره کې د ډېوه ګۍ حیثیت لري او دا راښيي، چې له دې ډېوې نه د نورو ډیوو بلولو لپاره باید هر یو په خپل ځای یو ګام پورته کړو، چې کاروان شو او د اوږده سفر لپاره هوډ ومومو.