ولې مو جګړې ته زړه کېږي؟

ولې مو جګړې ته زړه کېږي؟
Image caption دا بالکل منم، چې جهاد فرض دی، خو ایا ضرور ده چې د یوه ماشوم زدع کوونکي په ذهن کې د مرګ ژوبلې انځور مجسم کړو؟

په یاد مې دي، چې خدای بښلي پلار مې د شهید سردار محمد داود خان د وخت لیکل شوی کتاب د حساب برخې د زده کړې لپاره راته راوړی و.

په دې کتاب کې هر څه ډېر په سوله ییز تفکر سره انځور شوي، د بېلګې په توګه د وېش یا تقسیم د زده کړې په برخه کې داسې مثال ورکړل شوی و "که چېرې موږ لس مڼې ولرو او غواړو، په پنځو ملګرو یې ووېشو، نو هر یوه ته به دوه دوه مڼې ورسېږي چې دلته مڼې "مقسوم "، موږ پنځه ملګري "مقسوم علیه " او د دو عدد "خارج قسمت " دی ".‌

دې کتاب په ذهن کې عجیبه ښکلا انځوروله، زړه به دې کېده، چې څو څو ځله همدا یو مثال تکرار کړې ځه چې هم به په دې وېش کې دوه مڼې در رسېدې او هم به دې د طبعیت ښکلا په ذهن کې تخلیق کېده.

څه موده وروسته مې د جګړې په دوران کې د مجاهدینو له خوا د طرح شوي نصاب د ریاضي کتاب لاس ته راغی په هغه کې د وېش برخه داسې تشریح شوې وه:

"که چېرې موږ په خپل ټوپک کې لس ګولۍ او پنځه خلقیان ولرو، نو د هر خلقي د مرګ لپاره دوه دوه ګولۍ کافي دي، چې دلته ګولۍ مقسوم، ‌خلقیان مقسوم علیه او د دوو عدد خارج قسمت دی ".

‌دې کتاب نو بې له مرګ او وژنو بل هېڅ تفکر په ذهن کې نه شوای تخلیق کولای، چې په دې سره به دې ښکلي طبیعت هغه کرغېړن انځور په ذهن کې در تېر شو کله کله خو به دې دا هم په ذهن کې در تېرېدل چې د دې وېش عملي بڼه به څنګه وي؟‌

ارواپوهان وايي، چې لومړی وړکتون او بیا هم ښوونځی هغه ځای دی چې د انسان د شخصیت او ذهنیت په وده کې خورا ارزښتناک رول لوبوي، نو په همدې بنسټ د دغو دوو نصابونو لوستونکي یوه له بله بلکل په متفاوت ذهنیت او ایډیالوژي را لوېدل. یوه به د مڼو د باغونو د جوړښت لپاره هڅې ګړندۍ کولې او هغه بل به بیا تل د خلقیانو د وژنو لپاره د خپل ټوپک ګولۍ شمارلې.

حق او ناحق

Image caption د افغانستان څو لسیزو ناخوالو د ګڼو افغان کورنیو غړي د دوی له سترګو د تل لپاره ترې واخیستل.

دا بالکل منم، چې جهاد فرض دی، خو ایا ضرور ده چې د یوه ماشوم زدع کوونکي په ذهن کې د مرګ ژوبلې انځور مجسم کړو؟

په هر حال ‌زه دلته نه غواړم پر دې بحث وشي چې څوک په حق و او څوک ناحق؟ دلته د مثبت او منفي ذهنیت او تفکر د رامنځ ته کېدو پر سر بحث دی.‌

په دې وروستیو کې یو چا راته د دوولسم ټولګي لپاره د فزیک نوی لیکل شوی کتاب د کتلو لپاره راکړ، کتاب ته مې نظر واچاوه چې د پټې خزانې په ادبیاتو باندې لیکل شوی دی او ځینو ځینو برخو کې خو داسې ادبیات لیکل شوي چې زه ډاډه یم لیکوال یې هم په هېڅ ډول د لیکلو هوډ نه درلود.‌

په هر حال، د ادبیاتو ستونزې به یې ادب پوهان پسې چڼي، راځو د کتاب لیکولو میخانیکیت او له هغه څخه اخیستونکي ذهنیت ته.

د کتاب په وروستي څپرکي کې د هستوي تعاملاتو په اړه خبرې شوي، خو د دغه بحث یوه ستره برخه د اټومي بمونو په اړه مطلب ته څانګړې شوې، په دې کې هېڅ شک نه شته چې اټومي وسلې درلودل هم د دې زمانې یوه اړتیا ده خو ایا ضرور ده چې دا اړتیا له ښوونځي پیل کړو؟

د هستوي وسلو جوړول تر ډېره په یوه غیر مشروع ډول یوه سیاسي واک ته د رسېدو لپاره دي، خو که چېرې واک ته د رسېدو دغه ناوړه ډول د ښوونځي له دورې پیل کړو، ایا موږ د افغانستان د دغې اوږدې جکړې د تداوم لپاره لا نور ذهنیتونه نه وي روزلي؟

ولې باید په لوی لاس د خپلو زده کوونکو ذهن جګړه ییز کړو؟

ایا له څلور لسیزو جګړې وروسته مو لا اوس هم په هره جمله کې د سولې کلمې لیکلو ته تنده د جنون حد ته نه ده رسېدلې؟

اتومي انرژي نورې پراخې سوله ییزې کارونې هم لري، خو ایا ضرور ده چې موږ یوازې بمونه یاد کړو او سوله ییزو کاروونو ته یې پیکه رنګ ورکړو؟‌

ولې مو سولې ته زړه نه کېږي؟ ولې غواړو لا هم د جکړې کرکه په ذهنونو کې خپره کړو؟

د یوه داسې ځوان په حیث چې خپل درې لسیزې عمر یې د راکټ په غږ پیل کړی او لا هم په کې سوځم د ښوونې له محترم وزارت هیله کوم چې وروستیو لیکل شویو کتابونو ته دې یو ځل بیا نظر واچوي او هغه مطالب چې په یوه نه یوه ډول زموږ په زده کوونکو کې د جګړې تفکر ته وده ورکوي له کتابونو څخه لرې کړي، چې راتلونکي نسل په سوله ییز او سوله خوښوونکي نسل بدل شي.

د همداسې یوې ورځې په هیله.‌

ورته مطالب