پښتونخوا: د افغانستان اه!

Image caption په شونډو اسويلي او اهونه شول. دا دى زه چې نن د افغانستان د اه په عنوان کوم اه يادوم، دا د پښتو شاعرۍ اه دى.

اه يو حرف لکه د زړه د درد څړيکه!

اه لکه د اوره ختلى ناليدلى لوګى!

اه د انسان د دننه کيفيت يوه سلګۍ!

اه په ځان کې دردېدلي احساسات لري_ افغانستان او اه خو د ټول پښتون افغان وطن په مانا داسې ښکاري لکه نوک او اورۍ!

اه چې له خولې وځي نو د زړه بې ژبی ازار ورته ويل کېږي، زورور خلک جنګونه کوي، بې وسه خلک اه کوي، ازار کوي. په ننني وخت کې اه د امن مانا هم ورکوي، په اه کې ځان ته يو بې وسه مزاحمت هم پروت دى.

افغانستان جنګونه هم کړي دي او بيا چې د جنګونو نه ډېر ستړی شوی، د جسدونو په اوچتولو ستړی شوی، چې ټولې نړۍ ترې لاسونه راکښل، چې ګاونډي هېواد پاکستان ورته بيا کډه ور په سر کړه، چې اسلامي، مذهبي، اخلاقي ورورلۍ ورته وويل:

دا ستا يوه شوه زما بله

جانانه خپل غم دې کوه خپل به کومه

په دغه حالاتو کې د جنګونو د ستړو افغانانو د خولې نه اه ووت، د شاعرانو په شعر کې اهونه بدل شول، د ولسونو د زړونو دننه ځانه ځان ته يو درد راپيدا شو.

په شونډو اسويلي او اهونه شول. دا دى زه چې نن د افغانستان د اه په عنوان کوم اه يادوم، دا د پښتو شاعرۍ اه دى.

دا هغه اه دى چې په پېښور کې پيدا شوى دى او په کابل کې قرار شوى دى. دا هغه اه دى چې د پېښور د لارو کوڅو نه پورته شوى او د کابل د تورو غرونو په سپينو واورو خپور شوى دى. دا هغه اه دى چې د پښتونخوا د يارانو د محفلونو نه وتى او اوس د کابل په رنګونو کې ځان بدلوي.

خو! اه په هر صورت هر شکل کې اه وي، خو که د غمونو په پنجره کې وي او که د رنګونو په دنيا کې وي اه اه وي.

دا اه د افغانستان د اه په نامه د ځوان تکړه شاعر رویيد همت شعري اه دى.

اه لکه د رویيد همت د ځوانۍ په شان يو لنډ حرف دى خو د هر پښتون افغان ژوند که هر څومره تنکى وي خو په لږ ژوند تنکۍ ځوانۍ کې د وخت او حالاتو ډېر ډېر څه لري.

د هغې وجه دا ده چې پښتون افغان په هر دور کې دومره څه وليدل چې د هر چا په زړونو يې دننه لمبې بلې کړې دي او د هغوی نه د ښکلاګانو په رنګونو کې هم اه راخېژي.

د افغانستان د اه خبره چې راشي نو په ذهن کې د درې لسيزو وړاندينۍ کرښې راتازه شي. اهونه، سلګۍ، ويرونه، مړي، جنازې او د پېښور د کمپونو دننه د مهاجرت ژوند تصويرونه شي.

دغه تصويرونه د حساسو افغانانو د ذهنونو په البم کې نن هم محفوظ دي.

د پښتون افغان د خاورې څخه اوس هم د بارودو او د وينو بوی خېژي. وخت او حالاتو که د افغانستان په پرهرونو څه پټۍ ولګوله خو د پښتون افغان د پرهرونو دردونه هاغه شان دي.

دغه دردونه د خپلې خاورې د ارمان پرهرونه او خاپونه چې نن د قلم او حرف د قبيلې با احساسه خلک ليکي نو په رنګين شعر کې يې يو درد او د ارمان څړيکه ارومرو په نظر راځي.

د افغانستان د جهادي شاعرۍ نه چې نوو ځوانانو کومه شاعري په نوي روان عصر کې وکړه نو د افغانستان د رنګينې خوږې شاعرۍ هغه کمبود يې ترډېره حده پوره کړ.

رویيد همت خپلې شعري ټولګې ته اه نوم ورکړى دى_ د هغه شاعرانه اه زما د ليک عنوان ځکه وګرځېد چې زه رویيد همت د خپلې پښتونخوا په ائينه کې د افغانستان د خال په توګه وينم.

رویيد همت ته د پښتونخوا په ائينه کې د افغانستان خال ځکه وايم چې د هغه په ځوانۍ کې د پېښور د مهاجرت يو داغ دی.

دغه داغ په کابل کې د رویيد همت خال شو او دا دى د شاعرۍ اه ترې جوړ شو.

زه چې د اه په شاعرۍ کې د همت کوم تصوير جوړوم نو د دې تصوير په رنګونو کې پېښور او کابل داسې دي:

لکه ياس او ارمان

لکه درد او سلګۍ

لکه ګل او ازغی

لکه مستي، رنګيني او عذابونه

لکه په واورو کې اورونه

د شاعر په دغه اه کې د خپل وطن يو داسې شاعر ښکاره شي چې زه ورته د دې لنډۍ په مثال ګورم:

ځان يې زړو جامو کې جوړ کړو

لکه پى مخي هلکان چې جنګ له ځينه

خداى دې نه کړي چې داسې ښکلي ځوانان د جنګ خوراک شي. بايد چې د نفرتونو جنګونه د سترګو د ښکلا په نازولي شرارت کې يو بل ته په مينه وګوري.

د رویيد همت اه يو لنډ حرف دی چې نکته هم نه لري خو په دغه لنډ ټکي کې لويه شاعرانه مانا لري. دغه مانا د ښاغلي شاعر په شاعرۍ کې وګورئ. ما پکې د خپلې پښتونخوا د شاعرۍ خواږه هم وليدل. د کابل اه هم، د اه دا مخاطبه غږ زه د کابل څخه پېښور ته ډالۍ کوم.

يم د ښکلا مينه وال

ځکه يم ستا مينه وال

زلفې خورې که لږې

نن خو په ما مينه وال

يم دې د در بې شانه

ګرانې ګدا مينه وال

ساقي چې جام تش کړمه

شم د خندا مينه وال

ستا په فراق کې خو زه

شوم د ژړا مينه وال

ورته مطالب