د سیلابونو تلفاتو کمولو کې خلک څه رول لوبولی شي؟

Image caption ستاسې نظر پروګرام هره سه شنبه په ماښامنۍ خپرونه کې خپرېږي

د نړۍ په بيلا بيلو برخو کې هرکال د بارانونو او سيلابونو له امله زيات ځاني او مالي تاوانونه رامنځ ته کېږي.

افغانستان هم د هغه هېوادو څخه دى چې هر کال له بشري او مالي پلوه په دې لړ ځاني او مالي تاوانونو سره مخامخ کېږي.

تر دې دمه سږکال هم سيلابونو دې هېواد کې خلکو ته ډېر تاوان اړولى دى.

افغانستان کې د سيلابونو له امله د بشري تاوانونو يو علت دا ښودل کېږي چې ډېرو سيمو کې خلکو په داسې ځايونو کې کورونه جوړ کړي چې د سيلابي اوبو مخ کې وي.

خلک د سيلابونو اوبارانونو له امله د ځاني تلفاتو کمولو کې څه رول لوبولى شي.

د دې اوونۍ ستاسې نظر پروګرام کې پر همدې موضوع غږېږو.

که غواړي چې په پروگرام کې برخه واخلي، نو د سه شنبې په ماښام ما عنایت الحق یاسیني ته په دې شمېرې زنگ را ووهئ.

۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

او یا هم په دې پته برېښنالیک را واستوئ: pashto@bbc.co.uk

ورته مطالب