د کارګرو د نړیوالې ورځې په پلمه

Image caption افغانستان کې د مرکزي سرشمېرنې اداره وايي، د تېر کال پرتله سږ کال د دغه هېواد نژدې نیم میلیون وګړي ډېر شوي دي.

خوشحال بابا فرمايلي:

په جهان کې به یو یو وي ... چې هنر یې د کیمیا زده

په هغه زمانه کې، چې خوشحال بابا ژوند کاوه دا خبره سل په سلو کې کره وه، خو د وخت له تېرېدو سره په نور جهان کې هنر هم ډېر شوو او هنرمندان هم زیات شول.

د نړۍ ډېرو هېوادونو نه یوازې خپلو مسلکي هنرمندو کسانو ته د روزنې او کار غوره اسانتیاوې رامنځ ته کړې، بلکې ځینو خو د ټولې نړۍ د هنرمندو مسلکي کسانو پر مخ د خپلو تعلیمي ادارو او کارخانو دروازې پرانیستلې، چېرې، چې ډېر مسلکي مزدوران موجود وو، هلته یې خپلې کارخانې جوړې کړې.

دوی خپلو هېوادونو ته ورتلونکی هر مسلکي کس ونازاوه او د کار اوتحقیق زمینه یې ورته برابره کړه.

د همدې کسانو په مټ یې خپلې تعلیمي ادارې پیاوړې کړې او جوپه جوپه پوهان یې په کې وروزل، چې د ژوند په هره برخه کې یې د ټولنې د پرمختګ لپاره کار وکړ.

پایله دا شوه، چې له ډېوې ډیوه بله شوه او د ټولنې هر وګړی په خپلو پښو ودرېد.

اروپا کې د اوسني اقتصادي بحران په لړ کې د بي بي سي یوه رپوټ کې د کارپوهانو له قوله ویل شوي، چې هغه هېوادونه د دغه بحران له اغېزو تر ډېره خوندې پاتې دي، چې خپلو مسلکي کسانو ته یې ان د محصلۍ پر مهال د کار کولو او کاري تجربې تر لاسه کولو زمینه برابره کړې، چې په دې توګه دغه کسان له تعلیمي ادارو څخه له فراغت سره هممهاله په عملي کار پیل کوي.

خو افغانستان کې البته اوس هم تر ډېره حده د خوشحال بابا له وینا سره سم حالت دی.

افغانستان او شاوخوا سیمه کې تر دا نژدې وختونو پورې کسب ته چندان اهمیت نه ورکول کېده.

د دې ټولنیزې رویې پایله دا شوه، چې د ټولنې یو لویه برخه غیر مسلکي او له ښاري ژونده لېرې پاتې شوه، ځکه ښار او مدنیت پخپله د مسلکي کارګرو د وړتیاوو محصول دي.

خو کله چې شاوخوا ته په کتو سره ټولنه کې په دې اړه شعور بیدار شو او خلکو ښارونو ته مخه کړه، تعلیم او کار ته یې پام واوښت، بیا د وخت حکومتونو د بهرنیو مشاورینو او مسلکي کارکونکو (صادرولو) ته مخه کړه، چې له هغو څخه هم د خپلو کارګرو د روزلو په لړ کې ډېر لږ کار واخیستل شو، بلکې یوازې ورځنۍ چارې د هغو په مټ پر مخ بیول کېدې.

اوس چې افغانستان کې د وزګارۍ ختمولو او مسلکي کارګرو موضوع یادیږي، نو تر ډېره حده د خدمتونو او یا نورو سکتورنو یادونه کېږي. که څه هم نژدې ټول په دې یوه خوله دي، چې د افغانستان د ټول نفوس له اتیاوو تر پنځه اتیا سلنه برخه کرونده ګر، بڼوال او مالدار دي، خو د وزګارۍ له منځه وړلو کې د دې سکتور مهمه ونډه له ډېرو هېره ده.

په کرهڼه، بڼوالۍ او مالدارۍ بوخت نژدې ټول افغانان غیر مسلکي او ډېر لږ یې لوستي دي، خو له دې سره هم په دودیز ډول د خپل روزګار مهارت لري.

د افغانستان د نفوس یوه برخه کوچیان دي، چې نر ښځې ټول یې تر ډېره حده په مالدارۍ کې ماهر دي.

په همدې اساس ویل کېږي، چې همدغه سکتور دی، چې که ورته پام وشي، که په دې سکتور کې په کار بوخت کسان په مسلکي روزنه سمبال شي، که د عصري تخنیک کارونه په کې دود شي، که اړینې اسانتیاووې ورته چمتو شي، که بازار ورته وموندل شی، نو په ډېره لږ موده کې د افغانستان له اتیا سلنه زیات وګړي په بشپړ ډول له اقتصادي پلوه پر خپلو پښو دریږي.

افغانستان کې د مرکزي سرشمېرنې اداره وايي، د تېر کال په پرتله سږ کال د دغه هېواد نژدې نیم میلیون وګړي ډېر شوي دي.

دوی دا هم وايي، چې د افغانستان د نفوس ۴۹ سلنه وګړي ښځې دي او د ښځو لپاره د کار او روزګار موندنې یا اقتصادي ځان بساینې حالت هم هر چا ته معلوم دی، خو دا هم حقیقت دی، چې د کرهڼې، بڼوالۍ او مالدارۍ په برخه کې د افغان ښځو ونډه هم خورا پراخه ده.

دې سکتور ته لږ پام کولای شي، له خپل دود دستور او شرایطو سره سم د افغان مېرمنو لپاره د ځان بساینې خورا اسانه او پیاوړې زمینه برابره کړي.

د دې سکتور لپاره خام مال او بنسټیزه اډانه هم وار له مخه شته، چې یوازې د عمل وړ پلان جوړونې او عملي کېدو ته اړتیا لري.

اوسمهال کې کرنیز سکتور ته پام او په دې سکتور کې د مسلکي کاري ځواک روزنه او پالنه یوازینۍ حل لاره ده، چې راتلونکي کې د ژوند په بله هره برخه کې د افغان ټولنې د پرمختګ او هوساینې لپاره زمینه چمتو کولای شي.

ورته مطالب