پښتونخوا: د کارګرانو ورځ د غټانو په نوم

Image caption د حېرانتيا خبره ده چې د کارګرانو نړيواله ورځ د غټانو په نوم وي.

د مې لومړۍ نېټه د کارګرانو نړيواله ورځ وي خو غونډې يې د غټانو په نامه وي ځکه چې کارګرانو سره جنډې وي او غټان يې د جلوسونو قيادت کوي.

کارګران د خپلو غټانو لارښوونکو ويناوالو په وينا باندې لاسونه پړقوي او د زنده باد چغې وهي. څه عجيبه ده چې د کارګرانو مشري کارخانه دار او صنعتکار کوي. د حېرانتيا خبره ده چې د کارګرانو نړيواله ورځ د غټانو په نوم وي.

دا اوس چې د کارګرانو نړيواله ورځ تېره شوه، د هر کال په شان کارګرانو د عالمي ورځې لمانځنه وکړه او يو روايت پای ته ورسېد. موږ په رواياتو، دستورونو او رسمونو کې ورځې او موقعې لمانځو_ اخر داسې ولې وشي؟

په غريبو ملکونو چې هر کله د نړۍ د لويو قامونو له طرفه نظريې او نور ډېر څه د پاسه راشي نو هغوی پرې خپل لارښود پوه نه کړي، لارښود ورته دا نه وايي چې دا ورځ د چا لپاره، د څه لپاره او ولې لمانځل کېږي؟

زموږ خوا ته چې کله د سرو سپينو لخوا کميونیزم او کپېټلیزم راغی نو دواړو نظرياتو خپل ځان غلط معارفي کړ. په دغه غلط تعارف کې دوو لويو طاقتونو په ويتنام او افغانستان کې يو بل ته ښکرونه اړام کړل.

په ويتنام کې امريکا ماتې وخوړه او په افغانستان کې شوروي اتحاد مات شو. دنيا يوه قطبي شوه، چې نړۍ په يوه پښه ودرېده نو زموږ غريبو هېوادونو ترجيحات او تشريحات دواړه ادل بدل شول، سره په کې شنه شول او شنه حېران شول چې د جومات منارې او ګنبدونه يې هم والوتل.

اوس په يوه پښه ولاړه نړۍ د غريبو ملکونو په بدلون هم حېرانه ده او کوم خلک يې چې روزلي وو د هغوی بدلو سترګو ته هم حېران دي.

د غريبو هېوادونو غربت څه ليوني کارونه وکړل، د کارګرانو د نړيوالې ورځې په رسم کې يې د صنعتکار او کارخانه دار سرمايې ته سترګې برندې کړې او د خپل لارښود په ښودنه يې انتقامي توګه باندې د خپلې کارخانې، ملونو ماشينونه خراب کړل.

نن په پښتونخوا کې په سلګونو کارخانې او ملونه بند پراته دي او هغوی بې روزګاره دي. د هغوی لارښود ځان ته په يو لويې سياسي ګوند کې پناه اخیستې ده يا يې ځان ته د انساني حقونو په نوم اېن جي او جوړه کړې ده او يا د انساني حقونو د تنظيمونو په مرسته په بهرنۍ نړۍ کې سياسي جلاوطني کوي.

د کارګرانو په نړيواله ورځ چې اوس د کارګرانو جلوس راوځي نو د هغه جلوس مشري يو څو غټان کوي او د مې په ګرمه ورځ چې د کارګرانو نه خولې څاڅي، هلته په يخ موټر کې د کارګرانو مشر د دولتي چارواکي سره راشي او خواري کښو ته وينا وکړي.

کارګران د خواري کښو د وينو ياد په رسم کې ادا کړي او غټان مشران د نړيوالې ورځې روايت کې خپله حاضري ولګوي.

سږ کال د مې په لومړۍ نېټه چې په پاکستان کې د کارګرانو نړيواله ورځ ولمانځل شوه نو د ټولټاکنو په شور او هنګامو کې د کارګرانو رسم په پنجاب کې ادا شو خو په نورو دريو صوبو کې دا رسم د ترهګرۍ د وېرې په هغه جوش ادا نه شو ځکه چې د کارګرانو جنډه سره ده او په پښتونخوا کې سور رنګ کې راوتل منع دي ځکه چې طالبانو دړکه کړې ده او اې اېن پي ته خطره ده، ګني دا ورځ په سياسي ماحول کې يوه ښه موضوع ده او غټان خپلو بې روزګاره کارګرانو ته دا ويلى شي چې موږ به ستا سو لپاره بندې کارخانې بيا پرانيزو.

ما چې د مې په لومړۍ د کارګرانو په نړيوال رسم کې د پښتونخوا د وينو د رنګونو رسم ته وکتل نو فکر يوړم چې پښتون مزدور د غټانو په نامه کومه ورځ لمانځي؟ د دې نتيجه به څه وي؟

دلته د هېڅ کار هېڅ نتيجه نه وي خو زه ورته د کارل مارکس د دې قول په رڼا کې ګورم چې ويلي وو:

"اقتدار چېرې هم صنعتکار او جاګېردار ته په لاس کې مه ورکوئ!!"

ورته مطالب