په ټولنیزو اصلاحاتو کې د وګړي دنده څه ده؟

ټولن پېژندونکي وايي په هره ټولنه کې هغه مهال سمی راځي چې وگړي يې خپل مسوليتونه وپېژني او هغه په ښه توگه ترسره کړي.

د دغو مسؤوليتونو له ډلې يو يې هم د ماليو پرې کول دي، کارپوهان وايي که څوک کور، ځمکه، او پوله پټى لري نو ارو مرو يې بايد حکومت تنه ماليه ورکړي، که څوک د ماليې له ورکولو ځان تېروي وايي حکومت يې بايد د زور او فشار له لارې دې چارې ته اړ باسي.

د دغو کارپوهانو په وينا همدغه د ماليې پيسې وي چې يو حکومت يې پر مټ خپلو وگړو ته ټولنيزې، روغتيايي او نورې راز، راز اسانتياوې برابروي.

د پرمختللو ټولنو د پرمختگ يو راز هم په دې کې نغښتى بلل کيږي چې څوک د ماليې له ورکړې ځان نه شي ژغوړرلاى، پر همدې بنسټ که حکومت ورته اسانتياوې برابرې نه کړي خلک ترې پوښتتنه کولاى شي چې ولې؟

له بلې غاړې دغه ټوله شوې ماليه د ځينو کسانو له خوا تالا ترغۍ کېږي، نو خلک څنگه کولاى شي په دې برخه کې د خپلو حقونو غوښتنه وکړي؟

د پنجشنبې ستاسو غږ پروگرام همدغې موضوع ته ځانگړى شوى او له تاسو به وپوښتو چې خلک په دې برخه کې کوم مسؤوليتونه لري؟

تاسو پخپله څه کولاى شئ چې د ماليو په برخه کې گټور گام پورته کړئ او په دې برخه کې د درغليو په مخنيوي کې څه کولاى شئ.

که چېرې نورو هېوادوالو ته سپارښتنه لرﺉ، څه به ورته وایاست؟

دغه پروگرام د افغانستان پر وخت اته او د گرينويچ په وخت د ماسپيښين په درېېو بجو خپرېږي.

که غواړئ په دغه پروګرام کې راسره برخه واخلئ، نو په دې شمېره راسره اړيکه ټينګ کړئ:

۰۰۹۳۲۰۲۲۰۲۳۰۰

د برېښناليک پته مو دا ده:Pashto@bbc.co.uk

ورته مطالب