تبصرې: ایا بهر میشتي افغانان غواړي بېرته ستانه شي؟

Image caption د بي بي سي پښتو وېبپاڼه هره جمعه د اوونۍ پر ځينو تودو مسايلو ستاسو ځينې نظرونه چې په برېښناليک، فيسبوک، ټویټر، ويديو يا تيلې فون راغلي وي، خپروو.

دا اوونۍ مو د بي بي سي پښتو وېبپاڼه کې ستاسو تبصرو لپاره لاندېنۍ پوښتنې ټاکلې وې.

- که په بهر کې مېشت یاست غواړئ بېرته افغانستان ته ستانه شئ؟

- له امنیت پرته ژبه، کلتور او د کار محیط به درته ستونزمن نه وي؟

- که په افغانستان کې یاست تاسې غواړئ چې دغه بهر مېشتي کسان در ستانه شي؟

د راتلوونکۍ اوونۍ موضوګانې به د اوونۍ په ترڅ کې اعلان شي. ستاسو د ګډون په هیله.

ستاسې پیغامونه

برېښنالیکونه

محمد رفیق - سعودي عرب

هغه افغانان چې په خارج کې ښې دندې لري او بهرنی پاسپورت یې هم تر لاسه کړی وي افغانستان ته نه ځي.

عبدالقدیر عمرخیل - اسلو ناروی

د افغانستان په حکومت کی داسی بی احساسه خلکو ځای نیولی چی هیڅ د وطن غم او درد ورسره نشته.

دوی ټول زورواکان دي او د حق او باطل فرق نه شی کولای. په تېرو ۱۲ کلنو کی چی کوم کومکونه د افغانستان سره شوی ۵۰ سلنه یې د افغانستان په جوړښت نه ده لګیدلې. دغه ټولې پیسې دغو کسانو خپلو جبونو کې اچولي دي. ښایسته کورونه یې پرې جوړ کړي دي او نور. د خوار او غریب پروا څوک نه کوي. نو هغه افغانان چی په سختیو یې ځان بهرنیو هیوادونو ته را رسولی دی او دلته یې یو څه نا څه ژوند جوړ کړی ولې بیرته ستانه شی؟

هغه کسان چی افغانستان ته درځی هغوی د خپلو مقصدونو لپاره ستنېږي. ځینې یې غواړي چې مشهوره شي او ځینې یې پیسې لاس ته راوړل غواړي. زه فکر نه کوم چې دوی د افغانستان د بیا جوړولو لپاره درځي.

زه په ۲۰۱۰ کال کې فارغ شوم خو هغه څه چې مې غوښتل را نه جوړ شي ونه شول ځکه چې په افغانستان کې پیسې او واسطه چلېږي. نو وطن مې پرېښود او مهاجر شوم. اوس ښه ژوند لرم، خپل تحصیل ته مې ادامه ورکړې ده او انشاه الله چې خپل مقصد ته ځان رسوم.

سیدخان جگرخون اخمدزی، کابل

ا فغانان باید خپل وطن ته ستانه شی چی افعانستان غیر له افعانانو نه جوړېږي.

ټوېټر

بلال نیکیار

هو زه بېرته تلل غواړم. میلیونه خلک په افغانستان کې اوسېږي نو موږ له هغوي بهتره نه یوو. موږ خبر یو چې ستونزه څه خو د حل په لاره یې هم پوهېږو. یوازینۍ ننګونه په حکومت کې د جنګسالارانو او واسطه بازي ده.

خالد

زه غواړم چې لاړ شم خو چې کله سوله راشي بیا ځم. دمګړي افغانستان د نړیوالو د غیرقانوني کړنو ځای شوی دی او افغانان د خپل راتلونکي په اړه څه نه شي ویلی.

حمید حکیمي

ما ته ژبه یوه لویه ستونزه ښکاري، هلته مسلکي وړتیا او کلتور زموږ له تجربو سره سمون نه خوري.

فیسبوک

عبدالروف نورزی

هیڅکله نه، ځکه افغانان اوس په خپل هیواد کې ډیر کوښښ کوي چې بهر هیوادونو ته لاړ شي چي آینده جوړه کړي نه دا چي له بهر څخه بیرته ټاټوبي ته لاړ شي ځکه ټاټوبی يي د نړۍ هیوادونو د جنګ مرکز ګرځېدلی، بیکاري، جنګ، ضعیف اقتصاد او نور... د دې سبب کېږي چې افغانان بیرته هیواد ته ستانه نه شي.

بهرام طیب

باید وطن ته را ستانه نه شی او نه وطن ته درا تلو حق لري کومو چی لوست کړی او وطن ته را ستا نه شوی دي هغو بې له اداری فساد نه پرته نور هیڅ نه دي راوړي.

محمد نبي

الله دې افغانستان داسې جوړ کړي لکه څنګه چې دا خارجي ملکونه دي. هرافغان غواړي چې خپل گران وطن ته لاړشي خو چې هلته لاړ شو څه به وکړو. نه کار شته نه کوم کسب. ټول خلک له بې روزګارۍ نه په رواني تکلیف اخته شوي دي. چور چپاو پیل شوی دی او د ټول ملت پیسې د یو څو کسانو جبونو ته لوېدلي دي.

رشید منګل

تر څو چې امنیت او ملي وحدت پلي شوی نه وي هېڅلکه به هم لاړ نه شو.

میا شرافت

که تاسو وايي چې امنیت نه شته زه هم وایم چې نشته خو دا په دې معنا نه ده چې هېواد به همدې غلو او ډاکوانو ته پرېږدو.

محمد قسیم بریال

چې امنیت وي ټول راځي خو که په بهر کې ژوند څومره هم ستونزمن وي لږ تر لږه سر او مال خو دې خوندي دی.

صبور غفوري

بهر میشتي افغانان اوس کولی شي چې خپل وطن ته را ستانه شي ځکه چې اوس د الله په فضل امنیت ښه شوی دی.

ګل جان

زه خو وایم که سوله راشي ټول افغانان به خپل وطن ته ستانه شو. که کارونه او نورې پروژې نه وي نو په حکومتي لیکو کې به هر افغان ځان شامل کړي. بې له سولې افغانان وطن ته زړه نه ښه کوي.

ارین خان

زه هم غواړم چې خپل وطن ته لاړ شم خو که امنیت او کار ضمینه برابره شي.

عبدالباسط

تر څو چې د امنیت ضمانت نه وي شوی نشو تللی.

ثنا خان

زه اوس په کابل کې یم او چې دې بد اخلاقه خلکو ته ګورم نو فکر کوم چې د دې ټولې اسیا نه لاړ شم.

ساحل

زه خو ټولو افغانانو ته وايي چې وروړنو خپل وطن ته راشئ اوس امنیت ښه دی.