پښتونخوا: د پاکستان پورې راپورې؟

Image caption جنګ، خطره، وحشت، دهشت، هر څه زموږ دي، نړيوالو ته اسلام اباد زموږ سرونه په شمېره کې ورکوي، سر زموږ حساب د بل!

د نړۍ په منظرنامه کې د پاکستان تصوير څه عجيبه غوندې دى. سياستونه حېران دي، چې دا تصوير به موږ څنګه ګورو او نورو ته به څه وايو چې دا تصوير د چا دى؟؟ ولسونه ګوته په غاښ دي او پوښتنه کوي!!

دا زما تصوير دى؟؟

د پاکستان شکل په هر وخت، هره زمانه کې د هېبت او وحشت احساس ځکه راپېدا کوي چې د څلورو موسمونو باوجود د ده پردو موسمونو ته حاجت وي!

د خپلو اوبو په بهير کې هم د ده تنده نه سړېږي!

د خپلې بجلۍ په رڼا پسې ړوند شو!

غاز يې خپل دى خو ''غاز ټربل'' يې نه ختمېږي!

ځمکه يې د معدنياتو نه ډکه ده خو پېريان پرې ناست دي!

غرونه يې له ځنګلونو ډک، د زمردو، کویلې او سنګ مرمرو لويه زخيره لري خو وېرې او وحشت نيولى دى!

اټومي طاقت لري، خو عجيبه ده چې اتوم ملکونه ساتي خو د پاکستان اتوم دومره نيازبين دى چې د هغې څوکېداري حکومت کوي او نړيوالو ته بيا بيا باور ورکول کېږي چې د پاکستان اتوم ته هېڅ خطر نشته.

څومره د حېرانتيا خبره ده چې په پاکستان کې اسلام ته زياته خطره ده او اتوم بم محفوظ دی!!

د پاکستان دننه او بهر ټولې خطرې په خپله را پېدا کېږي...د دې خطرو راپېدا کولو لپاره ځان ته خپل خپل ''غېبانه مخلوق'' وي.

هغوى په نظر نه راځي، پټ ناست وي او داسې خطرې جوړوي لکه کولال چې د خاورو لوښي جوړوي.

دغه خطرې د پاکستان دننه د کاميابو تجربو نه پس ګاونډي هېوادونو ته هم ورکول کېږى ځکه نو نن د پاکستان پورې راپورې حالات واقعيات يادوم!

* د پاکستان دننه چې د ټولټاکنو کوم مېدان ګرم دى، د دې خطرې ''غېبانو مخلوقاتو'' جوړې کړي دي.

دا ټولې خطرې پښتونخوا کې دي چې د پښتنو نه خپله رايې په داسې طريقه واخلي لکه تور کارغان چې راغوټه شي او د ماشوم د لاس نه د سپورې ډوډۍ ټکړه وتښتوي.

جنګ، خطره، وحشت، دهشت، هر څه زموږ دي، نړيوالو ته اسلام اباد زموږ سرونه په شمېره کې ورکوي، سر زموږ حساب د بل!

دا ځل چې کوم خطر دی، په دغه کې به پښتون د جنګ د حالت نه ايستى نه شي.

زموږ جنګ د افغانستان پورې د جنګ هغه تار سره پېوست کولى شي، چې درې لسيزې اګاهو اسلام اباد په واز کومى ويلي وو ''کابل بايد وسوځي''.

وخت او حالاتو، حادثو او خطرو دا واضحه او ثابته کړې ده چې کابل سوځي نو پښتونخوا به هم سوځي.

اسلام اباد تماشه کوي، د خطرو جوړونکي به د ډيورنډ په پټۍ پورې راپورې ټول پښتون افغان د اروپايي اتحاديې د خېرات او امداد په قطار کې ودروي، د جنګ ګټه د بل او لوږه تباهي بربادي زموږ!

د تاريخ په اوږدو او اوسنیو حالاتو واقعياتو کې وګورئ، چېرې هم د کابل جنګ نه پښتونخوا سره دى او نه د پښتونخوا جنګ کابل سره.

بقول د سایل د شعر او په عقيده د ټول پښتون افغان!

پېښور او کابل دواړه دوه ياران دي

لکه دوه سترګې په يو مخ د جانان دي

خو له بده مرغه، د جنګونو استادان کله هم د جنګ خطرې جوړوي نو د ډيورنډ پورې راپورې پښتون افغان ته ځمکه سوځوي.

د پاکستان دننه چې اوس کوم د جنګ استادانو ماهرينو کومې خطرې جوړې کړې دي، دا د پښتون په کرښه تر افغان پورې غځېدلې ده چې دروازه يې د تورخم ده.

د تورخم دروازه باندې پورې راپورې پښتون افغان هاخوا هم شکمن، دې خوا هم د پاکستان د خطرې سره يادېږي.

پاکستان خپلې خطرې پورې راپورې لکه د سټېج ډرامې ګرځوي، په دغه سټېج باندې دا اداکاران د وينو د لاشونو، د بارودو د لمبو ډرامه کوي.

دا زموږ د نوي خونړي جمهوريت ''سکرپټ'' دى. د دې خونړۍ ډرامې ډاېرېکټر پېريان دي.

پېريان پردي دي ښکارى نه... اداکاران هم څه ښکاري او د څه اداکارانو اواز د نورو له خلو راوځي. پېريان هم دغه شان چې په ادم زادو کې ورننوځي نو ''انس و جنس'' دغه شان وي.

پاکستان خپلې دا خطرې د افغانستان پورې رسوي، په يو غشي دوه ښکارونه کوي، هم دې خوا پښتون وهي هم هاخوا افغان!

* پاکستان د ځان دننه، خپله جوړې کړې خطرې بل ګاونډي هېواد هند ته هم رسوي، ځکه چې د کشمير نيم هډوکی د هند په مرۍ کې نښتی دى او نيم هډوکي باندې پاکستان ژبه وهي.

د پاکستان د خطرې په ډرامه کې دې خوا سربجيت سنګهـ باندې قېديانو تشدد وکړ او د پانسۍ په شکل کې بل شان مړ کړى شو. هاخوا ثناء الله باندې د هند تبر ووهل شو، د ژوند او مرګ په کشمکش کې پروت دى.

هاخوا هند سربجيت سنګهـ ته د قومي هيرو خطاب ورکړ، دې خوا ثناء الله ته د پاکستان د زوى په نوم ورکولو فکر کېږي.

اوس که د سربجيت سنګهـ او ثناء الله دواړو جرمونو او د قانون د سزاګانو د فېصلې حرفونو ته زير شو نو دواړه ملکونه د قانون سزا يافته مجرمانو ته خراج تحسين پېش کوي.

د خپلې خاورې مفادات او خدمات د يو قانون مجرم وي په بل قانون کې هيرو!

داسې ډېر واقعيات د پاکستان په سياست او اقتدار کې شته، لکه د مشرقي پاکستان بنګالی نورالامين دېخوا د بنګله دېش په ضد راغلو نو د بهټو د نوي پاکستان صدر شو، خپلو بنګاليانو ورته غدار وویل!!

د بنګاليانو په ضد ورته پاکستان د جناح صاحب په مقبره کې د قبر ځای ورکړ او بنګاليانو وویل!! ''خس کم جہاں پاک''

د پاکستان پورې راپورې حالات واقعيات يو شان دي ځکه چې کومې خطرې دلته په پاکستان کې پټ قوتونه جوړوي هغه خطرې پورې راپورې يو شان وېشل کېږي، څه عجيبه ده. پاکستان د جنګونو د خطرو په وېش کې امن غواړي!!

ورته مطالب