پښتونخوا: د جهاد په کتاب پسې يو لېواله ماشوم

Image caption ما د جهاد د کتاب لېواله ماشوم لپاره اسان لفظونه کتل چې په ذهن يې بوج نه شي. ما هغه ته ډېر څه نشو ويلی ځکه چې په داسې وخت، زمانه کې را پېدا شوى چې اوس د جهاد مانا بدله ده.

زه د پېښور په يو غټ کتابتون کې ناست وم، يو ماشوم چې د ۱۲/۱۳ کالو عمر به يې و، خوا ته راغى او په داسې التجا يې را نه پوښتنه وکړه لکه چې څه کمک غواړي، کاکا دلته د جهاد کتاب شته؟

ما چې د ماشوم د خولې نه دا واورېدل نو يوه لحظه حېران پاتى شوم. دومره حېران چې جواب ته مې ټکي کتل، او را سره نه و، حیران وم چې څه ووايم.

ماشوم دا وګڼل چې کاکا په غوږو کوڼ دى، نو بيا يې وويل، د جهاد کتاب مې پکار دى!!

ما ماشوم خوا ته رانژدى کړ، ورته مې وويل، بچيه ته د جهاد په کتاب څه کوې؟

هغه وويل ما ته استاد جي ويلي دى، د جهاد کتاب وګوره.

ما د جهاد د کتاب لېواله ماشوم لپاره اسان لفظونه کتل چې په ذهن يې بوج نه شي. ما هغه ته ډېر څه نشو ويلی ځکه چې په داسې وخت، زمانه کې را پېدا شوى چې اوس د جهاد مانا بدله ده.

هغه د جهادى کمپونو هغه ماشومان هم نه دي ليدلي چې د پېښور په بسونو پسې به يې د اوبو يخ ګیلاس په منډه منډه وړه.

هغه خپل همزولي جهادي ماشومان هم نه و ليدلي چې د پښتونخوا په لارو کوڅو او ډېرانونو کې به يې کباړ غونډول، هډوکي به يې اخیستل او د کباړي د دوکان غټې تلې ته به يې کتل چې څومره درانه به خېژي.

هغه ته د افغانستان د ۱۴ کلن جهاد ثمرات د پاکستان په محلونو، بنګلو، او لويو لويو منارو محرابونو او ګمبدونو کې معلوم نه دى.

ماشوم خبر نه دى چې زما د وطن په پنجاب کې د افغانستان ټوله اوسپنه، جهازونه، ټېنکونه، توپې هر څه د کباړ په شکل کې ويلي شوي دي او د سيخونو، اوسپنو په نوي شکل کې د پنجاب د صنعتي پېداوار برخه ده.

ماشوم څه خبر دى چې په اوسنۍ ټوله وېره کې د جنت خوبونه دي.

ماشوم ته خپل استاد ويلي و چې د جهاد کتاب وګوره. څه ظالم، قاتل استاد دى چې خپل شاګرد ته هغه لار ښيي چې په خپله پرې د تلو جراٴت نه شي کولی.

د ماشوم په سترګو کې ما مالګينې اوبه وليدې، خو اوښکه نشوه چې ښکته راپرېوتې وای. هغه اوبه هم په هغه سترګو کې ورکې شوې، نه پوهېږم چې زما نه هاخوا به يې دغه سترګې په خيرنه لمن يا لستوڼي پاکې کړې وي که نه.

د ښار په بل دوکان کې به يې د جهاد کتاب اخیستى وي؟ ځکه چې د شاګرد لپاره د استاد خبره او فېصله ''حرف اخر'' وي.

زما په ژوند کې د ډېرو جهاديانو سره د افغان جهاد په حواله ډېر ډېر واقعيات شته. زه به ورته هغه وخت کې منکر هم ښکاره شوى يم، خو اوس دغه ماشومان غټ ځوانان دي، سړي دي، انګرېزي هم ليکي، وايي هم او د معاش ذريعه يې هم ده.

په خپلو شننو کې اوس هغه جهادي ماشومان چې نن غټ سړي دي، زما د منکرې پښتو نه انګرېزي جوړوي او جهاد ته فساد وايي!

وخت او حالاتو په موږ څه لوبې وکړې او دا لوبې دوام هم لري. دا به نورې هم ګرانېږى ځکه چې دنيا هم هوښياره شوه خو د مالدارې دنيا ځپلي خلک هم تېندکونو هوښيار کړي دي.

د پېښور دغه نوي جهادي ماشوم زه د ۱۹۹۱ ژوند ته بوتلم چې کله به ما د اخبار په مېز د افغانستان د وينو کيسه ليکله.

يوه ورځ زه دغه شان د وينو يوې کيسې ليکلو ته ناست وم. يو ماشوم د سپېلنو د لوګي کولو لپاره د اور ډبي او ببوزي سره راننوت. ما د هغه په سترګو کې هم دغه شان د هغه د وطن کيسه ليدله، ما ځان سره کېناوه او تپوسونه مې ترې کول:

بچی ستا څه نوم دی!؟

د کوم ځای يې؟

پلار دې څه کوي؟

هغه ويل زه د کندوز يم، زما پلار په جهاد کې شهيد شوى دى. زما مور او دوه خويېندې يو ورور موږ په کمپ کې اوسېږو. زه سپېلني لوګى کوم.

د کندوز ماشوم هغه پېښور ته سپېلني لوګى کول، کوم پېښور چې ورته د کرايې کورونه په ګرانه بېعه ورکول، او پوليس به د مهاجر په نوم د څټ نه رانيول. ما د کندوز د ماشوم نه تپوس وکړ.

تا ته لمونځ درځي؟، هغه ويل، نه!!

ما ورته وويل، تا ته کلمه درځي!؟

هغه ويل، نه!

ما په بله ورځ دغه واقعه د خپل کالم عنوان کړ، ''ما ته کلٰمه نه راځي''

ما وليکل، چې د کوم ماشوم جهادي پلار د ټول افغان ملت لپاره اسلام ګاټه، د هغه ماشوم يتيم زوى ته کلمه نه ورځي.

اى د مذهب لويو لويو استادانو!

اى د پېښور د لويو مذهبي مدرسو امامانو!

د افغانانو شهيدانو يتيمانانو ته کلمه ور زده کړئ.

زما امامانو استادانو چې ما ته په دغه ليک کومه سزا راکړه نو!

یہ میں ہی جانتا ہوں جو مجھ پہ گزر گئی

دنیا تو لطف لے گی میرے واقعیات سے

نن چې ما دومره موده پس بيا د خپل پېښور په کتابتون کې يو ماشوم زما په دغه پوښتنه خپلې مخې ته وليد، چې ''کاکا د جهاد کتاب شته؟''

نو ما دا محسوس کړهٴ چې زما په خاوره کې هغه جنګ اوس هم دوام لري.

فرق دا دى چې په ۱۹۹۱ کې د کندوز يو ماشوم د خپل وطن د جهاد ګرځنده تصوير و او نن په ۲۰۱۳ کې د پښتونخوا يو ماشوم جنت ته د ټولو نه لنډه لار ګوري!

ورته مطالب