په نوي پاكستان كې پښتونخوا

Image caption "د لاهور د مسلم ليګ د جنګ په نتيجه كې يې مونږ له تحريك انصاف په تحفه كې راكړو."

پاكستان لكه د زړو جامو بيا بيا نوى كېږي. هر څوك زوړ پاكستان ته د نوي كولو غږ كوي.

په وړومبي ځل د جناح صېب زوړ پاكستان پخواني وزيراعظم بوټو نوى كړى ؤ. دا هغه وخت و چې بنګله ديش جوړ شوى و. د جناح صېب پاكستان مات شو او بوټو نوى پاكستان جوړ كړو. په دغه زمانه كې باچا خان په خپل غږ كې بوټو ته ويلي وو چې زه تا سره په نوي پاكستان كې خدمت ته تيار يم. اوس يو ځل بيا عمران خان د ټولټاكنو غږ وركړى و چې "نوى پاكستان".

د عمران خان په غږ كې پاكستان نوى نه شو خو پښتونخوا نوى شوه او د عمران خان د نوي پاكستان په تاييد كې د ولي باغ نه د بيګم نسيم ولي خان غږ راغلو چې زه په نوي پاكستان كې له تا سره يمه.

د باچا خان او بيګم نسيم ولي خان غږ يو شان دى خو په دورونو كې ډېر زيات توپیر دى.

باچا خان چې په كوم وخت كې بوټو ته ويلي وو نو ولي باغ په خپل سياسي جوبن كې و او افغانستان نه ولي باغ پورې يوه لاره اسلام اباد ليدله.

اوس په روان وخت كې ولي باغ د دوو قبرونو اديره ده. يو قبر د ولي خان دى او دويم قبر د سنګين ولي خان دى.

خپل ګوند د ټولو پښتنو مور بي بي ته د اسفنديار ولي خان لپاره ميرنۍ مور ويلي دي.

د باچا خان او بيګم نسيم ولي خان په پښتني احساس كې د نوي پاكستان لپاره ځاى شته خو په زوړ او نوي كې د پښتنو لپاره هغه څه نشته كوم چې پښتانه غواړي.

پنځه كاله وړاندې چې په زوړ صوبه سرحد كې اې اين پي كومه ګټه ترلاسه كړې وه هغې د صوبه سرحد نه خېبر پښتونخوا جوړه كړه نور هيڅ نه.

مونږ فقط د خپل نوم بدلولو لپاره څومره اجر وركړو، څومره تاوان مو وكړو. نوم مو بدل شو خو ځان مو ورسره بدل نه كړو.

تردې حده چې په خپله نوې پښتونخوا كې د اې اين پي مشرتابه خلكو ته نیژدې نه شول يا يې پرې نه ښودل او ټول پښتانه د يو بل نه لرې پاتې كړل. نتيجه دا شوه چې په نویو ټولټاكنو كې نوي پاكستان د پښتونخوا د وينې وينې مخ په زنه خال شو.

اوس به د نوي پاكستان دعوه ګير زمونږ په مخ خپل خال ويني خو زمونږ وينې به نه ويني خو خپل خال ته به ګوري. هر چا ځان ته كتلي دي، مونږ ته نه.

د پاكستان په ټولټاكنو كې چې كومې نتيجې راغلي نو د پښتنو قام پرستو غوږونه يې سره، سره كړل ځكه چې د ټول ملك قامونو خپل خپل قوميت له رايه وركړه خو چې خبره پښتونخوا ته راغله نو د پښتونخوا رايې بله خوا لاړه او اې اين پي د ټولو نه وړومبۍ دغه نتيجه او خپل شكست ومنلو.

په داسې وخت کې هر چاته ځان په ائينه كې ښكاري. د نوي پاكستان په ائينه كې اې اين پي ځان د هر چا نه وړومبى وليدو او په پښتنو باندې بيا هغه دور راغلو چې د ٢٠٠٢ په ټولټاكنو كې پښتنو باندې د مذهبي ګوندونو اتحاديې ايم ايم اى داسې حكومت كړى و لكه چې هغوي مونږ مسلمانان كوي.

په دغه مسلمانۍ كې طالبان راپيدا شوي وو او اوس په نوي پاكستان كې مونږ يو ځل بيا د ٢٠٠٢ په شان بې ږيرې بې پټكي متحده مجلس عمل د تحريك انصاف په شكل كې زمونږ په برخه ورسيدو.

د تحريك ږيره بريت نشته خو په ګيډه كې يې غټه غټه ږيره ده، پټكى يې په زړونو او ذهنونو كې دى.

دا ځل مونږ بنسټپالي په يو نوي شكل كې وينو.

د پښتنو لپاره په پنجاب او اسلام آباد كې سياسي پاليسۍ هم جوړيږي، سياسي ایتلافونه او سياسي تعلقات هم بره جوړيږي.

هغوي پښتونخوا ته په هر دور كې اوس هم د افغانستان په نظر ګوري. هر څومره كه اې اين پي په مختلفو وختونو كې په خپل حكومتي ژبه د اسلام آباد ژبه ويلي ده چې د افغانستان پرضد يې خبرې كړي دي دا ځكه چې دا د پښتونخوا ژبه نه وه.

خوله د پښتنو او ژبه په كې د اسلام آباد وه. اسلام آباد پښتنو له ژبه نه وركوي، كه خوله او ژبه يې دواړه خپل شول نو نن به يې پایله دا نه وه.

مونږ چې په خپله پښتونخوا كې تحريك انصاف ته وګورو نو بيخي د ټولټاكنو په اخري ورځو كې دا هوا راوالوتله ځكه چې د تحريك انصاف لپاره په هيڅ يوه صوبه كې ځاى نه و.

وجه دا وه چې نورو صوبو كې خپل قومونه خپله رایه نه پردې کوي خو پښتونخوا داسې خټه ده چې د هر چا نډه په کې لګيدى شي.

د لاهور د مسلم ليګ د جنګ په نتيجه كې يې مونږ له تحريك انصاف په تحفه كې راكړو.

دا دومره وړه او اسانه يا هسې هواګيره خبره نه ده بلكې د دې شاته دې پښتانه افغانستان وويني.

په پښتونخوا كې يې دا ځل بيا يو داسې تماشه جوړه كړه چې په دغه تماشه كې به د وحدت پاكستان اداكاران ووينو. هم به پنجاب وي، هم به د منصورې (جماعت اسلامي) مذهبي جذبه وي هم به د پښتنو د نمايندګۍ لپاره د اشنغر پښتانه قومي وطن ګوند وي.

ورته مطالب