نوی بدلون

Image caption ۲۹ کلنه موسکا نجیب یوازېنۍ افغانه نجلۍ عکاسه ده، چې د دنیا له ۶۰۰ زرو غوره سیالانو په منځ کې ولاړه ده.

نن سبا د افغانانو د یووالي او بېلتون خبرې روانې دي. څوک وایي د افغانانو وحدت یوازې د بهرنیو دښمنانو لپاره دی، او څوک وایي چې د ګوشتې نښته یوه بله تباهي ده؛ ځکه نو د دې لمانځل د جنګ لمانځل دی.

له بلې خوا افغان ځوانان هغه سرتېري ته چې په ګوشته کې شهید شو، ملي اتل وایي. رسنۍ او بیا په تېره د خواله هغه لکه فېسبوک یې له عکسونو څخه ډک دي.

بې له شکه دا سرتېری یو شهید دی، چې د وطن په لاره کې یې ځان له لاسه ورکړ، خو اصله موضوع دا ده چې موږ افغانان یوازې جګړه لمانځو؟ ایا موږ یوازې د دښمنانو لپاره یووالی لرو؟ ایا د ګوشتې جګړه د افغانانو د اتفاق یوازېنی سبب دی؟

د دې پوښتنو ځواب ډېری برخې لري. له بلې خوا څو ورځې مخکې په یوه نړیواله سیالۍ کې د موسکا نجیب خبر یو ځل بیا افغانان را ویښ کړل.

۲۹ کلنه موسکا نجیب یوازېنۍ افغانه نجلۍ عکاسه ده، چې د دنیا له ۶۰۰ زرو غوره سیالانو په منځ کې ولاړه ده.

اغلې نجیب چې د خبریالۍ زده کړې یې کړي دي، د دې لړۍ په لومړي پړاو کې بريالۍ شوې ده، او هیله منده ده چې يه دوو پاتې پړاونو کې هم بریالۍ شي.

اغلې موسکا د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله کوچنۍ لور ده. ځکه نو د موسکا دغې سیالۍ هر ډول نظرونه راپورته کړي دي. خو په زړه پوری خبره دا ده چې ډېر افغان ځوانان، له هر ځایه د دې افغانۍ پېغلې بري ته خوشبینه دي، او د هغې لپاره په انټرنېت او فېسبوک کې کمپاین کوي.

آیا دا یو ښه بدلون دی؟ هغه افغانان چې ۳۰ کاله یې د کمونست او مجاهد په نوم یو بل وژلي دي، اوس په دې پوه شوي دي چې نوره جګړه او نفرت د حل لاره نه ده.

د بریالیتوب لاره دا ده چې افغانان باید نړۍ ته فېلسوفان، ډاکتران، لوبغاړي، او داسې نور غوره کسان وړاندې کړي، نه یوازې جکړه ماران.

تر ټولو مهمه دا ده چې افغانانو په خپل منځ کې اوس هغه پخوانۍ ګیلې پرې ایښې دي، او غواړي په اتفاق دا ویجاړ وطن جوړ کړي؛ که دا پخواني کمونستان دي، او که مجاهدین.

البته چې دا بدلون یوازې په انټرنېټ کې د ځوانانو له خوا روان دی. ښه به دا وي چې داسې کارونه، نه یوازې په انټرنېټ او یا په ښارونو کې وي بلکې کلیو او کلیوالو خلکو ته هم خپاره شي.

د آغلې موسکا لاره هم همدا ده، هغه وایي: ''که زه بريالۍ شم دا به زما په ژوند کې يوه ستره موقع وي او په دې توګه به زه وتوانېږم له دې لارې، یانې د انځورونو له لارې خپل ځان او خپل هېواد نړيوالو ته وروپېژنم او هغه پيسې چې له دې لارې زما لاس ته راځي، په افغانستان کې به يې په داسې پروژو ولګوم چې ګټه يې ډېرو افغانانو ته ورسېږي."

ایا موږ داسې یو چانس ته په هیله یو، چې ټول سره را یو شو، او د سولې او پرمختګ لاره خپله کړو؟ هو، دا ټولې پېښې، د ګوشتې جګړه او د اغلې موسکا هڅو یوه بله موقع افغانانو ته ورکړه چې نور دا قومي، مذهبي او سیاسي توپیرونه پرېږدي او ملي یووالی خپل کړي.

په دې هیله چې نور افغانان ښه مړی او بد ژوندی و نه لري.

ورته مطالب