کیمیاوي، بیولوژیکي، او ‌هستوي وسلې

Image caption ټکنالوژي او تخنیک د ځواکمنۍ بنسټیز اصل بلل کېږي، چې تر ټولو مهمه یې د وسلو جوړونې ټکنالوژي ده.

یویشتمه پېړۍ ده،‌ نور هغه زمانه تېره ده چې امپراتورۍ به په کې د مټو په زور ټینګېدلې، ‌اوس ټکنالوژي او تخنیک د ځواکمنۍ بنسټیز اصل بلل کېږي. د ټکنالوژۍ په دغو بڼو کې تر ټولو مهمه یې د وسلو جوړونې ټکنالوژي ده.

وسلې د کاري بنسټ له مخې په دری ډوله دي. ‌لومړی هغه ډول چې د کیمیاوي تعاملاتو او کیمیا پورې اړونده خواصو پر بنسټ کارکوي، دوهم هغه ډول وسلې چې بیولوژیکي خواصو او په بیولوژي پورې اړونده تعاملاتو په مټ کار کوي او درېیم هغه ډول چې د فزیکي یا په ځانګړې توګه د هستوي فزیک یا هستوي تعاملاتو پر مټ کار کوي.

دې دریو ډولونو ته په ترتیب سره کیمیاوي، ‌بیولوژيکي او هستوي وسلې وايي (دغه تعریف د کیمیاوي وسلو تعریف نه دی بلکې د وسلو د کار بنسټ له مخې ورته نومونه ټاکل شوي دي).‌ دغه ټولې وسلې د هغوی د تخریب او ورانۍ کچې له مخې بیا هم په درې ډوله خفیفه، ثقیله او د ټولوژنې وسلو په ګروپونو وېشل کېږي.

ټولوژونکې هغه ډول وسلو ته ویل کېږي چې په کارونې يې لږ ترلږه تر سلو ډېرو انسانانو ته مرګ ژوبله واړوي، ودانۍ ویجاړې کړي،‌ طبیعي شتمنۍ زیانمنې کړي او همدارنګه د ځمکې د اټومسفیر زیانمنېدو لامل شي. د ټولوژنو وسلې هم بیا په خپل وار په دریو برخو کیمیاوي، بیولوژيکي او هستوي وسلو تقسیمېږي.‌

کیمیاوي وسلې

Image caption سوريه کې د کيمياوي وسلو کارونې داوې شوې دي.

کیمیاوي وسلې د ټولوژنو وسلو له ډلې ګڼل کېږي. ‌په دې ډول وسلو کې د کیمیاوي موادو له زهرجنو او وژونکو خواصو کار اخیستل کېږي.‌ په کیمیاوي وسلو کې د وسلو چادونې ځواک د وسلو بنسټیز اصل نه بلکې د هغو د زهرجنتوب وسلیز توان د وسلو بنسټیز اصل بلل کېږي.‌ په زرګونو کیمیاوي مواد کولای شي د کیمیاوي وسلو په بڼه وکارول شي.

کیمیاوي ګازونه د انسان وژنې، د ژوندیو موجوداتو د عادی حالت د بدلون، د کښتونو د ویجاوړۍ یا وچولو،‌ د څارویو د لوږې او نورو ناروغیو لامل کېدای شي. په نړیوالو قوانینو کې هره هغه کیمیاوي ماده چې زهري خاصیت ولري کیمیاوي وسله ګڼل کېږئ. دا وسلې په لومړي ځل د آلمانانو له خوا کارول شوې دي.

ټیټه بیه، په بېلابېلو ډولونو د لېږد وړتیا، رواني او فزیکي اغېزې د کیمیاوي وسلو له ګټورو خاصيتونو شمېرل کېږي.‌ د ځینو کیمیاوي اجنټونو په تولید کې د پېچلې ټکنالوژۍ لزوم، د زیان ناسمې کچې ټاکل او‌ د زیان د ساحې ناسم کنټرول د کیمیاوي وسلو له ناسمو خواصو شمېرل کېږي.

بیولوژیکې وسلې

بیولوژیکې وسلې د ټولوژنې وسلو له ډلې شمېرل کېږي. په بیولوژیکي وسلو کې له ژوندیو ژونکو او ویروسونو کار اخیستل کېږي. بیولوژیکي وسلې کولای شي نېغ په نېغه اغېزه ولري، کولای شي د اوږد مهال لپاره خپلې اغېزې په داسې ډول پرېږدي چې په لنډ مهال ورته د چا پام نه شي.

انټرکس د بیولوژیکي وسلو یوه سترګه او پېژندل شوې بېلګه ګڼل کېږي. تبه، ستړیا او وینه تویېدنه بیولوژیکي او کیمیاوي وسلو سره د مخامختيا ګډې نښې ګڼل کېږي.

د انتقال آسانې او بېلابېلې لارې، ‌په لنډ مهال کې د نه پېژندلو ځانګړتیا، ټیټه بیه، لږ حجم، په سخته باندې دفع کوول، ودانیو او مړو موجوداتو ته زیان نه رسول دبیولوژيکي وسلو له ګټو، همدارنګه زهرجنتوب، په سخته توپير، د خپراوي سخت کنټرول او د پېژندګلوۍ سختې لارې چارې د بیولوژیکي وسلو له ناسمو خواصو ګڼل کېږي.

هستوي وسلې

هستوي وسلې هم د ټولوژنې وسلو له ډلې شمېرل کېږي. هستوي وسلې د دوو هستوي تعاملونو (هستوي انشقاق او هستوی اتحاد) پر بنسټ کار کوي. ‌هغه چې د هستوي انشقاق پر بنسټ‌ کار کوي د اټومي وسلو او هغه چې د هستوي اتحاد پر بنسټ‌ کار کوي د هایډروجني وسلو یا بمونو په نامه یادېږي.

د دغو وسلو د ویجاړۍ ځواک ډېر دی،‌ اوږدمهاله او لڼدمهاله زیانونه لري چې له چټکې چاودنې پیل تر اور لګېدا او وړانګو اوږدمهاله خپرونې پورې رسېږي.‌ ‌د هستوي وسلو ډېر خطرناک ډول یې هستوي بمونه دي چې د سون توکي یې معمولا یورانیم او یاهم پلوټونیم وي په داسې حال کې چې د هایډورجني بمونو د سون توکي یوازې هایډروجن وي.‌

یو کوچنی (زر کیلو ګرامه) یا یو داسې هستوي بم چې یو ټن وزن ولري د یوه ښار ویجاړولو لپاره بس دی.‌‌ د یوټن یورانیمو انرژي د یوملیون ټنو باروتو له انرژۍ سره مساوي ده. نورې وړې هستوي وسلې هم شته چې د ټيټې یورانیم کاروي.‌ د هستوي وسلو کارونه په بشپړه توګه بنده ده.

ټیټه بیه،‌ ډېره انرژي،‌ د تعامل چټکتیا او لږه کتله د هستوي وسلو له ګټو او د ویجاړۍ لویه کچه، له کنټرول وتلي زیانونه، اوږدمهاله اغېزې او د ساتنې پېچلی میخانیکیت (لارې چارې) د هستوي وسلو له ناسمو خواصو ګڼل کېږي.

که چېرې دغه وسلې په هر چاپېریال کې وکارول شي نو هلته کیمیاوي، بیولوژيکي او هستوي بیړني حالات را منځ ته کوي.

د دغو حالاتو لپاره په ټوله نړۍ کې هېوادونه ځانکړې ادارې یا هم د بېلابېلو ادارو په چوکاټ کې ځانګړي واحدونه لري، د دغو ادارو یا واحدونو دنده دا وي چې امنیتي ځواکونه، د اور وژنې کارکونکي او په هېواد کې نور هر هغه څوک چې غواړي په داوطلب ډول له دغو ادارو سره کار وکړي وروزي او همدارنګه په خپله هم د بیړنیو حالاتو په حال کې د خلکو مرستې ته ور ودانګي.‌

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې په کیمیاوي، بیولوژيکي او هستوي وسلو سمبال ګاونډیو په منځ کې پروت دی او له ګاونډیو سره د شخړې په حال کې هره شېبه د داسې بیړنیو حالاتو له خطر سره مخامخ دی.

خو مونږ ورته څومر چمتو یو؟

د افغان دولت په چوکاټ کې هم د بیړنیو حالاتو په نامه یوه اداره شته چې تر ډېره د سرې میاشتې دنده تر سره کوي، یا په خلکو کمپلې وېشي او یا هم غوړي او چای.

دا منم چې دغه توکي هم د ژوند لپاره اړین دي خو په دې اداره کې باید د کیمیاوي، بیولوژيکي او هستوي بیړنیو حالاتو لپاره هم د چمتوالي پر سر ژور فکر وشي، اړونده ادارو سره په پوهاوي داسې یو ټیم را منځ ته شي چې لږ تر لږه سرحدي امنیتي ځواکونه خو له دغه ډول احتمالي خطرونو خبر کړي.‌

که چېرې دغه اداره په دې اړه جدي او چټک ګامونه پورته نه کړي نو خدای مه کړه د داسې وسلو کارونې کومه احتمالي پېښه به هم هېواد او هېوادوال له دایمي ناورین سره مخ کړي.‌

ورته مطالب