پښتونخوا کالم: نوي پاكستان كې زوړ صوبه سرحد

Image caption "خلك نوي شول، زاړه د پنځو كالو لپاره تماشې (نندارې) ته كښيناستل."

خلك نوي شول، زاړه د پنځو كالو لپاره تماشې (نندارې) ته كښيناستل. اوس زاړه د نوو خلكو په تماشه كې لوډشيډنګ ته ګوري او په بريتو كې مسكي مسكي كېږي.

مطلب يې دا وي چې موږ به اوس ګورو، بجلي (برېښنا) به له كومه راوړي، ګرانۍ ته ګوري او د نوي پاكستان كرپشن (فساد) وهلې تشه خزانه ورته ښكاري او ځان سره غلي غلي وايي چې تاسو به څه كوئ؟

د اغوا كارو (انسان تښتوونکو)، ټارګټ كلنګ (په نښه کولو وژنې) پېښې چې په ورځپاڼو كې ګوري نو شكر به هم وباسي او توبې به هم.

له هر څه پرته چې د طالبانو نوې نوې کيسې او شرطونه اوري نو خپلې ناكامه معاهدې (تړونونه) به ورته يادېږي.

دا خو د پاكستان حكومتونو دستور پاتې شوی چې څوك ځي نو هغه مظلوم شي او نوى د ظالم خطاب واخلي.

دلته هر دور بل دور داسې بښلی لكه يو سړى چې د ژوند په وروستيو شېبو كې زوی ته په نصيحت كې فرياد كړى و چې زويه! ما خو ډېر ظلمونه كړي دا خلک به زما له مرګه پس ما څنګه په بده يادوي، ما خو دغو خلكو سره هډو ښه نه دي كړي، له مړو مې كفنونه هم ايستي دي.

زوی ورته ووايي غم مه كوه زه به ورسره ستا نه وروسته داسې كار كوم چې تا به وبخښي.

دغه سړى چې مړ شو نو زوی به يې د مړو نه كفن هم ويستو او بيا به يې د مړي بي عزتي هم وكړه.

خلكو به ويل چې دده پلار ډېر ښه و، په تش كفن به يې ګوزاره كوله، دا زوى خو يې ډېر ظالم دى، كفن هم وباسي او مړى هم رسوا كوي.

په نوي پاكستان كې هر زوړ په همدې توګه بښل شوى، ان تر دې چې د پوځي كودتا ډېكټېټران هم په نوي جمهوريت كې خلکو بښلي دي.

اوس چې نوى پاكستان جوړ شو نو خلک خوشحاله دي، چې څو اوونۍ پس به نوى پاكستان ساه واخلي او هر څه به نوي شي.

د راروانو مركزي او صوبايي حكومتونو نوو چارواكو د ځان لپاره نوې نوې جامې جوړې كړې او په نوي رنګ داسې راروان دي لكه څوك چې د اختر يا د جمعې لمانځه ته نوې جامې واغوندي او ځان په زړو كې نوى كړي.

زموږ په نوو زړو څه كار نه شته، كه هر څوك نوي شي، د پښتنو برخه په كې زړه ده او هغه داسې چې نن سبا د دولتي او ذاتي (شخصي) رسنيو خبرو اترو (پروګرامونو) كې د پنجاب خلک پښتونخوا ته صوبه سرحد وايي.

د تحريک انصاف د نوو ټاكل شوو خلكو خو پښتونخوا باندې لكه چې خوله خوږېږي.

هغوی پښتونخوا ته صوبه سرحد وايي! پښتانه په عجيبه حالت كې دي! د پنجاب تحريک انصاف ته يې رايه وركړې خو چاته چې د پښتنو اكثريت رايې وركړې هغوی ته د پښتنو صحيح تاريخي نوم هم نه ورځي.

چاله چې د يو قام تاريخي او د جغرافيايي حدودو نوم نه ورځي نو د هغوی ستونزې به ورته څنګه معلومېږي او حل به ورله څنګه راوباسي.

څوک چې افغانستان سره پوله پر پوله په نوي پاكستان كې د پښتنو دود، دستور، كلتور، حجره او جومات په ژبه او مخاطبه نه پوهېږي، هغوی به ګاونډي افغانستان ته په كومو عينكو كې ګوري؟

چاله چې د پښتونخوا ټكی په ژبه نه اوړي، هغوی به د وزيرستان د ډرون ژړا ته ژړا وايي كه سندره؟

څوك چې د يو قام نه اكثريت رايې اخلي او د هغوي په فرياد نه پوهېږي، د فرياد په ژبه يې سر نه خلاصېږي، كه هغوی د پښتتنې وزيرستانۍ مور او نيا دعوه وكړي نو څه؟

كومه ناوې چې په خپله ښايسته نه وي

څوک به يې څه كاندي ښايست د مور او نيا

دا وخت د پښتونخوا پر ځاى زوړ صوبه سرحد بيا تازه شوى دى. پر ميډيا (رسنيو) د تحريک انصاف ويناوال پښتونخوا ته بيا بيا صوبه سرحد وايي.

Image caption "اوس چې نوى پاكستان جوړ شو نو خلک خوشحاله دي، چې څو اوونۍ پس به نوى پاكستان ساه واخلي."

كه صوبه سرحد څوک په هېره يا غير ارادي توګه ووايي خو د پښتنو د قامي تاريخي شناخت (پېژندنې) خلاف دومره قوتونو خپل خراب نيتونونه ښودلي چې پښتانه د هغوی غلطۍ ته هم غلتي وايي، غلطي معاف كېدى شي خو غلتي نه، ځكه چې د غلطۍ په بښنه كې د جرم اعتراف وي او په غلتۍ كې د جرم اراده شامله وي.

د صوبه سرحد په غلتۍ كې د جرم اراده په نظر راځي، ځكه چې په دغه اراده كې د پښتون افغان د شناخت منكرينو زموږ نه ووټ هم اخستى او زموږ صحيح نوم هم نه ورځي. بدبختانه دلته ژبه، ادبيات، كلتور، تهذيب او تمدن د سياست سره تړل شوی، حالانكې دا د قام له شناخت (پېژندنې) سره تړون لري.

پښتانه په نوي پاكستان كې د خپلو منكرينو پام راګرځوي چې موږ ته په سياسي اختلاف كې غلط نوم مه اخلئ.

زموږ قامي شناخت (پېژندنه) پښتونخوا زموږ اصلي نوم دى. پاكستان نوى شو، په نوي پاكستان كې چې هر څه نوي شول حتيٰ چې جمهوريت هم تر دومره حده نوى شو چې ګډه او زمري په يو تالاب اوبه څښي نو بيا په نوي پاكستان كې زوړ صوبه سرحد ولې او څوك راژوندى كوي؟

ورته مطالب