د امنیت په ټینګولو کې خلک څه کولای شي؟

Image caption د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې ویل چې د کابل په اتمه امنیتي حوزه کې یو ځانمرګي بریدګر ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي وروسته له هغه وچول چې د پولیسو له خوا د خلکو په مرسته وپیژندل شو.

په افغانستان کې د امنيت په ټينگولو کې خلک څه همکاري کولاى شي؟

د رپورټونو له مخې په دې وروستيو کې خلکو د مشکوکو او ورانکارو اعمالو په اړه چارواکي په وخت خبر کړي چې له امله یې د ناوړه پيښو مخه نیول شوې ده.

ښه بيلگه يې په کابل کې د پوليسو لخوا د ځانمرگي بريدگر پيژندل او نيول وه چې خلکو یې په پیژندلو کې مرسته کړې وه.

د نړې په ډېرو هېوادونو کې امنيتي ځواکونه له ولسه غواړي چې د دغه ډول بريدونو په مخنيوي او د امينت په ټينگولو کې فعاله وڼده واخلي.

دا اوونۍ ستاسو نظر پروګرام کې پر همدې موضوع خبرې کوو.

د افغانستان په بیلا بیلو سيمو کې امنيتي ستونزو ته په پام سره خلک د امنيت په ټينگولو کې څه رول لوبولاى شي؟

د امنيتي ځواکونو او د خلکو د همکارۍ په اړه ستاسو نظر او تجربې څه دي؟

که غواړي په پروگرام کې برخه واخلى او خپلې تجربې راسره شريکې کړئ نو د سې شنبې ماښامنۍ خپرونې ته په دې شمېرې مخامخ زنگ راووهى

۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د لنډ ټېلېفوني پيغام يا اېس اېم اېس لپاره دا شمېره وکاروئ: ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

د برېښناليک پته مو دا ده :Pashto@bbc.co.uk

ددې ترڅنگ د بې بې سي د پښتو پاڼې په فيس بوک کې هم خپل نظرونه پرېښودلاى شئ.