د ژوند د سامان نېستي، د مرګ د سامان جشن

Image caption پاکستان ښايي په نړۍ کې يوازينی ملک وي چي په ډېره پراخه کچه د خپلو وسله والو مهماتو او پروژو په هکله تبليغات کوي.

د مې په ۲۸ مه خړ پړ پښتانه راوتلي وو، د برېښنا د نشتوالي، د دوه ويشتو ساعتونو د لوډشېډنګ خلاف يې د کوټې او ژوب لويه لار بنده کړې وه، ګرځبنديز يې اعلان کړی و، د سياستوالو غوندې خاص "هنري" ژبه يې نه ويله، په ډېره ساده او ولسي لهجه يې ويل: "تباه يې کړو."

دې ډېرې وړې جملې د دوی د ټول ژوند د وضعيت، نوعيت او ماهيت ترجماني کوله.

په دې جمله کې دننه پروت درد پخپل ځان کې ډېر شدت درلود، مقدمه يې لرله.

"تباه يې کړو" يو خاص چا ته مخاطبه معلومېده، رياست يې ياداوه. رياست ته په دنيا کې ځينې حلقې د "مور" په نظر ګوري، د مور غوندې سلوک، مهرباني او رحم لري.

خو د دې خړو پړو پښتنو په ساده ردِعمل کې د رياست دا کردار نه و، بلکې د تباهۍ مسوول ګڼل کېده.

پر ۲۸م مې چې يوه خوا خلک د تورو تيارو، د اوبو د نشتوالي او د خپلو وچو کښتونو او باغونو په اندېښنو کې په ذهني توګه مضطرب او نا آرام ښکارېدل، نو بلې خوا د ملک واکدارو ډلو د "تکبير ورځ" لمانځله.

د پاکستان د اټومي بم کليزه وه. پنځلس کاله وړاندې په دې ورځ پاکستان اټومي چاودنې کړې وې. واکدارو ډلو د خدای شکر ادا کاوه چې په دې ورځ دوی د اټومي زيرمو خاوندان شول او په نړۍ کې اووم اټومي قوت شول.

د پاکستان د اټومي پروګرام اعلان پخواني صدراعظم ذوالفقار علي بوټو د خپلې واکمنۍ پر مهال کړی و او ۱۵کاله وړاندې د نوازشريف په دور کې عملي شوی و. بوټو صاحب ويلي و، "موږ به واښه خورو خو اټوم بم به جوړوو."

همداسې وشول، خلک وږي شول، خوار شول، د ملکي بوديجې تر اويا فيصده زياته برخه دفاع ته لاړه، د جنګي سازوسامان د تيارۍ او د سرحدونو د خونديتوب په جواز پوځ ته پر ټول معيشت قبضه روا شوه.

خلک خوار او برباد کړل شول، خو د ژوند د خونديتوب ضمانت ورنه کړل شو، امن هم دا ډول ورک شو څه ډول چي برېښنا ورکه ده.

پاکستان ښايي په نړۍ کې يوازينی هېواد وي، چي د خپلو اټومي زېرمو دفاع کوي، په نوره نړۍ کې دا د هېوادونو د دفاع لپاره وي. خو بيا هم دا په تحفظ کې لومړيتوب نه لري.

د نړۍ هېوادونه د خپلو خلکو د ژوند د بقاء په چارو کې نورو شيانو ته ترجيح ورکوي، په بمونو او مزایيلونو کې د خپل روښانه او خوندي مستقبل ضمانت نه ويني.

د خلکو د ژوند خونديتوب په متوازن خوراک، معياري تعليم، صفا ماحول او ښه صحت کې دی. د خپل دولت او صلاحيت استعمال د تحفظ ضمانت ورکوي.

پاکستان وايي چي خپلې اټومي چاودنې يې له هند سره په سيالي کې کړي. دا د مرګ په کار کې سيالي ده. د هند چي څه ډول مثالي ډيموکراسې، غوړېدونکی اقتصاد او معياري تعليم دی، په دې ډګرونو کې پاکستان کله هم له هند سره د سيالۍ ضرورت نه دی محسوس کړی.

په دفاعي چارو کې سيالي جنګي اقتصاد ته وده ورکوي، په پاکستان کې د پوځ لپاره هم دا هند دښمني د دفاعي بوديجې جواز جوړوي او څېړنې ښيي چي په هم دې لار، پاکستانی پوځ دا وخت د يو لوی اقتصادي سلطنت مالک ګرځېدلی دی.

پاکستان ښايي په نړۍ کې يوازينی ملک وي چي په ډېره پراخه کچه د خپلو وسله والو مهماتو او پروژو په هکله پراخ ولسي تبليغات کوي او د عامو خلکو په نظر کې د دې جنګي سازوسامان تقدس پیدا کوي.

خلک ډوډۍ نه لري، بې کتابه او بې مکتبه دي، د علاج وړ ناروغيو له وجهې مري، د ژوند بنيادي اړتياوې يې پوره نه دي خو رياست پرله پسې د نويو مزایيلونو د ازموينو زيري ورکوي، رياست د ژوند د سازوسامان د مهيا کولو هېڅ مسووليت نه مني، بلکې د مرګ د سازوسامان په تجربو يې خوښ ساتل غواړي.

دلته چي خلکو د خپل ژوند د بقاء لپاره کوم مقامي (Indigenous) ميکانيزم درلود، په رياستي تجربه کې هغه ميکانيزم له کاره ولوېد، اوس د سسټم يوه تشه تر سترګو کېږي، د ژوند د بقاء لوازمات تخريب کړل شوي دي، په ټولنيزه کچه يو ډول مايوسي تر سترګو کېږي، ولس د خپل جايز او فطري مزاحمت عنصر هم له لاسه ورکړی دی، د رياست سياست ورسره دا کار وکړ چي د خپل مزاحمت په نتيجه يې خلک بې باوره کړل، د مزاحمت په نتايجو يې ووېرول، آرام يې کړل.

په يوه داسې ټولنه کې ژوند يقيناً يو ګران ازمېښت ګرځي چي د بنيادي حقوقو موضوع مطرح پاته نه شي او خلک د خپل بنيادي حق سوال د يوه احسان او پېرزوينې په توګه واخلي.

د پښتنو وطن په معدنياتو، نعمتونو او وسايلو شتمن وطن دی، خو د دې شتمن وطن وګړي د ژوند په ټولو چارو کې نېستمن دي. وطن د دروېش دراني د دې شعر په مصداق:

وطن زموږ مخ ته وچ دېګ دی پر اور باندې پروت دی

د دوی لپاره ترې اووه رنګه خواړه راخېژي