د ریښه یي حجرو تکنالوژي، که "د خدای کارونو کې ګوتې وهل"

Image caption د چین په ګډون ځینې نور هېوادونه بیا د دې تکنالوژي اخلاقي اړخ ته ډېر پام نه دی اړولی، او د ریښه یي حجرو څېړنه کې خلاص لاس ساتلی دی.

که له یوې خوا د ریښه یې حجرو تکنالوژي ورځ تر بلې د انساني ژوند د ځینو ګواښوونکو ناروغیو درملنې ته د درملګرو او ناروغانو هیلې غوړوي، له بلې خوا ډېر وګړي د طب په ډګر کې دا آوښتوني پرمختیا له اخلاقي پلوه نادوده، او "د خدای کارونو کې ګوتې وهل" بولي.

د ریښه یې حجرو د تکنالوژي Stem Cell Technology د پلویانو او نورو تر منځ د ترخو توپیرونو سره سره ځینو زړه ورو هېوادونو په دې خوځنده تکنالوژي کې لویې پانګونې کړي دي، او وار د مخه یې د ګڼو ننګونکو ناروغیو په درملنه کې لومړني ګامونه اخیستي دي.

دا اوس له شکه وتلې ده چې په راتلونکو لسیزو کې به د ریښه یي حجرو تکنالوژي د طب په ډګر کې د ډېرو وژونکو او شلوونکو ناروغیو په درملنه او رغاونه کې د آوښتون د کچې بدلونونه راوستلي وي. د شکرې، خوارمغزۍ یا Dementia، ړوندوالي، ګوزڼ، د بندونو رژونکي ناروغۍ، او د زړه د ناروغیو په ګډون به د لسګونو رنځونو ګواښ پڅ شوی وي.

د همدې پتېینې پر بنسټ مو پر ځای وبلله چې لوستونکو سره د دې مخ په ودې او هیله ناکې تکنالوژي په اړه، او ورته د ورپېښو ننګونو په تړاو لومړني مالومات شریک کړو.

انساج

یاده شوې تکنالوژي ریښه یي حجرې د بېلابېلو ناروغیو له امله د زیانمنو شوو انساجو په رغولو کې کاروي.

ریښه یې حجرې د ژوو تر ټولو واړه جوړښتي واحدونه دي چې د انساجو او د بدن د غړو په جوړولو ودې، او ترمیم کې بنسټیزه ونډه لري. ریښه یي حجرې خامې حجرې دي، او د دې جوګه دي چې د ځانګړو شرایطو او مالیکولي لارښونو په مټ د اړتیا وړ حجرو باندې بدلې شي.

د بېلګې په توګه که چېرته د کوم ټپ یا ناروغۍ له کبله انسان خپل انساج، لکه پوستکی، وینه، ویښته یا بل کوم ډول انساج، له لاسه ورکړي، ریښه یي حجرې سمدستي تکثر کوي، او د حجرو په همغه ډول اوړي چې د ناروغۍ یا ټپ له امله له منځه تللي دی. ریښه یې حجرې په همدې توګه د بدن غړو ته رسېدلي زیانونه رغوي.

ساینسپوهان د ریښه یې حجرو همدا ځانګړتیا په لابراتوار کې پاروي، او د ناروغیو او ټپونو له امله د زیانمنو شوو غړو په درملنه کې ترې کار اخلی.

د ساري په توګه انساني نطفې نه بېلې شوې ریښه یي حجرې په دې وروستیو کې له یو لړ لابراتواري عملیو نه وروسته د سترګو د لید په انساجو آړول شوي دي، او د بې لیده انسانانو په درملنه کې کارول شوي دي.

ساینسپوهان په خپلو څېړنو کې دوه ډوله ریښه یي حجرې کاروي.

لومړی ډول کاهلې ریښه یي حجرې یا Adult Stem Cells دي چې د انسانانو په بېلابېلو غړو کې موندل کېږي، او د اړتیا په موده کې د زیانمنو شوو غړو بیا رغولو کې ونډه اخلي. په ریښه یې تکنالوژي کې د کاهلو ریښه یي حجرو اغېزمنتیا یو څه محدوده په دې ده چې کاهلې حجرې په لابراتوار کې ښه وده نه کوي. د دې سربېره، کاهلې ریښه یي حجرې یوازې په یو څو محدودو ډولونو د اوښتو جوګه دي، او له همدې امله یې په درملنه کې اغېزمنتیا لا ټیټه ده.

ساینسپوهان د دې ستونزو د هوارولو لپاره په څېړنو بوخت دي.

انساني نطفې

دویم ډول Embryonic Stem cells هغه ریښه یې حجرې دي چې ساینسپوهان یې د انساني نطفې او جنین نه رابېلوي، او د یو لړ لابراتواري عملیو نه وروسته یې په درملنه کې کاروي. د ریښه یي حجرو دا ډول په لابراتوار کې په چټکۍ سره، او په پراخه پیمانه وده کوي، او څنګه چې په هر ډول انساجو د بدلېدو جوګه دي، د ناروغیو درملنه کې په پرتلیزه توګه ډېر اغېزمن جوتېږي.

ریښه یي حجرو تکنالوژي په پراخه او ګټوره پیمانه په څېړنه او درملنه کې د کارېدو ځای لري.

د ریښه یي حجرو د تکثر په اړه د انساني پوهې ډېرېدا د هغو ناروغیو پېژندنې، درملنې او مخنیوي کې مرسته کوي چې د حجراتو د نیمګړي تکثر له امله پېښېږي. چنګاښي یا سرطاني ناروغۍ، او ځینې مورزېږدي ناروغۍ په دې ډله کې راځي.

د ریښه یي حجرو تکنالوژي د هغو لسګونو ناروغیو درملنه کې هم اغېزمنه ده چې د انساجو د نیمګړتیا او رژېدنې له امله پېښېږي. د دې تکنالوژي په مټ په زیانمنو شوو غړو کې ریښه یې حجرې کرل کېږي او په دې توګه روغې حجرې د نیمګړو هغو ځای نیسي.

د ریښه یي حجرو تکنالوژي د نوو پېژندل شوو درملو په ازمونې کې هم کارنده ونډه لوبولی شي. کله چې نوي درمل پېژندل کېږي، مخکې تر دې چې بازار ته ورکړل شي، په کار دی چې خوندیتوب یې وآزمول شي. دا ډېره ګرانه ده چې نوې او ناپېژندل شوي درمل په انسانانو وآزمول شي. د ریښه یې حجرو د تکنالوژی په مټ دا شوونې ده چې نوي درمل له ریښه یې حجرو نه په سازو شوو انساجو وکارول شي، او خوندیتوب یې کره شي.

د دې سربېره په لسګونو نور داسې ځایونه شته چې د دې تکنالوژي په کارونې سره د انساني روغتیا ودې او پالنه کې بې ساري توپیرونه راتللی شي.

که څه هم د ریښه یې حجرو تکنالوژي له ګڼو تخنیکي او ساینسي ننګونو نه تشه نه ده، خو د دې تکنالوژي په وړاندې لویه ستونزه د هغې اخلاقي اړخ دی.

انساني اخلاق

Image caption د ساینسپوهانو د بیا بیا ډاډ ورکولو سره سره د ریښه یي حجرو د تکنالوژي د منتقدینو اندېښنې نه دي راکمې شوي.

د نړۍ په لر او بر کې کې ګڼ وګړي، او وګړني خوځښتونه دې سره سخت وران دي چې انساني نطفه او انساج دې په لابراتواري ازمونو کې وکارول شي. دوي اندېښنه لري چې په دې څېړنو کې تېروتنې د دې لامل کېدای شي چې انساني نطفه په لابراتوار کې په ژوند بدل شي، او داسې یوه پېښه به انساني اخلاقو ته د ناورین په مانا وي.

ځینې عیسوي مذهبي ډلې خو ریښه یي تکنالوژي ان د خدای کارونو کې لاسوهنه بولي.

د ساینسپوهانو د بیا بیا ډاډ ورکولو سره سره د ریښه یي حجرو د تکنالوژي د منتقدینو اندېښنې نه دي راکمې شوي، او د متحده ایالاتو په ګډون ګڼ حکومتونه یې دې ته اړ کړي دي چې د ریښه یې حجرو په تکنالوژي باندې ځینې محدودیتونه وضع کړي.

د چین په ګډون ځینې نور هېوادونه بیا د دې تکنالوژي اخلاقي اړخ ته ډېر پام نه دی اړولی، او د ریښه یي حجرو څېړنه کې خلاص لاس ساتلی دی.

منځ لاري بیا په دې اند دي چې دا تکنالوژي دې د انساني رنځونو درملنې نه سپمول کېږي، خو داسې ګامونه دې واخیستل شي چې د انساني نطفې، ژوند او احساساتو درناوی دې هم خوندي شوی وی

ورته مطالب