د ښځو پر وړاندې د نه تاوتریخوالي قانون څنګه جوړ شو؟

Image caption ما له ځینو کسانو دا هم اورېدلي چې ګواکې د دې قانون جوړښت ټولنیز او اسلامي بڼه نه لري. دا هم په تاکید ویلی شم چې داسې نه ده.

زموږ په افغانستان کې آوازې او ګنګوسې د نور د تېزوالي یا سرعت په شان خپرېږی خو ډېری لکه زما مرحوم نیکه چې به ویل: "کله کله موږ افغانان داسې پر دوو پښو جنګ ته را ولاړ شو چې که څوک را ته ووایي خانه خولۍ دې د سر نه چا یوړه نو موږ د دې پر ځای چې سر ته لاس کړو او وګورو چې خولۍ شته کنه بل کس پسې منډې وهو."

دا نن سبا د ښځو سره د نه تاوتریخوالي د قانون په اړه غبرګونونه هم لکه همدا مثال شوی او هغه کسان چې ښایي د قانون او اسلامي اصولو مسوولیتونو او فرایضو باندی خبر هم نه وي، ځان ته اجازه ورکوي چې سترګې پټې او خوله خلاصه کړي او د دې قانون په اړه بیانات ورکړي.

د دې قانون مخالفین او ملاتړي مختلف کسان دي او ښایي د رسنیو له لاری ټولو ته دا جوته شوې وي، هغه کسان چې له دې قانون سره مخالفت کوي، کوم خاص او څرګند دریځ نه لري خو د ډېر علمي محدودیت سره سم کوښښ کوي چې خپلو ادعاوو ته داسې مثالونه ورکړي چه عامه ذهنونو کې یو ځل بیا ښځې او د هغوی ټولنیز او سیاسي موقف ته ضربه وارده کړي.

د دې بې بنسټه ادعاګانو څخه یو هم دا دی چې دا قانون ګواکې د بهرنیانو لخوا جوړ شوی دی.

لومړی خو دا باید ووایم هغه کسان چې دا ادعاوې راپورته کوي، ټول تر پزې د بهرنیانو د مرستو لاندې غرق دي او دوی اکثرآ هغه فراریان دي چې د همدې بهرنیانو د راتلو له کبله پر خلکو حاکم شوي او ښایي د ټوپک په قدرت یې ځان ته رایې هم ګتلې وي.

دویم زه د داسې یوې فعالې په توګه چې له لومړۍ ورځې مې د دې قانون د بنسټ او اصل په جوړښت کې، په یوه مرحله کې خپله وڼده اخیستې ده او په بلې مرحلې کې مې د دې قانون د جورښت بشپړې پروسې په اړوند علمي پلټنه کړې ده، باید ووایم چې نه یوازې دا قانون زموږ د ضروریاتو او واقعیتونو پر اساس جوړ شوی بلکې د دې قانون د جوړښت ټوله پروسه د افغان حکومتي او غېر حکومتي کارپوهانو - علماوو او د مدني ټولنو فعالینو له طرفه رهبري شوې ده.

ما له ځینو کسانو دا هم اورېدلي چې ګواکې د دې قانون جوړښت ټولنیز او اسلامي بڼه نه لري.

دا هم په تاکید ویلی شم چې داسې نه ده. د دې قانون ضرورت هغه محال جوت شو چې موږ د مدني ټولنو ښځینه فعالینو په کراتو د مختلفو حکومتي او غېر حکومتي چارواکو لخوا دې ته اړ شو چې داسې ښځې چې په خطر کې دي ملاتړ او ساتنه يې وکړو.

دا ښځې او نجونې ټول ضرورتا یوازې د کورني تاوتریخوالي قربانیانې نه وي.

د مثال په توګه یوه کونډه مور د مزار څخه خپل زوی لټولو لپاره کابل ته راغلې وه او په دې لوی ښار کې يې هېڅ څوک هم نه پېژندل نو د بدو خلکو لاس ته ولوېده او په داسې حال کې موږ ته را وستل شوه چې آن خپل د بېرته تللو لار یې هم نه پېژندله.

دا مجرمه نه وه چې زندان ته وړل شوې وای - دماغي حالت یې خراب نه و چې په دارالمجانین کې بستره شوې وای او نه هم داسې معمول ده چې یوې نا پېژندل شوې ښځینه ته څوک په خپل کور کې پناه ورکړي.

نو له ډېرې مشورې او پلټنې وروسته موږ دې ته اړ شو چې د امن کورونه جوړ کړو چې د دغې مېرمنې په شان ښځو او ماشومانو ته په کې پناه ورکړل شي.‌

نور زیات شمېر ښځې او نجونې هغه دي چې د نورو ملکونو څخه ایستل شوي او تر هغو چې يې کورنۍ پیدا او بېرته ور سپارل کېږي - هغوی په دې امن کورونو کې ژوند کوي.

د امن کورونه په منظمه ډول د بشر د حقونو فعالینو او د مسوول ښځینه چارواکو لخوا څارل کېږی او تقریبا ټول امن کورونه د ښځینه موسساتو لخوا جوړ شوې دي.

د دې امن کورونو ساتنه داسې یوه کورنۍ کوي چې خپل ماشومان او ژوند ملګري یې هم هلته ورسره اوسېږی.

دا له دې امله چې دغه مظلوم کسان دغه کور لکه خپل کورنۍ وګڼي او اعتماد پرې وکړي.

د ښځو د حقونو مدافعینو په عین حال کې د هغو ښځو چې په محاکمو کې یې دوسیې درلودلې، تعقیبول او په نتیجه کې په اکثر مجالسو کې چه قاضیان، څارنوالان، حقوق پوهان او دا فعالین سره کېناستل چې د دې ښځو او نجونو دوسیې وڅېړي، هغوی د قانوني مشکلاتو سره مخامخ کېدل.

دا ځکه چې تر یوې اندازې پورې شرایطو د پخوا په پرتله توپیر کړی او داسې حالات دی چې موږ نویو قوانینو او لارښوونو ته اړ باسي.

د افعانستان د مدني قانون چې کورنۍ چارې هم په کې شامل دي په ۱۳۵۵ کې تصویب شوی او له هغه مهال را پدېخوا په کې تغییرات او تعدیلات نه دي راغلي.

موږ د ښځو او نجونو پر وړاندې د بېلا بېلو تاوتریخوالیو د قضایي دوسیو د تعقیب په وخت کې د دې او د افغانستان نورو نافذو قوانینو د خلاوو سره مخامخ شوي یو.

له همدې وجهې مو یو کاري ګروپ د بېلا بېلو کارپوهانو په ونډې سره یوځای کار وکړ او د دې قانون لومړنۍ مسوده مو یو ځای سره جوړ کړه.

خو له بده مرغه زموږ سیاستوال تر او څه هم خپل شخصي او ګروپي ګټې تر هر څه وړاندې ګڼي او له همدې وجهې دغه قانون مخکې له توشیح کېدو هم په پارلمان کې د ځینو حساسیتونو سره مخامخ شو او دغو وروستیو ورځو کې هم په هماغه شان له دې قانون څخه یوه سیاسي لوبه جوړه شوه.

زه د دې لیکنې له لارې ټول ولس او د دوی په اصطلاح استازو ته دا ویلای شم چې دا قانون د مظلومینو د حقونو نه دفاع کوي. د دې قانون له وجهې موږ کولای شو د هغه وحشتناک تاوتریخوالي مخنیوی وکړو چې حتی د جهالت توره دوره کې هم چا نه عملي کاوه.

دا قانون ستاسې خویندې، میندې او اولادونه د بدو خلکو چې په انسان تښتونې - قاچاقو او لسو نورو مفسداتو اخته دي ژغوري او آن که دوی د حکومتي چارواکو لخوا واسطه هم وکړي بیا هم د غېر حکومتي او مدني فعالینو په مرسته به د دوی نه ساتنه او حفاظت وشي.

په یاد ولرئ چې په دې قانون کې د ښځو پر وړنداې د تاوتریخوالي کونکو ته مجازات ټاکل شوي او ښایي هغه کسان چې د دې قانون مخالفت کوي له دې امله هم وي چې خپل ځانونه وساتي.

له یاده مه باسئ چې دا قانون د یو شخص او ډلې له خوا نه دی جوړ شوی بلکې د ټولنې د یوې مبرم ضرورت په اساس جوړ شوی دی او پر موږ ټولو دا فرض ده چې د خپلو هغو خویندو او میندو د کرامت او حیثیت ساتنې لپاره د دې قانون په رڼا کې له هغوی دفاع وکړو.

ورته مطالب