پښتونخوا کالم: "طالبان زموږ بچي دي"

Image caption د مولانا سميع الحق په طالبانو د بچو دعوه کې څومره زور دى چې خلک د طالبانو د سيوري نه وېرېږي.

ځيني بچي داسې ورانکاري وي چې بيا پرې خپل پلرونه هم غلي پاتې کېږي او دا نه وايي چې دا زما بچي دي خو ځيني پلرونه دومره زبردست وي چې په هېڅ حال د چا نه انکار نه کوي.

لکه اوس اوس يو ځل بيا مولانا سميع الحق په جار ويلي چې "هو! طالبان زموږ بچي دي. موږ پرې وياړو چې طالبان زموږ د حقانيې نه فارغ التحصيل دي."

دا هغه اعتراف دى چې د سنا په يوه مجلس کې هم مولانا سميع الحق د سناتور په حيث پخوا ويلي و چې طالبان زموږ شاګردان دي. شاګردان او بچي دواړه يو شان وي.

د حقانيې شاګردان خو ځکه د بچو په شان وي چې هلته يې ډوډۍ خوړلې. د دارالعلوم لنګر يې مور او ټوله مدرسه يې د پلار په حيث وي. بچي د دې نه خبر نه وي چې زموږ پلار دا ډوډۍ څنګه را پيدا کوي او مور يې څنګه تياروي؟

که دا بچي د داسې ډوډۍ او دغه تنور نه خبر شول نو د ډوډۍ خوند به يې په خوله کې بدل شي. دا بچي به دا وايي چې دا خو موږ خپلې غوښې خورو.

موږ ټول د سړي خورو په توګه د يو بل غوښې خورو. طالب خوار خو هسې بدنام شو ګنې طالبانو ته چا غوښې نه ورکولې، کوڅه په کوڅه چې به د جومات واړه چڼي ګرځېدل، هغوی به په کوڅه کې غږ کاوه چې وظيفه راوړئ، خداى مو وبخښه.

د کورونو نه به دال ساګ پيتي، د جومات د طالبانو و او په دالو ساګو پيتۍ به خلکو د خپلې برخې جنت ګاټه.

غوښې چا په طالبانو نه خوړلې خو د جهاد برکات دومره قوي وو چې د سعودي عرب نه به د حاجيانو د قربانۍ غوښې په الوتکو کې راتللې او دغه شان جهاديانو د غوښو خوراک عادت واخیست.

د جهاد نه د فساد پورې د غوښو د خوراک بد بد عادتونه نور بدل شول. اوس هر څوک غوښې خوري.

په مدرسو کې د دال ساګ پيتۍ خوراک بدل شو، اوس غوښې خوراک شو. بدنام طالبان دي او د غوښو کاروبار نور څوک کوي.

په دغه کاروبار کې د طالبانو نه د هغه مزدورانو کار اخیستل کېږي چې محنت د يو او سرمايه د بل.

د سرمايه دارۍ په دغه جنګ کې طالبان د جوماتونو، مدرسو، د غټو کتابونو نه راپاڅول شول او د هغوی نه يې ټوپکمار جوړ کړل.

د کتاب نه تر ټوپکه پورې دا سفر په ځان کې څومره ترخه حقيقتونه لري خو څوک ځان لپاره ترخه د خوږولو کوشش کوي او د خپلو لويو بنګلو د پاسه ليکي: هذا من فضل ربي!

په لويو لويو مدرسو باندې ليکي: رب زدني علما!

خو د خداى فضل په ځان کې قهر لري او د علم د زده کړې دعا په ځان کې ښېرې لري.

د جومات منبر، مهراب، مناره، راهيل او کتاب د غوښو د خوراک د زوره داسې بچي راپيدا کړل چې هغوی اوس په کتاب کم او ګولۍ زيات باور او يقين لري.

معصومو فرښو بغاوت وکړ، د فرښتو استادانو په دغه بغاوت کې خپله بقا وموندله.

فرښتې مور پلار نه لري، هغوی خو د عبادت لپاره پيدا وي خو د ځمکې فرښتو ته خپلو استادانو خپل بچي وويل.

د حقانيې دارالعلوم استاد مولانا سميع الحق په واز کومي وويل چې طالبان زموږ بچي دي.

د طالبانو د خولې اقرار رسنيو رپورټونو کې نشته چې هغوی چاته پلار ووايي_ داسې ويلى هم نشي ځکه چې پلار خو يو وي، هر پلار هر چاته بچى ويلى شي خو هر بچى هر چاته پلار څنګه ووايي؟

البته روحاني پلار ضرور ويلى شي، استادان روحاني پلرونه وي.

د مولانا سميع الحق په طالبانو د بچو دعوه کې څومره زور دى چې خلک د طالبانو د سيوري نه وېرېږي.

په ملا عمر باندې د افغانستان ځمکه تنګه کړه ځکه چې هغه اسامه ته مېلمه ويلی وو او طالبان يې بچي وو خو مولانا استاد په جار وايي چې طالبان زموږ بچي دي.

د دې دعوې شاته يو اعلاميه ده او هغه دا ده چې د کومو ورانکارو بچو پلار معلوم شي نو خلک شکايت ته پلار ته ځي.

د مولانا مطلب دا دى چې تاسو د طالبانو شکايت ته ما ته راشئ خو بيا هم يو پوښتنه راپورته کېږي چې اوس خو طالبان په خپله غټ غټ استادان دي.

د هغوی نور زيات شاګردان دي، دغه شاګردان د مولانا سميع الحق د مدرسې د منارو د سيوري لاندې هم نه دي تېر شوي.

په دغه حساب خو دغه نوي طالبان د مولانا صاحب لمسي دي چې خپل نيکه يې ليدلى هم نه دى.

که بچي يې ومني نو دا ضروري نه ده چې لمسي به يې هم خبره ومني.

اوس خو خبره سپينه شوه، ټوله نړۍ د امن سفيران، پوځي جنرالان، حکومتي چارواکي، پټې فرښتې ټول دې د بچو شکايت د هغوی پلار ته وکړي.

ټول ځپلي پښتانه دې د سپينو جنډو او د لاشونو سره مولانا سميع الحق ته لاړ شي. هغه هم د اکوړه خټک پښتون ملا دى، ځان ته د طالبانو پلار وايي. ټول پښتانه دې ورته ووايي:

استاد محترم! اى د طالبانو پلاره! خپلو بچو ته ووايه چې موږ ته څه نه وايي. د غرونو د غارونو نه دې راوځي، زموږ جوماتونه شاړ شول، حجرې مو بندې دي.

اى استاد محترم! خپلو بچو ته ووايه چې د جنګ نه واپس راشي، په مصله دې ودرېږي، زموږ امام دې شي. ته ورته بچي وايه، موږ به ورته خپل امام، استاد جي ووايو!!

ورته مطالب