خلک ولې خپلې دعوې پر طالبانو حلوي؟

Image caption ایا داسې څوک مو لیدلي او يا مو خپله د دولتي محاکمو پرځای طالبانو، محلي شوراګانو او او جرګو ته خپلې دعوې د حل لپاره وړاندې کړې؟

د افغانستان په ځینو سیمو کې خلک د حقوقي ستونزو د حل لپاره د دولتي محاکمو پر ځای سیمه ییزو جرګو، شورا ګانو او ان طالبانو ته مخه کوي.

ځینې تازه رپوټونه وايي، د ننګرهار، خوست او وردګو په ځینو ولسوالیو کې خلک خپلې شخړې پر طالبانو غوڅوي.

هغه کسان، چې خپلې دعوې د قضايي او عدلي څانگو پرځای طالبانو ته ور وړي، علت یې په قضايي ادارو کې اداري فساد او د ډېر وخت نیول ګڼي.

ایا داسې څوک مو لیدلي او يا مو خپله د دولتي محاکمو پرځای طالبانو، محلي شوراګانو او او جرګو ته خپلې دعوې د حل لپاره وړاندې کړې؟

علت یې څه و؟

د جرګو او شوراګانو پرېکړې څه پایلې درلودای شي؟

ستاسې له نظره ولې خلک خپلې حقوقي او نورې دعوې د دولتي محاکمو پر ځای طالبانو او نورو شوراګانو ته وړاندې کوي؟

پر همدغې موضوع د دوشنبې د ماښامنۍ خپرونې په ستاسې نظر پروگرام کې بحث کوو.

که په دې اړه نظر یا پوښتنه لرﺉ، نو پردغې شمېرې زنګ راته ووهئ.

۰۲۰۲۲۰۳۰۰

دارنګه کولای شئ، د بي بي سي په پښتو فېسبوک پاڼه هم خپل نظر یا پوښتنه راته پرېږدﺉ، چې موږ یې د خپرونې پرمهال هم خپاره کړو.