ستاسې نظر: عامه ځايونو کې د سگريټو پرڅکولو د بنديز لارې چارې

Image caption د روغيتا د نړيوال سازمان د رپوټ له مخې شاوخوا شپږ ميليونه خلک هرکال نړۍ کې سگريټو د څکولو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي

د روغتيا نړيوال سازمان درې ورځې وړاندې پرتمباکو د بنديز په نړيواله ورځ له هېوادونو غوښتنه وکړه چې پر سگريټو د ځوانانو د روږدېدود مخنيوي او د سگريټو د پرېښودو په موخه د تمباکو پر اعلانونو بنديز ولگوي.

په همدې ورځ روسېې يو نوى قانون تصويب کړ چې په عامه ځايونو، بسونو او رستورانټونو کې د سگريټو پرڅکولو او د تمباکو پر اعلانونو بنديز لگوي.

د روغيتا د نړيوال سازمان د رپوټ له مخې شاوخوا شپږ ميليونه خلک هرکال نړۍ کې سگريټو د څکولو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي او دغه شميره لاپسي لوړېږي.

له دې سره سره چې نړۍ کې د هغو هېوادونو شمير مخ په ډېرېدو دى چې په عامه ځايونو کې يې د سگريټو پر څکولو بنديز دى، خو افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې راځي چې هر چېرې او هر مهال د سگريټو لگول په کې آزاد دي.

په همدې پلمه غواړو چې د دې اوونۍ ستاسې نظر په پروگرام کې پر دې اړه ستاسو د سترگو ليدلى حال او شخصي تجربې واورو چې دغه ستونزه په کور او کلي کې مو څومره جدي ده، آيا خلک د سگريټو او چلمو د څکولو پر منفي عواقبو پوهېږي او څنگه کېداى شي چې خلک په کور، بس، دفتر او نورو عامه ځايونو کې د سگريټو له څکولو څخه منع شي.

پروگرام کې د گډون په موخه د سه شنبې په ماښامنۍ خپرونه کې په دې شميره راته زنگ ووهئ

٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩

خپل لنډ پيغامونه د ايس ايم ايس په دې شمېرې راواستوئ

٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨

تاسو دارنگه کولى شي چې د بي بي سي په پښتو فېسبوک هم په دې اړه خپل پيغامونه راپرېږدئ.

ورته مطالب