چاپېريال مو په تناره بدلېږي

Image caption د چاپېريال خونديتوب د سياستوالو لومړيتوبونو کې نه راځي.

د جون ۵ مه د ماحول (چاپېريال) د نړېوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي.

پر دې ورځ ولس او دولت ته د ماحول ساتنې فرض وريادېږي.

موږ د يوه قام په توګه دا فرض څومره پېژنو او څومره يې پوره کوو؟ نن بايد پر دې خبره وشي.

يوه ورځ راته د ماحولياتي ساينس يو پښتون استاد خبره کوله چي د پښتنو له يو شمېر سياستوالو سره يې ليدنه کړې او ترې پوښتلي يې چي ستاسو سياست د پښتنو ماحول ساتنې په هکله څه تګلاره لري نو هغوی په ځواب کې ورته ويلي چي دا د هغوی کار نه دی، يا يې ويلي چي هېڅ تګلاره نه لري او يا يې په راتلونکي کې په دې هکله د سوچ کولو ژمنه کړې.

لنډه دا چي ماحول ساتنه د دوی د سياسي دلچسپۍ موضوع نه وه.

په پاکستان کې چې دا وخت په مرکز او ايالتونو کې کوم ګوندونه په واک کې دي، د هغوی په لومړيتوبو کې د دې خورا مهمې موضوع هېڅ یاد نه شته.

د ماحول خونديتوب موضوع د هغوی په سياسي لومړيتوبونو کې نه راځي.

هغوی هغه مسايل په خپلو سياسي لومړيتوبو کې ساتي چي د يو او بل د پګړيو غورځولو ګنجايش په کې وي لکه ډرون، لکه اداري فساد!

ماحولياتي فساد او ماحولياتي ډرون د دوی د سياسي پوهې احاطه کې هېڅ ارزښت نه لري.

د حيرانتيا خبره دا ده چي د قام د بقاء کُل يعني ماحول د پښتنو په نېشنلزم (قومپالنه) کې کله هم د پام وړ موضوع نه ده پاته شوې.

زموږ ماحول نه يوازې ورځ تر بلې ګنده او ککړېږي بلکې فطري ښکلا، رنګيني او رنګارنګي هم بايلي.

ماحول په خپل نوعيت کې ډېره شديده سياسي او قامي مسئله ده.

د بېلګې په ډول د يوې انډسټرۍ (فابريکې) د مالک لپاره دا مهمه خبره نه ده چي د هغه د کاروبار پر ماحول څه اغېزې پرېوځي بلکې د هغه لپاره مهمه دا ده چي کاروبار يې څومره ګټه يقيني کوي.

همداسې د ځنګله له منځه تلو کيسه ده.

د وونو او لرګيو انرژي ته اړتيا لرونکو او د کر کروندې و آبادۍ لپاره ځمکې پراخوونکو ته د ماحول خونديتوب دومره مهم نه وي.

ځکه چي سياست زياتره پر ګټو ولاړ وي، په دې کې د اخلاقياتو او انساني ښېګڼې معاملات پرېکنده رول نه لوبوي.

د سياست په روزګار کې اکثر داسې کېږي چي يو څوک خپلې ګټې د بل په تاوان کې لټوي.

دا د مقامي آبادۍ مسووليت جوړېږي چي د خپل ماحول دفاع وکړي ځکه چي د ژوند داسې يو اړخ او فعاليت نه شته چي له ماحول بهر پېدا کېدی شي.

په کلتور کې ګڼ شمېر ارزښتونه خو خپلې ماناوې له ماحول اخلي.

دا د بشر پوهنې او په ځانګړې توګه د ماحولياتي بشر پوهنې ډېره مهمه موضوع ده چي د انسان او د هغه د ماحول تر منځ تړاو د انسان د ټول ژوند ژواک او کلتور پېژندنې لپاره د معيار په توګه نيسي، د کلتور او ماحول تر منځ په تفاعل او تعامل کې د انساني ژوند يوه رسا تشريح کېدی شي.

'د چاپېريال ژوبله د ټولنې ژوبله'

Image caption د چاپېريال ککړتيا پاکو اوبو ته لاسرسی له جدي ننګونو سره مخامخ کړی دی

د طبي بشر پوهنې د ماحولياتي تګلوري مفکران د هر ډول ناروغۍ د تشخيص او درملنې نظام په ماحولياتي تناظر کې ږدي.

ددې لپاره د سياسي شعور پر خپرونې او د ټولنيزې بېدارۍ پر عمل زور راوړل کېږي.

ماحول يوازې يو داخلي او مقامي ډومېن نه دی بلکې دا له يو مسلسل بهرني تړاو سره مخامخ شی هم دی.

پر دې باندې د مهاجرانو، سيلانيانو، جنګيالانو، ترقياتي کارکنانو او اين جي او ګانو د کار او کردار ډېرې ژورې اغېزې وي. موږ دې ته څومره پاملرنه کړې؟

په افغان وطن کې چي دا هره ورځ د بارودو لوګي خېژي، بمونه او ماينونه چوي، دا يوازې موږ له جسماني پلوه نه بلکې له ماحولياتي پلوه مو هم وژني.

ماحولياتي ژوبله په اصل کې د ټولې ټولنې ژوبله وي، د ټولنيز او کلتوري ژوند بربادي وي.

د خپل وطن د دېرش کلنې غميزې او تر ټولو ناوړه جنګ په نتيجه کې د شوي ماحولياتي ويجاړۍ په هکله مي تر اوسه يوه هر اړخيزه څېړنه ونه ليده، پښتانه څېړونکي لکه چي دا تر اوسه دومره د ارزښت وړ موضوع نه ګڼي.

دلته يوازې جنګ نه بلکې قدرتي آفتونه، سېلابونه او زلزلې هم راغلي، پراخ تاوانونه يې اړولي، چې ورسره زموږ ماحول ته هم سخت زيان اوښتی دی.

د دې زيان په هکله زموږ پوهه څومره ده او څنګه يې جبران کېدی شي؟

د ماحولياتي بدلون له کبله زموږ له کروندو او کوچياني ژوند سره څه وشول؟ له دې سره تړلې کومې کلتوري رنګينۍ مو وبايللې؟ موږ د خپل قامي ژوند دې اړخ ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

د څښلو ناپاکې اوبه، نامتوازن خوراک، له کثافتونو ډکې لارې، کوڅې او ښاريې او په فضاء کې خورېدونکي زهرجن غازونه نه يوازې زموږ صحت زيانمنوي بلکې د ناروغيو په شکل کې مو ملي اقتصاد د سرمايې درملنې د نظام په خوله ورکوي.

د پښتنو کوټه د دنيا تر ټولو زياتو ککړو ښارونو کې شمېرل کېږي، دلته نه اولس او نه حکومتونو دې ستونزې ته پاملرنه کړې ده.

حقيقت دا دی چي موږ اوس د خپل ماحول په تناره کې سوځو.

د ماحولياتي بدلون اغېزو د سنجونې او مخنيونې لپاره هېڅ ټولنيزه او سياسي ايجنډه نه لرو.

په افغانستان او پاکستان کې زرګونه ماشومان د ښارونو پر واټونو په کچره کې خوراکي توکي لټوي، وږي ويدېدل او له لوږي مړه کېدل هم عادي خبره ګرځېدلې ده.

د نننۍ ورځې پيغام دا دی چي موږ بايد په جدي توګه خپل ماحول د اوسېدنې او استوګنې لپاره سازګار او موزون کړو او په تناره بدلېدلو ته يې پرېنږدو.

ورته مطالب