افغان ماشوم، هندوانې ته لیونی ماشوم

Image caption پرون چې کله له ملګرو سره ناوې ته تلو، نه پوهېږم ولي مو له ښاره هندوانې راسره واخیستې.

په ډالري لسیزه کي د ناوې ولسوالۍ د خلکو لپاره یوازې جوړ شوی سړک د پام وړ دی. که هره ورځ نه وي په اونۍ کي خو حتماً ډېر کسان یو ځل د ساعت تېرۍ لپاره ورځي.

موږ هم همدا کار کوو پوخ سړک، د سړک په غاړه کي له اوبو ډکه بغرا(غټه ویاله) دواړو غاړو ته شنه کښتونه، غنم، توتان، ونې او په دې موسم کي تر ټولو زیاته برخه د پالیزونو ده.

خورا ښکلې منظرې او طبیعي ښکلا لري. په دې موسم کي په هلمند کې هندواڼې او خټکي ښه پرېمانه وي، هر څوک کولای شي، هندوانې او خټکي ښه و خوري او پاتې شوول هغه خلک چي په ولسوالیو او وطنونو کې خپلوان او ملګري لري، د هغوی خو بیخي خولۍ په غوړو کې ده، د ملګرو سره ور شي ویې خوري او دکور لپاره ښه ډېر ورسره راوړي.

پرون هم چې کله له ملګرو سره ناوې ته تلو، نه پوهېږم ولي مو له ښاره هندوانې راسره واخیستې.

پر لاره مو همدا بحث کاوه څومره ښکلی وطن، پرېمانه اوبه، هوارې، کروندې ته جوړې او زیاتې ځمکې، بس د یوه شي په کې کمی دی، ډاډمن امن...

یوه خپل نظر ووایه: که افغانان د پردیو په خبره غوږې کېنږدي او ملي احساس ولري دا ارمان به دې هم پوره شي.

په اوبو کې مو هندوانې یخې کړې او په خوړلو مو پیل وکړ چي مخ ته مو یو ماشوم را شین شو، برګ،برګ یې راکتل، فکر مي وکړ له ځانه سره وايي دا دوې هندوانې او دومره کسان؟

ماشوم همداسي ولاړ و، زړه نا زړه مې ور ته د هندوانې ست وکړ، و یې منله د هندوانې یوه دړه مي ورکړه په داسي بد مخ یې وخوړه تا به ویل ټول عمر یې د میوې څکه نه ده کړې.

ملګري مې نیمه هندوانه ورکړه، ماشوم پرته له دې چي فکر وکړي په څه شي یې را جلا کړې، ورته کېناست، په موټانو یې هندوانه بیلوله او ژر ژر یې تر ستوني تېروله.

فکر یوړم یا خدایه پاکه!

په داسې وطن کې چي اوبه لري، ځمکې لري، خلک لري، هندوانې او خټکي یې پر هلمند سربېره نورو ولایتونو ته رسېږي، دې ماشوم ته په کې ولې هېڅ برخه نه ده رسېدلې؟

په داسې حال کې چې هره ګړۍ یې ویني او د پالیزه څښتن له ډاره ورته لاس نه ور وړي.

په دومره هستۍ کې چې دا ماشوم دومره نیستمن دی، نو د ژوند د نورو نعمتونو به څه حساب وي؟

پر ده خوار به د ژوند کړۍ څومره را تنګه وي؟ په دې نړۍ کې به ځان ورته څومره اضافه برېښي؟ دی چي را لویږي(غټیږي) د ژوند هدف به یې څه وي؟

په داسي حالت کې خو د زده کړې سوال نه پیدا کېږي، دلته چي د ماشوم څخه د ماشومتوب ټول حقونه اخیستل شوي، څنګه ویلای شو چې دی د افغانستان راتلونکی دی، ایا د استاد اولمير د سندري دا ټکي پر دې ماشوم اصلیږي چي وايي:

زه د وطن اوبه دانه خورم خدمت به یې ضرور کړم

په کې د عمر خزانه خورم خدمت به یې ضرور کړم

دا عزم دا پيمان دی ګلان په کې کرمه

وطن جنت نشان دی ګلان په کې کرمه

په ما د روح نه ګران دی ګلان په کې کرمه

دا یوه بیلګه ده، کیدای شي په ټول افغانستان کې ډا ډول لکونه ماشومان وي، چې په دې کې د ملامتۍ ګوته یوازې د هغوی مور او پلار ته نه نیوله کېږي، له ولسمشره نېولې بیا تر ما او تا پورې ټول ورته پړه یو.

سبا بیا نارې وهو، که مو ځوانان نه رانه پردي کېدای او د پردو په خوله یې وطن نه ورانولای، نو د امن ارمان به مو هم پوره شوی وای.

که ته په داسې حال کې شې وطن ته به وفادار پاتې شې؟

ورته مطالب