لر او بر؛ څنګه ژبنی واټن له منځه یوسو؟

Image caption د رسنیو د پیغام لېږدونې هدف مخاطبان دي. کله، چې د مخاطبانو یوه ستره برخه د پیغام د انتقال پر ژبه و نه پوهېږي، پیغام او د رسنۍ تولید او رسنیز محصول هدر ځي.

په وزیرستان او قبایلي سیمو کې اکثریت خلک اردو خبرونه اوري.

د بي بي سي، امریکا غږ، ازادۍ او نورو هغو راډیوګانو پر پښتو یې سر نه خلاصېږي، چې په معیاري او دود پښتو خبرونه او خپرونې وړاندې کوي.

د مشال په څېر یو شمېر راډیوګانې د خپل ستراتیژیک چاپیریال او مخاطب اړتیاوو ته په پام، په دې بریالۍ شوې، چې په قبایلي سیمو کې لږ او ډېر مخاطبان ومومي.

زموږ یو تربور، چې په ډېره اسماعیل خان کې اوسي، له نشنل عوامي ګوند سره نژدې پاتې شوی دی.

لیکوال او شاعر نه دی، خو په افغانستان کې په بېلا بېلو ولایتونو ګرځېدلی دی.

بي بي سي او د نورو نړیوالو راډیوګانو پښتو سرویسونه ډېر اوري. کال مخکې یې راته وویل: "هر ځل اورم، چې سپوږمکۍ یې وتوغوله، مړ به شم، خو د سپوږمکۍ په مانا به پوی نه شم."

د پښتونخوا یوه برخه ښار مېشتي لوستي وګړي، لیکوال او فرهنګیان، د کابل د خوشال خان او رحمان بابا لیسو ګوتمشېر فارغان او د افغان جهاد په وختونو کې په افغانستان کې پاتې شوي کسان لږ او ډېر پښتو نړیوالې راډیوګانې اوري، خو ډېره برخه یې لا هم په هغه پښتو نه پوهېږي، چې زموږ په رسنیو کې پرې خپرونې کېږي.

د پېښور د یوه اپریدي دا خبره لا اوس هم زما په غوږونو کې انګازې کوي: "زه پښتو راډیو نه اورم، زموږ کور کې ټول اردو اوري، په دې پښتو زموږ سر نه خلاصېږي."

ډېر کسان کېدای شي استدلال وکړي، چې ژبه رسمي نه وي، خلک به په نالوسته کې څه وپوهېږي، خو د پکتیکا ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ یو داسې نالوستی قومي مشر پېژنم، چې که مبالغه و نه کړم، په خپلو ورځنیو محاورو کې له پوهاند زیار صاحب سوچه پښتو وايي؛ هغه پښتو، چې ټکي پر ټکي یې له بي بي سي پښتو او نورو رسنیو زده کړې ده.

پراخ توپیر

کله ناکله په ډېره اسماعیل خان کې له خپل یوه تربور سره غږېږم.

د پښتونخوا سټوډنټز فیډرېشن دغه غړی زموږ په پښتو نه پوهېږي او زما د ده پر انګلیسي/اردو ځپلې پښتو سر نه خلاصېږي.

له شاوخوا یوې پېړۍ تېرېدو سره سره، زموږ په مسیدي یا وزیرواله لهجه کې توپیر نه دی راغلی، خو دا، چې لاندې پښتو له انګلیسي او اردو او زموږ دغه په ځینو مواردو کې له دري او عربي اغېزمنه ده، په افهام او تفهیم کې مو ورځ تر بلې ستونزې ډېریږي.

د افغانستان مسید په دې بریالي شوي، چې د دریو پښتو واولونو(وای) په تغییر او تبدیل ولاړه دغه لهجه د نیولوجیزم له بهیر سره تر یوه بریده همغاړې وساتي، خو لاندیني هغه نه یوازې دا، چې په پور ویونو کې دغه فورمول نه شي تطبیقولای، ګرد نوي ویونه د نورو ژبو له تلفظ او مانا سره یوځای ور اخلي.

د لر مسید ماچس او لایبریري (انګلیسي) او د بر مسید ګیګړ او کیتوبخونه (ګوګرد او کتابخانه- دري)، دواړه ګړدودي پور ویونه دي، خو یو هم په دې نه دی بریالی شوی، چې پښتو انډول اورلګیت او کتابتون د خپل ګړدود برخه وګرځوي.

دغسې لر او بر پښتانه؛ هغوی Study کاروي، موږ مطالعه، هغوی بجلي وايي، موږ برق، هغوی هال او کلچر وايي او موږ تالار او کولتور یا فرهنګ.

موږ اړیو، چې ډېرې اردو، دري او عربي کلمې په انګلیسي وژباړو او نوې پښتو کلمې له دې امله تشریح کړو، چې د خپل همژبي ولس یوه برخه مو پرې نه پوهېږي.

د ګړدود د مرګ پېر

په نړۍ کې په شاوخوا ۷۰۰۰ ژبو خبرې کېږي، خو له دې ډلې په هرو ۱۴ ورځو کې یوه ژبه مري.

د نشنل جیوګرافیک د څېړنو له مخې، یوه پېړۍ وروسته به د انسانانو په منځ کې د دود ژبو شمېر ۳۵۰۰ وي.

ډېری هغه ژبې، چې ګړدودونه یې له معیاري هغې ځارېږي، د ژوندي پاتې کېدو چانس یې له دې امله ډېر دی، چې ټول پر یوه ژبه را غونډېږي او د ژبې هر ویونکي ته پیغام په یوه معیار رسېږي.

د پیغامونو د لېږد ژبې یووالی، یا یو ژبي مخاطب ته پر یوه ژبه د فهم او درک وړ پیغام لېږد د دې لامل ګرځي، چې د ژبې او ژبویونکي ترمنځ د نویو مفاهیمو پر سر را ولاړ شوی واټن کم او له منځه لاړ شي.

پښتو ژبه له نورو ځکه ډېره تر ګواښ لاندې ده، چې زموږ اکثریت وګړي، له معیار ډېر پر ګړدود تمرکز کوي.

مسیدو، چې د لوګر په څېر چاپېریال کې خپل مسیدي ګړدود له یوې پېړۍ راهیسې ژوندی ساتلی، یوازینی لامل یې دا دی، چې له ګړدود اخوا د معیاري پښتو په ګډون د هرې بلې ژبې او ګړدود توری او اصطلاح د ځان لپاره ننګ ګڼي.

له دېخوا کندهار پر کندهاري ګړدود، ننګرهار پر ننګرهاري او پېښور او کوټه پر خپلو ګړدودونو د معیار په نامه ټینګار کوي، په داسې حال کې، چې د معیار په شته والي کې دا ډول ټینګار زموږ ژبه د ودې او پرمختګ له بهیره شاته غورځوي.

زه دې پایلې ته رسېدلی یم، چې بالاخره لهجې خپل ځای له لاسه ورکوي، ځکه معیاري ژبه، چې څومره پر مخ ځي، لهجې ځان نه شي ورسره سمولای.

که په پښتو کې کتابتون جوړېږي، موږ یې باید "کیتوبتین" ووایو، خو پر لهجې یا ګړدود د دا ډول نیولوجیزم یا ویي جوړونې تطبیقول ماته تش خوب ښکاري.

رسنۍ، د پله رول

یوویشتمه پېړۍ د ټکنالوژۍ او رسنیو پېر دی. راډیو، ټلوېزیون، کتاب، ورځپاڼه او د تبلیغ، ترویج او ذهنیت جوړونې ټول وسایل د کس/فرد په لاس کې دي.

یوازې یو پرمختللی ګرځند ټیلیفون موږ ته ټولې یادې اسانتیاوې په لاس راکوي.

د رسنیو د پیغام لېږدونې هدف مخاطبان دي. کله، چې د مخاطبانو یوه ستره برخه د پیغام د انتقال پر ژبه و نه پوهېږي، پیغام او د رسنۍ تولید او رسنیز محصول هدر ځي.

زه د دې فکر پلوی نه یم، چې د ټولنې ګردې طبقې د یوې ځانګړې هغې، یا د خپل فکر د محصول او پایلې پر سنجش هدف وګرځوو.

زموږ پیغام باید هرې طبقې ته د هغې د ظرفیت، زغم او اړتیا پر بنسټ وي.

کله، چې د یوه ولس نیمايي برخه د پیغام لپاره پر ټاکلې ژبه سم نه پوهېږي، د ژبې د اصالت په خوندیتوب، د پیغام ژبه باید صیقل شي.

زه په دې برخه کې د رسنیو د مخاطبانو او چاپیریال پر تحلیل ټینګار کوم، ځکه دلته د رسنۍ او رسنیزې ادارې پر هغو چاپیریالي لاملونو تمرکز کېږي، چې رسنۍ او فعالیتونه یې ترې اغېزمنېږي.

د چاپیریال له شرایطو سره د رسنیو همغږي اړینه ده، ځکه کولتوري، ټولنیز، سیاسي او اقتصادي عوامل رسنۍ دې ته اړباسي، چې له چاپیریالي غوښتنو سره په همغږۍ پرمخ لاړې شي.

د چاپیریال برعکس یون د دې لامل ګرځي، چې رسنۍ د مخاطبانو له کاختۍ سره مخ شي، یا هغه (اقتصادي، سیاسي او کولتوري) سرچینې له لاسه ورکړي، چې په همدغه چاپیریال کې یې نورې رسنۍ او رسنیز شرکتونه هم په لټه کې دي.

معمولا هره رسنۍ خپل ځانګړی مخاطب او چاپیریال ټاکي، خو دغه مخاطب او چاپیریال د رسنیو د پوښښ په پراخېدو سره پراخېږي او له هر پراختیايي ګام سره دا اړتیا پېښېږي، چې د نویو مخاطبانو او چاپیریالونو اړتیاوې او شرایط هم په پام کې ونیسي.

اوسني وضعیت ته په پام، د پښتو رسنیو د مخاطبانو او چاپیریال یوه ستره برخه همدا وګړي دي، چې د رسنیو شته پیغام ژبه نه شي درک کولای، په ځانګړې توګه هغه رسنۍ، چې د قبایلي سیمو چاپیریال د خپل ستراتیژیک چاپیریال برخه ګڼي.

په داسې وخت کې، چې په لره پښتونخوا کې لیک لوست او رسمي چارې پر دویمه ژبه کېږي، که پښتو ملي/نړیوالې رسنۍ د مخاطبانو او چاپیریال دغه تنوع او په سر کې د پیغام ژبې نرمښت په پام کې ونیسي، په دوو راتلونکو لسیزو کې دا امکان شته، چې د لر او بر د یو شمېر پاړکو ترمنځ له رسنیزې تشې رامنځ ته شوی ژبنی واټن کم او ورو ورو له منځه لاړ شي.

ورته مطالب