کورني توليدات غوره گڼئ که بهرني هغه؟

د پروگرام کوربه: حفيظ الله معروف

Image caption په پلازمېنه کابل او د افغانستان په ځينو لويو ښارونو کې د څښاک هغه توکي پرېمانه توليديږي چې په اړه يې ځينې افغانان گومان کوي چې خوند يې له بهرنيو هغو څو برابره زيات دى،

نن سبا په افغانستان کې يو شمېر فابریکې شته چې په کور د ننه هغه توکي توليدوي، چې تر دې وړاندې له بهرنيو او گاونډيو هېوادونو واردېدل.

په پلازمېنه کابل او د افغانستان په ځينو لويو ښارونو کې د څښاک هغه توکي پرېمانه توليديږي چې په اړه يې ځينې افغانان گومان کوي چې خوند يې له بهرنيو هغو څو برابره زيات دى، د دې ترڅنگ هغه بيسکويټ چې دغلته توليديږي، نن سبا يې په افغانستان ډېر خوښوونکي او اخيستونکي پر ځان ورمات کړي دي.

همدارنگه، هغه بوټونه او څپلۍ چې د افغانستان د کاريگرو په لاسونو جوړيږي، له بهرنيو بوټونو او څپليو نه کلکې او ډېرې دوامداره دي، خو دغلته توليد شوي پلاستيکي پايپونه بيا دا مهال له بهرنيو هغو سره په سيالۍ کې وتلي دي.

تاسې څه فکر کوئ، ايا په کور د ننه توليد شوي توکي غوره بولئ، که بهرني؟

ايا د دې لپاره په کور ننه توليد شوي توکي خوښوئ چې گواکې دا ستاسو د هېواد د کاريگرو په لاس جوړ شوي او که کومه بله ښېگڼه هم په کې وينئ؟

څنگه کېداى شي چې د خپلو وطني توليداتو په رانيولو سره د خپل هېواد اقتصادي ستنې پياوړې کړئ؟

که په دې اړه کوم نظر يا پوښتنه لرئ، نو د سې شنبې په ماښامنۍ خپرونه کې راته زنگ ووهئ، او مخامخ خپل نظر راسره شريک کړئ.

زموږ د تيلېفون شمېره ده: ٠٠٩٣٢٠٢٢٠٢٣٠٠

دا رنگه د بي بي سي پښتو فېسبوک له لارې هم خپل نظرونه راسره شريکولائ شئ.

وخت په ياد لرئ، د سې شنبې په ماښامنۍ خپرونه کې له اتو بجو وروسته.