پښتونخوا کالم: اقتدار صنعتکار ته مه ورکوئ!

Image caption د پاکستان ۱۸ کروړه سرونه په ځانګړي توګه د غربت د کرښې نه لاندې خلک دا په سر سترګو مني او د خرابو حالاتو سره مخامخ هم دي، خو بيا هم نه خپل کانديد لري، نه مشرتابه، نه غږ، نه عقل او شعور.

کارل مارکس پخوا ويلي و چې اقتدار صنعتکار کارخانه دار ته مه ورکوئ. د مارکس دا وينا چې موږ د پاکستان د ولسي او پوځي چارواکو په تناظر کې وګورو او په خوا پورې ګاونډي هند د جمهوريت په ايينه کې وګورو نو په دواړو هېوادونو کې حکمرانان، رهبران، ولسي او پوځي ټول د سر خلک د حد نه زيات شته من دي او خلک، رعايا، اوسېدونکي يې د غربت د کرښې نه کښته ژوند کوي.

د پاکستان پوځ او جمهوريت په يو بل باندې تورونه لګوي، د غلا غُلتۍ تورونه په يو بل پورې کوي او دريم قوت اسټيبلشمنټ دى خو په اصل کې دا درې واړه قوتونه يو بل ته محفوظې لارې ورکوي.

د پاکستان په ګاونډي هېواد هند کې جمهوريت د يو اربو نه د زياتو ولسونو د سرمايې واک اختيار لري. هر کله چې د هېوادونو اولسونه غريب بې وزله او په هره حواله د انساني ژوند د عزت احترام د کرښې نه لاندې د ذلالت خراب وخت تېروي، نو هلته يې مشرتابه په ډېرو حوالو مضبوط، فعال او د بين المللي کچ سرمايه دار دى.

د پاکستان ۱۸ کروړه سرونه په ځانګړي توګه د غربت د کرښې نه لاندې خلک دا په سر سترګو مني او د خرابو حالاتو سره مخامخ هم دي، خو بيا هم نه خپل کانديد لري، نه مشرتابه، نه غږ، نه عقل او شعور.

د خپلو خرابو حالاتو پړه په خپل عمل اچوي چې د جومات د منبر او منارو نه ورته په زوره زوره ويل کېږي چې دا هر څه ستا سو د بدو اعمالو نتيجه ده.

د سياسي سټيج نه ورته ويل کېږي چې که زما وار راغى نو زه به درله دا ټوله بدبختي ختمه کړم.

ولسونه د ړندو عقيدتونو او خوشبينو څخه د نوو تجربو په اسره زاړه قوتونه په اوږو سواره کړي او بيا د نورو پنځو کالو لپاره د انتظار د زحمته تېر شي.

دا دى اوس چې لا د نوي جمهوريت جامې هم خيرنې شوې نه دي او د زوړ کرپشن (فساد) د مړي د تختې اوبه هم لا اوچې نه دي چې د پاکستان د لوى ايوان څخه د بجټ په غږ کې سرمايه دارو، کارخانه دارو په بل شکل کې پنجاب (مشر ورور) ته زياته محفوظه لاره ورکړى شوه او کشران وروڼه (پښتونخوا، سندهـ او بلوچستان) غلي مظاهرين پاتې شول.

دا څه نوې خبره، نوې کيسه، نوې واقعه يا نوى بجټ نه دى.

هر کال داسې شوې دي، داسې کېږي. لوى ايوانونه د لويو خلکو دي، د وړو خلکو د قسمتونو فيصلې کوي.

هر کله چې داسې لوى ايوانونه او لوى خلک فيصلې کوي نو فيصله به په خپل حق کې کوي.

د هر بجټ په فيصله کې کارخانه دار، صنعتکار، جاګيردار، بيورو کريسي، ولسي او پوځي ټول لوى قوتونه د يو بل په حق کې محفوظ محتاط او د ځان لپاره ښکلي ښکلي ټکي ليکي.

په دغه حرفونو باندې لاندې غريبه طبقه نه پوهېږي. په کومو لفظونو، نکتو چې څوک پوهېږي نه، د هغې په ګناه او ثواب به يې څنګه سر خلاصوي، چې دا څه دي؟ د چا لپاره دي؟

د پاکستان د بجټ ښکلي ټکي په ځان کې د غريبو خلکو لپاره هېڅ مانا نه لري، د غريبو خلکو ژوند هم څه مانا نه لري.

زموږ د بدبختۍ غټ علت دا دى چې موږ د ځان مانا نه ده کتلې، غريبو خلکو ته فقط د خپل غربت د ژوند مانا دا ورکړى شوې ده چې دا ستاسو نصيب دى.

که د غربت مانا څوک د فراييډ په قول کې لټوي چې د غربت اصلي وجه د پيداوار غلط تقسيم دى نو موږ به د پښتونخوا په غربت کې هر چا کې د فراييډ قول ووينو ځکه چې د پښتونخوا خپل پيداوار اسلام اباد په غلطه طريقه وېشي، زموږ بجلي، سنګ مرمر، زمرد، کويله، ګيس، ځنګلونه، تمباکو او نور ډېر څه زموږ دي خو اختيار يې زموږه نه دى.

موږه په خپل پيداوار ټيکسونه ورکوو لکه چې څوک په خپل کور کې د اوسېدو کرايه ورکوي.

زه د پښتنو د يو ستر مشر محمود خان اڅکزي دا خبره بيا بيا تکراروم چې وايي په سوره رحمان کې چې خداى پاک کوم کوم نعمتونه ياد کړي دي هغه زموږ په پښتون افغان وطن کې شته.

خو!

دا نعمتونه هيچا تشريح نه کړل، مانا يې نکړل. د دې بنيادي وجه دا ده چې زموږ چارواکي د دغه ټولو نعمتونو قبضه ګر دي، قبضه ګر موږ ته د نصيب مانا راکوي، د صبرو جميل راته وايي.

غربت يې نصيب او اعمالو سره تړلى دى او صبر يې د هغه دنيا د ژوند سره خو د کارل مارکس قول ته د پاکستان د بجټ په ايينه کې وګورئ چې اقتدار صنعتکار او سرمايه دار ته مه ورکوئ.

موږ هر ځل داسې کوو او خپلې ناپوهۍ ته نصيب وايو. موږ د ځان مانا هم غلطه کوو، څوک چې ځان نشي معارفي کولى، هغوی به د غربت د کرښې نه لاندې ژوند کوي.

ورته مطالب