ډیوه: مور

Image caption د بچیانو که د ژوند هره ترخه شېبه ګوري نو ناز په مور کوي.

په نړۍ کې د مور ورځ ولمانځل شوه.

په دغه ورځ ډېرې میندې په تمه وې چې بچیان به يې ورته د ګلونو په لاس ورځي، د ټول کال د مینې اظهار به په همدغه ورځ ورته کوي او احساسوي به چې نن نو بل هېڅ خوښي په کوم نوم نشته او په انساني طبیعت کې هم مور د مینې وړ ده.

د بچیانو که د ژوند هره ترخه شېبه ګوري نو ناز په مور کوي.

افغانان خو که د مرګ کندې ته هم غورځي، د مور چیغه کوي.

که په هره ستړیا کې اولادونه وي خو که له مور سره مخ شي د غصې او فریاد نخرې پرې کوي.

که ستونزې ګوري نو د ژړا ځای مور ده، ښادي يې خپله وي خو غم د مور وي.

خو نن به افغانې مور ته د نړیوالې مینې څرګندونه څنګه وشي؟

هغه مور چې تازه يې د خپل بچي جنازه ګور ته سپارلې وي، څنګه به د چا له لاسو ګلونه واخلي؟

هغه چې په ورک بچي پسې د وره مخې ته د انتظار شېبې شمېري، څنګه به دا ومني چې نن يې د درنښت ځانګړې ورځ ده.

هغه مور چې په سره لمر د خپلو وږو ماشومانو د بېګا ډوډۍ د ښار په واټونو کې لټوي څوک به يې خبره کړي چې ستا هم د قدر کومه لمانځنه کېدای شي.

د وطن کومې مور ته ګلونه ورکوئ؟ څوک به يې ورکړي؟

د هغه شپون مور چې له غره ورته د خپل بچي الوتکو شیندلې غوښې راوړل شوي.

په جنازه ولاړه سر تړلې ابۍ چې په ښار کې په خپل مزدور او جوالي زوی بوره شوې.

د پوځي او پولیس مور

د ځانمرګي او جنګیالي مور

په خوارۍ پسې د کلونو ورک زلمي مور چې د بچي لاره يې هم ور نه ورکه ده.

هغه مور چې هره ورځ د غم پالونکې ده

نو دا هېواد خو د همدا ډول مېندو دی.

دلته خو داسې مور نشته چې لږ تر لږه دې د ګاونډي غم هم نه وي ځپلې.

دغو مېندو ته د ګلونو د ورکولو څوک شته، هغوی دې ته جوړې دي چې په ویر کې دې ښادي وکړي نه هېڅکله نه.

د داسې حالاتو جوړونکي انسانان هم میندې لري.

هغوی ولې د مور په زړه ډزې کوي؟

هغوی ولې د مور تندی په غشو ولي؟

هغوی ولې میندې بوروي، ژړوي، ازاروي او ویر ورکوي؟

بې موره خو په دې نړۍ کې څوک هم نشته نو دا میندې خو هم د همدې نړۍ وګړو په غم ککړې کړي.

له دوی به خپلې میندې دا پوښتنه نه کوي چې مور څومره دردمنه وي.

دوی به هم د مور د مینې احساس نه لري، هغه مینه چې یو څوک په کې د ژوند ټول خواږه د مور په غېږ کې ګوري.

که د شپې له تیارې هم ارام غواړي، فکر کوي چې د مور د غېږې له برکته ده.

که يې ټکنده غرمه ترور کړي نو د ګوري ونې سیوری هم د مور د پلو سیوری ګڼي.

د یخې چینې اوبه هم په تنده کې په دې ګومان څښي چې ګوندې د مور لپه ده.

نو ای هغو مېندو چې بچیان مو د نورو مېندو ازار اخلي!

ولې په همدې ورځ نه راپورته کېږئ چې خپل خونخوار بچي په دې وپوهوئ چې د خدای لپاره میندې مه ژړوئ.

هغوی ته د بورې، کونډې او ویر خوړلې لقبونه مه ورکوئ.

د هغوی د زړه ټوټې ترې مه اخلئ. ټوپک ترې واخلئ. د شر فرهنګ ترې وتروړئ. د بل کورته يې مه لېږئ او که مو نه مني چې داسې وکړي دا غږ خو وکړئ چې د هغو ژوندوژونکو میندې نه یاست چې د نورور مېندو له سره لوپټې کوزوي.

له هغوی سره پریکون وکړئ چې د بل مور په سرو سترګو ژړوي نو هله به د مور د مینې ورځ یوه شي.

د مورنوم به ټول یو ډول یادېږي او اخر به هم دا وژونکي ستاسې پښو ته راشي بخښنه به وغواړي او نړۍ به مور د سولې کور وګرځوي.

او تر هغې چې د لندن او واشنګټن میندې د کابل له مور سره ونه ژاړي او د چین او مسکو مور د سوريې او مینامار په سرتورو پړونی خور نه کړي، د مور د ورځې قدر نشي پوره کېدای.

راځئ د دغه قدر پور ته غاړه ورکړو. راځئ د مور په مینه د ژوند ترخه وسوځوو او د مور چیغه د ډزبندۍ قومانده کړو. دا لاره شونې ده.

ورته مطالب