پښتونخوا کالم: پښتونخوا يوازې ده

Image caption پښتونخوا يوازې وه!!

د تاريخ په اوږدو کې چې چېرته هم د پاکستان په جغرافيه کې پښتونخوا ته وګورو نو پښتونخوا په هر دور، هره زمانه او هره رهنمايۍ کې يوازې پاتې شوې ده دا ځکه چې!!!

''پښتونخوا مقبوضه'' ده، قبضه ګر پرې لکه د پېريانو په شان ناست دي.

په دم درود، تعويز او دعا باندې کله د شېطان رټلو نه ارمان غواړي، کله د پېريانو په بچو د پښو کېښودو د وېرې نه په يو ځاى ولاړه ده.

کله د پټو فرښتو په نزول کې د خداى رحمت ته هم حېران شي چې پټې فرښتې او غټ غټ سپي يو ځاى څنګ په څنګ ګرځي!!

پښتونخوا يوازې وه!!

هو پښتونخوا هغه وخت هم يوازې وه چې د هند د تاريخ په کانګرسي لاس کې یې د خپل نصيب کرښه لټوله.

د هند درواغجن نيم بربنډ فالي بابا په اخره کې وویل!!

ستاسو په لاس کې دغه کرښه نشته!!

پښتونخوا يوازې وه!!

هو پښتونخوا هغه وخت هم يوازې وه چې په افغاني لاس کې د پښتونستان فال کتل کېده!!

زموږ لاس د افغان فالي بابا په لاس کې پاتې شو، پرې پرې لاسونه په دعاګانو اسمان ته اوچت شول.

اپنے ہاتھ اُٹھائیں ہم بھی

ہم جنہیں رسم دعا یاد نہیں

ہم جنہیں سوز محبت کے سوا

کوئی بت کوئی خدا یاد نہیں

پښتونخوا يوازې وه.

د بُت پرستۍ او خداى پرستۍ په اوږدو ګامونو کې موږ نه د دين شو نه د سادين!!!

پښتونخوا يوازې وه!!!

هو هغه وخت هم پښتونخوا يوازې وه چې خپله ګرمي یې د مسکو په واورو سړوله!

او پښتونخوا اوس هم يوازې ده چې اهلِ کتابو ته یې لاس په مېز کېښود او ورته یې وویل!

زموږ په لاس کې د امن کرښه وګوره!

پښتونخوا هغه وخت هم يوازې وه چې اسلام اباد ورته بېلتون خوښي غداران ویېل او د پښتونخوا هغه وخت هم څوک مل نه و چې د يوه غله لپاره یې بل غله ته محفوظه لار ورکوله او په ډهاکه کې یې شېخ مجيب الرحمان ته زنه نيوله چې پاکستان مه ماتوه!!

پښتونخوا هغه وخت هم په عجيبه حالت کې وه چې نيم سر یې د ثور د انقلابي وه او نيم سر د جهادي!!

لنډه دا چې د پښتونخوا په سينه پوځي بوټ پروت و نو هم يوازې وه، چې په درنو بوټانو کې پښې ورکړې، لفټ رائټ لفټ یې وکړو، په تېر سپين سر یې پرېډ زده کړ نو هم پښتونخوا په دغه پرېډ کې يوازې پاتې شوه.

څومره د حېرانتيا خبره ده چې پښتونخوا او پوځ دواړو په يو ژبه يو غږ وویل "هو دا زموږ جنګ دى."

که پوځ دا ووايي نو هېڅ د حېرانتيا خبره نه ده ځکه چې پوځ خو ټول عمر پردي جنګونه په سر اخیستي دي، د پوځ بنيادي اهداف او نارې هم جنګي دي، خو ډېره د تعجب خبره دا ده چې پښتونخوا په عدم تشدد هم عقيده لري په جنګ هم!

پوځ که پردي جنګ ته جنګ ووايي نو هغوى په جنګ تنخوا اخلي، خو پښتونخوا د پردي جنګ سپايتوب ولې وکړي!!؟؟

پښتونخوا په ټول جنګ کې بيا هم يوازې وه، او يوازې پاتې ده، که چا دا خوش فهمي لرله چې د

اس مې بدل خر مې بدل (ټولټاکنو) په نتيجه کې امن راځي، نو هغوى دې د د ۲۰۱۳ کال د جون د ۱۸ مې د مردان شېرګړهـ ځان مرګي بريد نه وروسته پښتونخوا ته وګوري!!!

پښتونخوا يوازې ده او که نه!!؟؟

پښتونخوا چې په کوم سړي (عمران خان) په ټولټاکنو کې اعتماد کړى دى، او لکه د اوښانو په شانو ورپسې روان شوى دى، هغه سړى خو يوه خوله پښتونخوا سره د غمرازۍ غږ و نه کړ.

د داخله چارو وزير کوټې ته لاړ خو پښتونخوا ته یې مخ و نه ګرځاوه، باغي بلوچستان سره غمرازي کوي، د پوځ په سينه پښې کېښودې خو د ''وفادارې پښتونخوا'' ته د څه سزا ورکوي، پښتونخوا خو ځان سره جفا وکړه خو د پنجاب هوا یې په غېږه کې را ونيوله، پنجاب دې پښتونخوا ته دعا کوي چې پخوا یې ورته پټکۍ ورکړې وه اوس یې ورته مېنډېټ بچ کړ.

پښتونخوا ته به يوازې ولې نه وايُو چې په سپين سر یې پوځي ترانې وویلې، د هغوى جنګ ته یې خپل جنګ وایه، خو اوس هم د پوځ په پښتونخوا کې پوځي غمرازي نشته.

پښتونخوا يوازې ده، د داسې عجيبه مجرم په شان په عدالت کې خپله مقدمه کوي چې نه یې ګواه شته، نه وکيل، او نه قاضي!

څومره عجيبه جرم دى!!! څه عجيبه سزا ده!

پښتونخوا يوازې ده!!

د خپل تاريخ په کتاب کې داسې پاڼه ده چې هغه لوى افغان یې هم نه اړوي، افغانستان په خپل تاريخ دغه پاڼه نه اړوي، پښتونخوا به بغېر د افغانستان نه ځان ته يوازې نه وايي!!! ضرور به دا وايي چې هو زه يوازې يم!!!

پښتونخوا يوازې ده!

نن د ټول نړيوال امن د سپينو کوترو ''کوترباز'' په خپلې سپينې ماڼۍ کوترې الوزوي، او په پښتونخوا ډرون ولي، خو د ډرون غچ د ټولې پښتونخوا څخه اخیستل کېږى.

دلته مړ شم هلته پړ شم!

پښتونخوا يوازې ده، حېران حېران ګوري او پوښتنه کوي چې اوس خو زه درته وايم چې دا زموږ جنګ دى!! اوس خو ما خپل واک اختيار هغه سړي ته ورکړ چې زما د جنګ په نارو کې وزيرستان ته روان و. خو اوس ما ته نه شي راتلی!!!؟؟؟

خو زه بيا هم غږ درکوم!

انہی پتھروں پہ چل کے

اگر آسکو تو آؤ

میرے گھر کے راستے میں

کوئی کہکشاں نہیں ہے

ورته مطالب