راځئ چې خپل فکرونه آزاد کړو

Image caption احمد شاه پاڅون په خپله لیکنه کې وايي که لږ ځير شو موږ هم خپل فکرونه د ذهن په توره کوټه کې را ایسار کړي او یوازي د سترګو له لارو ورغلې تیته رڼا کې د کرکانو غوندې کوچینو مسایلو او ستونزو ته ځير دي.

په یوه زړه کوټه کي لسګونه کسان راغونډ دي. زاړه، ځوانان د پاخه عمر لرونکي او حتی ماشومان.

دلته راغلی هر کس د ژوند بېلابېلي ترخې خوږې لیدلي خو اوس یې هر څه شاته کړي دي ځکه دلته دوی ځان په امن کي احساسوي له کوره یې هم زړه بېغمه دی. زیات شور او ږغونه هم دلته نه راسیږي، که راځي هم نو د دوی په ږغونو او چغو کي خُنثا کېږي.

لاندي پر مځکه دوه کرکان (مړزان) جنګېږي، پورته دوو ګروپانو کوټه ورته لږ رڼا کړې ده.

کوټه کي راغونډ کسان ټول په خورا دقت ځمکې ته ځیر دي. د کرکانو جنګ ته ګوري، دوی دا ګوري چي کوم یو به یې ګټي.

که دوی پورته وګوري نو د دوو کرکانو پر ځای به دوه روښانه ګروپان وویني چي په رڼا کي یې دوي یو د بل مخونه ویني، یو بل پېژني، هر کس د همدې ګروپانو په رڼا کي د خپل ناستي ځای موندلی او دوی د همدې رڼا په مرسته خپل او پردي کرکان پېژني.

په دې وخت کي د کرکانو ترمنځ سخت جنګ روان دی. هر لوری چغي وهي چي د هغه کرک بریالی شي، جنګ به پای ته ورسیږي یو کرک به مات شي خاوند به یې په مات زړه ورواخلي او د هغه بل به ټول ستاینه کوي.

بیا به نور دوه جنګیږي، بیا نور او بیا به نور. خو ګروپان به همداسي رڼا کوي د همدې ګروپانو رڼا ته به یو لوری د بل نه تر لاس شوې روپۍ وشمېري. خو بیا به هم دوی کښته ګوري.

کاش

کاش چي دوی یو ځل لوړ وګوري کوټه تر نظر تېره کړي. چا جوړه کړې؟ څه وخت یې جوړه کړې او څنګه یې جوړه کړې ده؟

دا بريښنا دلته چا راکش کړې ده؟ دا ګروپان د چا په مرسته دلته روښانه دي؟ کاشکي د جنګیالي کرک پر ځای د هغه دوو ګروپانو ستاینه وکړي چي که مړه شي دوی به ټول ورسره ړانده ښي.

د دې ځای څخه د وتلو لار به هم په ستونزه پیدا کړي.

خپل او د بل کرک پېژندل به ناممکن وي. دوست او دښمن به ورنه ورک وي له سهار راهیسي چي يې څومره پیسې ګټلي، داسي لاسونو به یې له جیبه ورنه وباسي چي هیڅ به یې ونشي پېژندلای.

څوک شته! چي ورته ووايي د باندي راووځي دلته ورځ ده شپه نده. لمر دی تیاره نده. یو ځل شنه اسمان ته و ګوری، په هوا کي تلونکو هیلیو او په سمندر کي رواني کښتۍ ته ځیر شئ.

دا لوړغرونه اوهسک مناورنه وګورئ، لاري وګورئ پر هغوي تګ وکړي نوي او جالب څه به وګوري د الله تعالي نړۍ خورا لویه، رنګینه او نه پایدونکې ده.

کاشکی دوی خپل نظر تر پښو لاندي دایرې څخه او د دې تیارې کوټې څخه دې لوی جهان ته راستون کړي. خو دوی زندانیان دي، داسي زندانیان چي رواج زنداني کړي دي، عادت زنداني کړي، دوی تیارې زنداني کړي، الفت صاحب لسګونه کلونه وړاندي پر موږ چغي وهلې:

"پریږدئ دا بې ګنا زنداني پريږئ، د ده په ازادولو کي هیڅ ګنا، هیڅ بېره او تاوان نشته"

که لږ ځير شو موږ هم خپل فکرونه د ذهن په توره کوټه کې را ایسار کړي او یوازي د سترګو له لارو ورغلې تیته رڼا کې د کرکانو غوندې کوچینو مسایلو او ستونزو ته ځير دي.

زموږ فکرونه سترګو ته نه دي ځير او په دې هم نه پوهېږي چي دا لږه رڼا له کومه راځي.

موږ خپل ذهنونه نه دي پرې ایښي چي د باندي نړۍ وګوري.

راشئ نن خپلو فکرونو ته آزادي ورکړو څو پرواز وکړي لکه وریځ پر ملکونو خواره شي. لکه هوسۍ بیابانونه طی کړي. لکه د شاتو مچۍ له ګلونو شات راټول کړي او له زړونو د میني ذکات راټول کړي.

دوی به د ذهن تیاره خونه د علم او عرفان په نور رڼا رڼا کړي.

راشئ دا خپل بې ګناه زنداني فکرونه آزاد کړو او خپل ځان د تیارو، رواج او عادت له زولنو خوشي کړو.

ورته مطالب