د رحمان بابا له مزاره د جناح صاحب يادګاره پورې

Image caption د رحمان بابا مزار په بمونو والوزول شو او پښتنو ته رحمان بابا يو پېغور شو.

د رحمان بابا مزار د پښتونخوا، پېښور په هزارخوانۍ کې دى او د جناح صاحب تاريخي يادګاري ځاى د بلوچستان په زيارت کې دى.

رحمان بابا زیارت چې په بمونو والوزول شو نو اسلام اباد به ويل چې دا صوبايي معامله ده، سياسي يې ورته ځکه نه ويله چې د رحمان بابا د سياست سره څه کار نه و، هغه ويل:

زه عاشق يم سروکار مې دى له عشقه

نه خليل نه داودزى يم نه مومند

بيا هم د رحمان بابا مزار په بمونو والوزول شو او پښتنو ته رحمان بابا يو پېغور شو، په غاړه کې ورته لکه د تعويذ وځړېد.

اوس د بلوچستان په زيارت کې د جناح صاحب يادګاري تاريخي ځاى په بمونو والوزول شو چې پاکستان ورته خپله تاريخي ورثه وايي.

د پاکستان ځيني باباګان او د هغوی پوشاک، پيزار د تاريخي ورثې په نوم يادېږي او ځيني باباګان د سرکاري فنډونو لپاره په سرکاري فايلونو او کاغذونو کې ژوندي شي خو د قوم لپاره نه، د ژبې لپاره نه، د سرکار د نازولو لپاره.

لکه خوشحال بابا او رحمان بابا چې د پښتونخوا د کولتور د څانګې لپاره "ګلونه" شول او سپرلي لاړل.

د پاکستان ځيني باباګان د اسلام اباد په عينکو کې غټ ښکاري او په اردو ژبه کې خپله سرکاري معجزه په دې مصرعه معارفي کوي:

پهونکوں سے يه چراغ بجهايا نه جائيګا

د بلوچستان په زيارت کې چې د جناح صاحب يادګاري ځاى په بمونو والوزول شو نو ماته رحمان بابا، خوشحال بابا او هغه باباګان را په ياد شول چې کتبې يې د قبرونو په سينو داسې ماتې پرتې دي لکه په پښتونخوا کې چې ځيني خلک حلال شوي وي او د هغوی سرونه په سينو غوڅ پراته وي. ورسره دا سزا په تحرير کې داسې ليکل شوې وي “دا د جاسوسۍ سزا ده”.

د سرونو د پرې کولو عربي رسمونه اوس هم دوام لري.

د بارودو د باران موسمونه اوس هم پاى نه لري.

د مزارونو، يادګارونو، تاريخونو، تاريخي ورثې او نوادرات وس هم تباه کېږي، غلا کېږي، خو چېرته دا عمليات قومي، اخلاقي، مذهبي، تاريخي جرم وي او چېرته د ترهګرۍ د واقعاتو په نامه يادېږي.

خو په موږ کې قومي، اخلاقي، مذهبي او تاريخي نوم او نشان چېرته دى؟

پاکستان د يو قوم په شکل کې دى، کثيرالقوم هېواد دى، بيا هم ورته قومي ويل کېږي. اخلاقي او مذهبي د يو بل په مسلکي اختلاف کې بېلې شي.

تاريخ يې درواغجن دى، په کورسونو کې پردي تاريخونه ګوري. محمد بن قاسم ته هيرو وايي او زموږ ابدالي ته ډاکو وايي.

عربو ته د مذهب په عينکو کې ګوري، پښتون افغان ته د ډاکوانو نوم ورکوي خو چې د ګاونډي هند د وېرولو او تاريخ د پېغور ورکولو خبره راشي نو خپل رنجيت سنګهـ نه شي يادولى.

غوري او ابدالي نومونه په ايټمي ميزايلو ږدي. موږ د قومونو په وېش کې چېرته څنګه او چېرته څنګه ولاړ يو ځکه خو زموږ تاريخ چېرته قومي ورثه ده او چېرته يې مانا بدله وي.

د رحمان بابا نه را واخوله د محترم اجمل خټک د مزار او يادګار د الوزولو پورې د پښتنو هر بابا سره په مرګ هم دا بد سلوک شوى دى چې ژوند او مرګ يې د دې مصرعې په مانا شي:

مر کے بهى چين نه پايا تو کدهر جائيں ګے

د پښتون افغان داسې ډېر ناقراره باباګان په خپلو قبرونو کې هم سواليه نشانونه دي.

د پاکستان رياستي خوله کې د دې سوالونو جوابونه نشته.

که په خوله ونه وايي خو دا اعتراف به په زړه او ذهن کې کوي چې موږ تاريخ جوړونکي نه يو، تاريخ کش مجرمان يو.

ځکه خو راته کله نا کله تاريخ په شا په برندو سترګو وګوري او خپل غچ واخلي.

د تاريخ غچ ته په پاکستانۍ ژبه کې بغاوت ويل کېږي خو بيا رياستي ادارې هغه څه قبول کړي څه ته چې بغاوت وايي لکه اسان مثال يې بنګله دېش دى.

موږ د پخواني جنرال مشرف د زمانې څخه د اکبر بګټي د قتل نه پس په بلوچستان کې پخوانى مشرقي پاکستان وينو.

دا د تاريخ څپېړه ده. په زيارت کې د جناح صاحب په تاريخ د لياقت علي خان نه پس دويم ګوزار وشو.

اولني ګوزار کې د لياقت علي خان خاموش بغاوت و او په دويم ګوزار کې د اکبر بګټي باغي روح دا وويل چې ته ما ته د بمونو بارودو زهر راکوې، زه تا ته د ګلونو ګلدستې درکړم؟

د پښتونخوا د باباګانو روحونه وايي:

نن چې په ما ده نو په ما ده، په ارام پراته يئ

اى د دنيا ولسه تاسو ته ضمير څه وايي

ورته مطالب