ستاسې نظر: موسمي ناروغۍ او تودوخه

Image caption د بي بي سي راډيو د دوشنبې د ماښامنۍ خپرونې په ستاسو نظر پروگرام کې پر همدغې موضوع غږيږو .

د افغانستان په ځينو لويو ښارونو، کليو او بانډو کې د تودوخې د درجې په لوړېدو سره موسمي ناروغيو هم پخه خوله لگولې ده، زياتره ماشومان، تنکي زلميان او کم عمره کسان، چې د بدن پياوړتيا يې تر نورو هغو کمه وي، ډېر ژر په دغو ناروغيو اخته کېږي.

د دغو ناروغيو په ډله کې نس ناستى، تبې، ملاريا او لشمانيا هغه ناروغۍ ياديږي چې هم اخته ماشومان او هم يې د کورنيو غړي ترينه رنځيږي، د ځينو شمېرو له مخې هره ورځ په دغو ناروغيو سلګونه اخته ناروغان روغتونونو ته ځي او د دارو درملو غوښتنه کوي، خو د افغانستان په ډېرو سيمو کې هغه شان روغتيايي اسانتياوې نه شته چې خلک يې تمه کوي.

نو پوښتنه دا ده چې د دغو سيمو خلک د ورېيښو ناروغيو پر وړاندې څنگه مبارزه کوي؟

د بي بي سي راډيو د دوشنبې د ماښامنۍ خپرونې په ستاسو نظر پروگرام کې پر همدغې موضوع غږېږو.

تاسو په دې اړه څه واياست؟ ايا په کورنيو کې مو ماشومان په دغه شان ناروغيو اخته شوي؟

د ناروغو ماشومانو د درملنې لپاره مو کومې لارې خپلې کړي دي؟

ايا تاسو د دغو ناروغيو د مخنيوي په اړه هم کوم ګام پورته کړى؟

که په دې اړه غواړئ خپلې تجربې راسره شريکې کړئ، نو په دې شمېره راته مخامخ زنګ ووهئ: ۰۰۹۳۲۰۲۲۰۲۳۰۰، دا رنګه د بي بي سي پښتو فيسبوک له لارې هم راسره خپل نظرونه شريکولای شئ.