پښتونخوا کالم: هر باغي انقلابي نه وي

Image caption پوځي امريت او رياستي جبر ډېر باغيان راپېدا کړي و، خو هر باغي انقلابي نه و.

په پاکستان کې ''باغي'' او بغاوت داسې توري و چې موږ به ورته د خليل جبران د دې قول په رڼا کې کتل!!

''هر انقلابي باغي وي خو هر باغي انقلابي نه وي''

پوځي امريت او رياستي جبر ډېر باغيان راپېدا کړي و، خو هر باغي انقلابي نه و.

دغه وجه ده چې موږ د انقلاب په نارو کې وويل خو په سترګو مو ليدلى نه دى، بلکې موږ د دې ټکي د استعمال باوجود دومره وېرېدو چې په ګاونډ افغانستان کې مو د انقلاب لپاره جفا کوله.

د انقلاب ازار وهلي خلک باغيان پاتې شول خو انقلابيان نه بلکې په پښتونخوا کې باغيان د غدار په نوم بلل شوي دي، او موږ نن هم وايُو چې پښتانه سياسي نظرياتي توګه باندې سم معارفي کړئ.

اوس خو له غدار نه هم نور خراب ټکي زموږ لپاره استعمالېږي. اېجنټ ورته ويل کېږي، اېجنټۍ زموږ بغاوت او غلامي دواړه په سيند لاهو کړل.

اوس موږ خپل بغاوت پسې ګرځو، خېر دی که انقلابيان نه شو. اوس موږ خپله غلامي ټينګوو خو چې اېجنټان نه شو.

کوم ټکي چې په پنجاب کې د بغاوت په مقدمه يادېدل، په پخواني مشرقي پاکستان کې د ''سازش کېس'' په سرکاري نامه بلل کېدل.

هغه په پښتونخوا کې د غدار په نوم پېژندل کېدل. پښتانه یې په غدارۍ کې بدنام کړل، په غلامۍ کې یې ووهل، او په اېجنټۍ کې یې ککړ کړل.

اوس عجيبه ټوکه وشوه چې د پاکستان پوځ کوم عدالت او قاضي چې به انقلابيانو ته باغيان ویل، نو هغه کلمه یې د پوځي امر پخواني او صدر مشرف ته استعمال کړه او جنرال مشرف باغي شو!!

په جنرال مشرف باندې د شپږم اۤرټيکل لاندې د بغاوت مقدمه جوړه شوه.

موږ خپلواکي، ازادي، په خپله خاوره خپل اختيار، خپل قامي شناخت، د غلطې جغرافيې سمون غوښت، بايد چې پښتانه په دغه الزام کې د بغاوت او باغي په نوم ياد شوي وای.

جنرال مشرف خو د غدارۍ جرم کړى دى. هغهٴ باندې د باغي تور ولګېد، د پاکستان په تاريخ کې په لومړي ځل د بغاوت مقدمه کې پوځي جنرال ته باغي وویل شول.

په لومړي ځل يو پوځي جنرال د انصاف لپاره حق غواړي خو د پوځ لپاره ډېرې محفوظې لارې شته، ځکه چې پوځ ځان سره د خپلې هرې کودتا لپاره د عدليې نه سند اخیستى دى.

په هر وار یې ځان سره د عدليې تقاعد شوي قاضيان (ججان) اخیستي دي. د ولسي سياسي نمائندګۍ مالګه یې هم په پوځي اوړو کې ګډه کړې ده.

خلکو ته یې په ګُړه کې زهر ورکړى دی، خو ګُړې دا نه دي ويلي چې په ما کې د پوځي اۤمر زهر دي!!

پوځ، عدليې، سياسي ادارو، بيوروکرېسۍ ټولو په شريکه دغه زهر په خلکو خوړلي دي.

غټ غټ سياسي جمهوريت پسند، مترقي، سيکولر، مذهبي استادان، د امن او انقلاب مبلغين ټول په دغه ګناه کې شريک دي.

پوځ ته د ټولو نه وړاندې عدليې د جرم نه نظريه ضرورت جوړ کړى دى او وردي یې جمهوريت ته اغوستې ده.

سياسي جمهوريت پسندو په هر دور کې د وردي وال جمهوريت لپاره دا ويلي دي چې په سياست کې هېڅ څيز حرف اۤخر نه دى.

مذهبي استادانو د قامي ګناه نه ثواب جوړ کړى دى او فتوه یې ورکړې ده.

لس کاله یې په پوځي وردۍ کې جنرال ضياء الحق ته اميرالمؤمنين او د هغه وردي والو جنرالانو ته ''خاموش مجاهدين'' ويلي دي.

د پُل خشتي د جومات د سجدې په ارمان کې ورسره شريک پاتې دي. دا کروړونه ولسونه د هر پوځي حکمران وردۍ ته ګډېدلي دي.

د هېچا د نڅا په ادا کې د قتل شوي جمهوريت لږ حجالت هم په نظر نه دى راغلى.

ټولو سرکاري خطيبانو، امامانو په خپله دعا کې د پوځي امرانو لپاره د لوی رب نه اتهٴ واړه جنتونه غوښتي دي.

دا ټول خلک په دغه لويه عظيمه ګناه کې شريک دي.

د پښتونخوا مشر محترم محمود خان اچکزۍ اېوان ته په خپله وینا کې وويل چې جنرال مشرف باندې دې يوازې نه، هغهٴ سره دې په هغه ټولو کسانو مقدمه وچلول شي چې په دغه عمل کې ورسره شريک دي، که نه دا ډرامه دې بنده کړي.

په کوم وخت کې چې ده دا وینا کوله په اېوان کې هغه کسان د جمهوريت پسندو په شکل کې موجود و کوم چې د جنرال مشرف سره په دغه ټول سفر کې شريک و.

په دغه حواله د جنرال مشرف يوازیني همدرد وکيل احمد رضا قصوري هم وويل چې جنرال صاحب يوازې نه دى، ده سره خو ۵۰۰ کسان شامل دي.

دا ټول کسان به اوس د نوي جمهوريت او د ازادې عدليې د روانې مشينرۍ حصې وي!!

که لږ د بغاوت، غدارۍ، سازش او قامي جرم يو يو دور ته وروسته لاړ شو نو د جنرال مشرف په شکل کې خو ټوله باوردي اداره د مشرقي پاکستان د واقعې نه را واخله تر دې وخته پورې، د هر هر عمل ذمه وار دى.

د نړیوال قانون په دغه نکته چې هېڅ يو ملک به په بل ملک کې پوځي مداخلت نه کوي، نه به خپله ځمکه د بل خلاف کاروي.

پوځ په دغه عمل کې د ګاونډي ملک افغانستان د جنګ اعتراف د خاموش مجاهدينو په کتابونو او ليکونو کې کړی دى.

غل غل دی خو د غل مل هم غل دی او که نه!!

که پوځ هم لکه د پنجاب د يو باغي جاويد هاشمي په شان د جنرال مشرف په جرم کې د باغي لفظ د بهادرۍ او شجاعت لپاره استعمالوي او څوک دا وايي چې جنرال مشرف باغي دى نو موږ ته د باغيانو نه د انقلابيانو ضرورت دى، هر باغي انقلابي نه وي!!!

ورته مطالب