نوی اټومي ساعت به وخت له سره تعریف کړي

Image caption د وخت په تېرېدو سره د وخت اندازه کولو لپاره بېلا بېلې میخانیکي وسیلې کارول شوي.

سره زر د نجیبه فلزاتو په کتار کې راځي، خپل اصلیت تر ډېرې مودې پورې ساتي.

نجیبه فلزات د هغوی کیمیاوي‌ خواصو او په آسانه له چاپیریال سره د نه تعامل له امله ډېر ګران دي ځکه خو د هېوادونو د پیسو پشتوانه هم سره زر دي.‌

د سرو زرو زېرمه کول او بیا د اړتیا په وخت کې له هغه څخه ګټه پورته کول تل د یوه هوسا ژوند لپاره اړین بلل شوي.

تل به مو اورېدلي وي چې وخت سره زر دي، ‌د دې خبرې مانا دا کېدای شي چې همدا شېبه چې اوس تېره شوه بیا نه راګرځي نو ښه به دا وي چې له همدې شېبې داسې ګټه پورته کړئ چې د راتلونکې ژوند لپاره دې یوه ښه زېرمه وي.

په فزیک کې د هرڅه د کچې اخیستنې لپاره اووه اساسي مقادیر دي چې د هغو له مخې نور ټول مقادیر تعریفېږي چې طول، کتله، وخت،‌ برېښنايي جریان، ‌د تودوښې درجه،‌ د مادې مقدار او روښنايي‌ شدت دی چې وخت د دغو مقادیرو دریم مهم کمیت ګڼل کېږي.

وخت یو داسې بعد دی چې د تېرې شوې، ‌اوسنۍ او راتلونکې زمانې تر منځ‌ تړاو را منځ‌ ته کوي او یا هم د دوو حوادثو تر منځ‌ موده تعیینوي.

د انسټاین نسبیت په تیورۍ کې د یوې حادثې د تعریف لپاره دو پارامترونو باندې پوهاوي ته اړتیا ده چې یو یې وخت او بله یې فضا ده چې فضا بیا درې د سور، اوږدوالي او لوړوالي ابعاد لري چې څلورم بعد یې وخت ښوول شوی.

د وخت د اندازه کولو لپاره بېلا بېلې وسیلې کارول شوې دي چې تر ټولو لومړنۍ وسیله یې مصریانو تر میلاد ۱۵۰۰ کاله مخکې کارولې وه.

د وخت په تېرېدو سره د وخت اندازه کولو لپاره بېلا بېلې میخانیکي وسیلې کارول شوي.

په تاریخ کې داسې ویل کېږي چې د اوسني عصري میخانیکي ساعتونو بنسټ د خلیفه هارون الرشید په وخت کې ښودل شوی.

د وخت د اندازه کوله لپاره هغه وسیله ډېره اغېزمنه ده چې حساسیت یې ډېر او خطا په کې لږه وي چې د دې کار لپاره د اندازه کولو د وسایلو یا ساعتونو په جوړونه او ټاکنه کې داسې معیارونه په پام کې نیول کېږي چې تر ډېرې مودې پورې د طبیعي عوامولو له امله د تغیر وړ نه وي او که وي هم تغیر یې ډېر کم وي.‌

اوس مهال په نړۍ کې د وخت د اندازه کولو تر ټولو حساسه آله اټومي ساعت دی.

دغه ساعت هغه وړې څپې یا مایکرو ویف کاروي چې د اټوم انرژي سویو کې د بدلون په پایله کې چاپیریال ته خپرېږي.‌

تر دې دمه په اټومي ساعت کې یوه ثانیه هغې موده ته وايي چې په کې ۹۱۹۲۶۳۱۷۷۰ ځله اهتزاز کونکې مایکرو ویف انرژي د سیزیم اټوم په دو سویو کې د بدلون لامل وګرځي.

د دې ساعت کاري بنسټ داسې دی چې د سیزیم اټومونه له یوه داسې پایپ څخه تېرېږي چې هلته مایکرو ویف ورباندې لګېږي.

که چیرې د دغو څپو فریکونسي ۹۱۹۲۶۳۱۷۷۰ وه نو د سیزیم اټومونه د انرژي د دوو مختلفو سویو تر منځ‌ په اهتزاز راځي چې په پایله کې د سیزیم اټومونو د انرژي په سویو کې بدلون را منځ‌ ته کېږي، دغه بدلون د پایپ په پای کې د یوه پېژندونکي یا ډېټېکټور په واسطه ثبتېږي.

په هره اندازه چې په سیزیم لګېدونکې راډیويي څپو فریکونسي ۹۱۹۲۶۳۱۷۷۰ ته نژدې وي په هماغه اندازه پېژندونکي د سیزیم ډېر اټومونه ثبتوي.

دغه ساعت یوه ثانیه د تر ۱۰۰ میلیونه کاله پورې ساتي مانا دا چې په ۱۰۰ میلیونه کاله کې به تاسو یوه ثانیه ناوخته کار ته رسېږي.

اوس مهال ساینس پوهان په دې اړه کار کوي چې په الکترو مقناطیسي ساحه کې د را ګیرشویو اټومونو څخه خپرېدونکې وړانګې اندازه کړي چې دا به تر اوسني ساعت درې برابره ډېر دقت ولري چې له دې سره کېدای شي د یوې ثانیې تعریف هم بدل شي.

‌ په دې نوي ساعت کې به د سیزیم اټومونوته ا هتزاز ورکولو لپاره د مایکرو ویف پرځای د لیدلو وړ لېزر وړانګې کارول کېږي چې د کچې اخیستنې دقت څو برابره زیاتوي او همدارنګه به تاسو ۳۰۰ میلیونه کاله وروسته یوه ثانیه ناوخته کار ته رسېږي.

د وخت دقیقه اندازه کېدای شي.

د یوه عادي وګړي په حیث ستاسو په ژوندانه کې کوم خاص بدلون را منځ‌ ته نه کړي خو که چېرې تاسو حساسې مخابراتي ټکنالوژۍ ته اړتیا لرئ، که چېرې د سهامو په مارکیټ کې کار کوئ، که د ځمکې په مخ د چټ موقعیت موندلو لپاره اړ یاست او یا په ټولیزه توګه تاسو په مایکرو نړۍ کې بوخت یاست نو بیا د هر ثانیې میلیونمه برخه هم ستاسو د ژوند لوری بدلولای شي.

‌‌‌‌

ورته مطالب