ملاله يوسفزۍ او عدمِ تشدد

Image caption ملالې د ټولې انسان دوستۍ او ورورولۍ په استازيتوب د عدمِ تشدد د مفکورې د څو لويو څټو يادونه وکړه.

پرون، د جولای پر ۱۲ مه پښتنې ملالې يوسفزۍ د خپلې ۱۶ مې کليزې په مناسبت د ملګرو ملتونو په ځانګړې غونډې کې د خپلې وينا پر مهال هغه ژبه وويله کومه چې باچا خان نژدې يوه پېړۍ وړاندې په پښتنو کې معرفي کړې وه، د عدمِ تشدد ژبه !!!

د دې ژبې خپل فصاحت، بلاغت او ذخيره الفاظ وي.

ملالې د ټولې انسان دوستۍ او ورورولۍ په استازيتوب د عدمِ تشدد د مفکورې د څو لويو څټو يادونه وکړه.

هغې د عدم تشدد د سترو مبلغينو د تعليماتو د تاثر په اعتراف د جنګ او خشونت غوښتونکو مفکورو په ضد د خپل مقاومت د مقام تعين وکړ.

د هغې اروا هغې ته د سوله یيزې او مينه ناکې اوسېدلو غږ کړی و. د هغې د امن او مينې آواز يو مقامي بنياد ضرور درلود خو پېغام يې نړیوال و، له هر ډول عقيدوي، صنفي او ژبنيز امتيازه مبرا و.

ما چې د ملالې وينا اورېده نو داسې راته ښکارېده لکه هغه چې د انجمنِ اصلاحِ افاغنه يا خدايي خدمتګار تحريک بنيادي اصولونه د نړیوالو مخ ته ږدي.

د تاريخ خپل يو تسلسل وي، د خاورې له بطن څخه د رازېږېدلو تحريکونو تسلسل په داسې شېبو کې سړی درک کولی شي چې ځمکني حالات يې تقاضا کوي.

د باچا خان تحريک اصلي مقامي بنياد لرونکی تحريک و، محرک او سرچینه يې له خپلې خاورې راټوکېدلې وه.

همداسې د ملالې د کردار حواله ده چې په جوړښت او فعاليت کې يې د خپلې ټولنې حالات کارفرما دي او هم يې په شا د عدمِ تشدد د مفکورې تسلسل موجود دی.

د يوې پېړۍ په تاريخي جريان کې د عدمِ تشدد مفکوره په ځانګړې توګه د پښتني ټولنې پېداوار ثابتېږي، چې په سختو دوزخي شرايطو کې نه يوازې دې مفکورې ته د خاورې بچیانو عقيدت لرلی، بلکې په پوره وفاداري سره يې پرې عمل هم کړی او د نجات لار يې هم ګڼلې.

په داسې شرايطو کې چې په سوات کې د ژوند ټولې چارې د ټوپک او بم په ژبه تر سره کېدې، ملالې يوسفزۍ د مقاومت لپاره د يوې غېرمتشددې لارې انتخاب وکړ، په بي بي سي اردو وېبپاڼه کې یې يادښتونه ليکل او بلاګېنګ کول په خپله يو داسې عمل و چې د عدمِ تشدد په قوي تاکتيکونو کې راځي.

عدمِ تشدد يوه ډېره موثره پاليسي په دې ده چې دا يو متشدد دښمن په ډېره ښه توګه رسوا کوي او اخلاقي جواز يې ختموي.

ملالې د خپلو مختصرو يادښتونو په واسطه د پښتنو د دښمنانو غېر انساني فعاليتونه د دنيا په وړاندې افشا کړل.

د هغې په آواز کې د هغه ټول نسل آواز شامل و چې له ګوتو يې قلم او له غېږې يې کتاب تروړل شوی دی، د سلګونو سوځول شوو او تړل شوو ښوونځيو تراژيدۍ ته په ژبه ورکولو سره د ملالې د وطن مقدمې نړیوال حثيت وموند، د خپل وطن ناورين ځپلي سرنوشت ته يې ټوله نړۍ متوجه کړه.

ملالې د خپل دې سوله یيز مقاومت يوه لويه سزا خوړلې، ټوپک لرونکو په هر دور کې عدمِ تشدد پالونکو ته هم دا ‌‌ډول سزاګانې ورکړي، خو د عدمِ تشدد د پلويانو ايمان دا وي چې هغوی تشدد په تشدد نه ځوابوي او پر انتقام يقين نه لري.

هغوی هر ډول ظلم د يو لوی سياسي او ټولنيز سیسټم برخه ګڼي او د انتقام پر ځای د هغه سیسټم د ختمولو موخه په وړاندې لري.

ملالې همداسې وکړل، تشدد څوک وژلی نه شي ځکه ملالې ويل چې ترهګرو غوښت چې په يوه مرمۍ د هغې ارمانونه او موخې بدلې کړي، خو د هغې په ژوند کې هېڅ بدل نه شول، يوازې کمزوري، خوارځواکي او وېره ووژل شوه او عزم، قوت او حوصله وزېږېده.

همدا د عدمِ تشدد د اصولونو برکت دی چې په انسان کې د وېرې او خوارځواکۍ عناصر وژني او دنننی توان، طاقت او ډ‌ا‌ډ‌ ورپه برخه کوي.

همدا خبره به باچا خان په خپلو ټولو ويناوو او تربيت کې خپلو خدايي خدمتګارانو ته کوله.

د ټولو پر دې عقيده پخېده او ټولو دا لوړ، ِعالي او ارفع انساني ارزښتونه په خپل عملي ژوند کې په تجربه ليدل.

ملالې پرون په خپله د عدمِ تشدد د دې پورتني اصول اعاده په داسې الفاظو وکړه: "زه له هغه طالبه هم کرکه نه کوم چې زه یې وويشتلم. که اوس زما په لاس کې ټوپک وي او هغه زما مخ ته ولاړ وي نو زه به ورباندې ډز هم و نه کړم. زه د هر ماشوم د تعليم د حق خبره کوم، زه د طالبانو، ټولو ترهګرو او توندلارو د زامنو او لوڼو لپاره تعليم غواړم."

د دې لوړ انساني کرامت، زغم، عزم او حوصلې روزنه په دې خړو کليو او کوڅو کې خدايي خدمتګارانو په خپل بې مثاله تاريخي زيار، قربانيو او مبارزو کړې وه چې تر ننه تر ډېره حده د تپل شوې توندلارۍ او ناروادارۍ لپاره د دې وطن لمن په داسې حال کې هم تنګه ساتي چې سر ته مو د نړیوالې پروژې لاندې د يو خونړي ناورين څپې ډب ولاړې دي.

د بشر پوهنې لوستونکي پوهېږي چې په مقامي کچه نن هم د خدايي خدمتګارۍ د عدمِ تشدد د مفکورې نفسيات د هر ډول توندلارۍ او ترهګرۍ خلاف يو موثر ټولنيز تناظر تشکيلوي او هم د دې تناظر په برکت دنيا ته پېغام ورکول کېږي چې توندلاري او ترهګري د پښتنو په ټولنه کې نظرياتي نهال خانې نه لري بلکې دا ټول څه له بهره په زور تپل شوي او د پښتنو په بدن کې پېچکاري شوي دي.

د ملالې يوسفزۍ اتلولي د هم هغه پراخ فکري تناظر برخه ده چې کله يې هم له خشونت سره مصلحت نه دی کړی او کله يې هم جنګ، جبر او جهالت حمايه کړی نه دی بلکې د دې ټولو انسان دښمنو حرکاتو خلاف يې خپل تاريخي احتجاج ثبت کړی او مثالي کردار لوبولی دی.

باچا خان د خپل نهضت پېل د آزادو ښوونځيو د بنسټ په ايښوولو وکړ، ملالې په هم دې تسلسل کې د خپلو ورانو ښوونځيو په ننګ مقاومت وکړ.

دا موضوع يې پرون ملګرو ملتونو ته هم مطرحه کړه او هم يې د دې پر بنياد د نړیوال تعليم د خورېدنې په برخه کې خپل آواز پورته کړ.

هغې د لفظ، قلم او کتاب پر زور هسې زور نه ورکاوه بلکې هغې په خپلو سترګو په سوات کې د دې شيانو زور ليدلی و چې د توغنديو او بارودو په زور نازېدونکي ترې څومره په ډار کې وو.

د ملالې بله يوه ډېره مهمه حواله دا ده چې دا د ټولنې د نيم اکثريت يعنې د ښځينو نمايندګي کوي. دا د نرواکې ټولنې هغه اصول ته سخته ضربه ورکوي چې وايي ښځې يا د کور دي يا د ګور.

فخرِ افغان پر ډېرو ځايونو دا خبره کړې چې نر کله هم ښځې ته د هغې حق نه شي ورکولی، دا د ښځې مسووليت دی چې را پاڅي او خپل حق واخلي، مبارزه پر ښځو فرض ده، د ښځو تعليم لازمي دی، بې له دې زموږ کور کلی، ژوند او قام نه شي آبادېدی.

کټ مټ هم دا خبره ملالې يوسفزۍ ملګرو ملتونو ته په خپله وينا کې وکړه:

" توندلاري له کتابونو او قلمونو په وېره کې دي، دوی له ښځو په وېره کې دي. د ښځو د آواز قوت دوی په وېره کې اچوي، ځکه خو يې په کوټه کې همدا اوس ۱۴ معصومې زده کوونکې ووژلې، له همدې وېرې ښوونځي الوځوي. که د ټولنې سم نيمايي مو وروسته پاتې وي موږ به کله هم بريالي نه شو. ښځې به په خپله د خپل حق لپاره جنګېږي، نارينه ته به په تمه نه کښېني."

پرون په علمي، منطقي او اخلاقي لحاظ په نړیواله کچه عدمِ تشدد د پښتنو په وطن کې روانه جګړه ګټله. سولې موثر جواز او ژورې جرړې موندلې.

د پرون د تاريخي ورځې په تناظر کې د دېرش کلنې غميزې پلنوونکي له هر ډول تکيې او وسيلې بې برخې ولاړ ؤ، په ضد يې د مبارزې نفسيات په جهاني کچه توانمنېدل.

همدا د ملالې د نړیوالې ورځې موخه وه چې د دې جنګ ځپلي ولس آواز تر ټولې نړۍ پورې ورسول شي او د نړیوالو د پاملرنې او مرستې وړ وګرځول شي.

په داسې حال کې، چې د ۲۰۱۴م پس يو وار بيا د لوی افغانستان د سياسي وضعيت په هکله اندېښنې راپورته کېږي، نړۍ بايد په دې سيمه کې د عدمِ تشدد د مفکورې مرسته وکړي.

د ملي پخلاينې سياست ته به د پراخېدنې چانس ورکول وي، ډيموکرېسي او پارلماني سیسټم به حمايه کول وي، د ملي رغونې او د تعليم په برخه کې به زيات کومک کول وي، ګني ګرانه به وي چې د ورانيو مخنيوی دې وکړای شو.

د دې تر څنګ دنيا بايد نور له هغه چا خپله لمن راټوله کړي چې په ښکاره د شر فابريکې ودانې ساتي، چا چې په افغانستان کې د ملي روغې جوړې د سياست په ضد لومړی يلغار د کندهارۍ ملالې پر مېنه راوړ او بيا يې دلته د سواتۍ ملالې جنتي ټاټوبی په دوزخ بدل کړ.

د ملالې مقدمه د نړیوال ضمير په نوم ده، بايد ډېره زياته سنجيده واخيستل شي او نور بايد د ملالې د نژاد وګړي په دوزخونو کې پرې نه ښوول شي.

ورته مطالب