جمهوريت مو د خلاصون يوازينۍ لار ده!

Image caption داود خان د افغانستان لومړی ولسمشر و

په ننني افغانستان کې د نن ورځې يو ډېر خاص اهميت دی.

د ځينو خلکو په فکر ښايي هم دا نننۍ ورځ د افغانستان غميزې پېليزه وي خو په حقيقت کې، ددې ورځې په پېغام کې زموږ د خلاصون راز پټ دی.

نن د چنګاښ پر ۲۶ مه په افغانستان کې د جمهوري نظام ۴۰ مه کليزه ده.

په دې ورځ سردار محمد داود خان د خپل تربور محمد ظاهر شاه شاهي واکمني ړنګه کړې وه او ولسواکي يې اعلان کړې وه.

څلوېښت کاله وړاندې په هم دې ورځ، په افغانستان کې د باقاعده جمهوري نظام بنياد ايښودل شوی، نن بيا په افغانستان کې يو جمهوري بهير روان دی.

پارلماني سېټ اپ (جوړښت) موجود دی.

په دغو څلوېښتو کلونو کې ډېر څه شوي، د تراژيديو يو بهير تېر شوی دی.

هر ډول ډله ټپله، خانه جنګي، کودتا او ناتار شوی خو ددې هر څه برسېره، آخر چي د توپان د تم کولو په پار باشعوره افغانان د يو او بل اورېدلو ته تم شول نو فېصله پر دې وشوه چي له جمهوريت پرته مو په بل څه کې خلاصون نشته.

ځکه چي هم دا يوازې په جمهوريت کې کېدی شي چي د صلحِ کل او بقايې باهمي اصول عملي کړای شي.

د يولسم سپټمبر پېښو له کبله د کيفيتي بدلونونو پر لار، د جنګ په کټاره اندام اندام شوې افغان ټولنې ته د بېرته پېوندېدلو او رغېدلو ضمانت يوازې جمهوري نظام ورکولی شو.

تاوان ډېر شوی، تېروتنې به وي، بې وسي کېدای شي، خو د خوښۍ خبره دا ده چي نن په افغانستان کې جمهوري نظام دی.

جمهوري ادارې شته، پارلمان موجود دی، انتخابات کېږي، حزبِ اختلاف (مخالف ګوندونه) شته، د بيان آزادي شته، خلک د حکومت خلاف احتجاج کولی شي او لاريون ايستلی شي، خپل حق پېژني او د خپل حق خبره کولی شي.

Image caption د داود خان نظام له څه کم پنځې کلنې مودې وروسته يوه بله کودتا کې وپرځول شو

جمهوريت يوازې د ووټونو اچولو (رايو ورکولو) نوم نه دی بلکې دا د ژوند تېرولو يوه طريقه ده.

ګڼ توکميزې ټولنې او فيډرالي رياستونه له جمهوري نظام پرته په بل هېڅ يو نظام کې د پرمختګ چانس نه شي موندلی.

جمهوريت په خپل اصل روح کې په ټولنه کې موجود کلتوري تفرقات او سياسي اختلافات په کلتوري او سياسي رنګينيو اړوي او په ټولنه کې د مېشتو بېلابېلو فريقينو تر منځ يو متفقه ټولنيز تړون لاسليک کوي.

موږ پوهېږو، چي د اوسني افغانستان د ساتنې او رغونې حل هم په يو داسې ټولنيز تړون کې دی چي ټول توکمونه او قامونه له هر ډول امتياز پورته يوې داسې معاهدې ته ورسېږي چي افغانستان په رښتينې مانا يو قامي رياست جوړوي.

زموږ معلوم تاريخ ددې ګواه دی چي په افغانستان کې هر وخت د قامي رياست پروسه د قبيلوي اخو ډب له کبله په شا تمبېدلې او دا هم يو حقيقت دی چي د افغانستان د ملې وجود په ماتېدا کې د ډيورينډ کرښې تر ګوزار د قبيلوي ساخت ګوزار کاري پاته شوی دی.

زموږ ټولنيز قبيلوي ميکانيزم په داسې وخت کې د يو خاص سياست لاندې فعال کړل شي کله چي ټولنه د قاميت، قامي سياست او قامي رياست پر طرف قدم اخلي.

تېر دېرش کلن توپان د ټول ملت سترګې له خاورو او وينو ډکې کړې، وروڼه يې له يو او بله پردي کړل، د يو او بل خلاف يې سنګرونه پرې ونيول، مهاجر يې کړل، غريبان او بې قدره يې کړل!

په دومره لويه تباهۍ کې چي يو ملت پاته شوی وي، داسې کومه فارموله کېدای شي چي سترګې يې له خاورو او وينو ورپاکې کړي چي نه يوازې يو او بل وويني بلکې ټولې تالان شوې رشتې بېرته درک او بحالې کړي؟

دا کار يوازې د يو جمهوري نظام او جمهوري رويې په مرسته تر سره کېدای شي، د ملي پخلاينې سياست تر ټولو زيات په يو جمهوري نظام کې خپلو ټاکلو اهدافو ته رسېدای شي.

د ۲۰۱۴م کال څخه پس چي د ۹۰ يمې لسيزې افغانستان ته د بيا ستنېدلو کومه وېره څرګندېږي، د هغې څه خاص سياسي دليل نه جوړېږي.

نننی افغانستان يو رياستي نظام لري، پارلمان لري، ادارې لرې، افغانانو د اوږدو مهاجرتونو په نتيجه کې د پرمختللي نړۍ سياسي نظامونه له نژدې ليدلي او تجربه کړي دي.

په ټولنه کې د زدکړې شرح زياته شوې، جنګ د يوې ادارې په توګه په خلکو کې د امن شعور زېږولی او داسې نور ډېر پرمختګونه شوي دي.

و‎يل دا غواړم چي نننی افغانستان د ۹۰ يمې لسيزې افغانستان نه دی، د هغه وخت افغانستان په يوه خلاء بدل شوی و، چي هغه خلاء په ګاونډ کې پرتو يرغلګرو ډکه کړه او هم ددې لپاره په دنيا کې برداشت موجود و.

نن نه هغه خلاء شته او نه هم په دنيا کې د ۹۰ لسيزې د بيا تجربې لپاره برداشت موجود دی.

له دې سره بايد دا هم زړه ته تېره کړل شي چي له افغانستانه د ناټو ځواکونو وتل د شوروي اتحاد غوندې يو دم، يو مخ او ناڅاپه نه کېږي بلکې دا به ډېر سوکه سوکه او په وار وار سره کېږي.

مطلب مي دا دی څوک چي په افغانستان کې يو وار بيا د خلاء ليدلو په ارمان پراته دي، د اوسنۍ نړۍ له سياسي حقيقتونو ډېر ناخبره دي.

په نړېوال او سيمه ايز سياست کې د خپل فعال رول تر څنګ، دننه په افغانستان کې د يو inclusive dialogue يا پراخو او هر اړخيزو خبرو ضرورت موجود دی، له دې لارې نه يوازې د ملي پخلاينې سياست کاميابېدی شي بلکې په هيواد کې د روان جمهوري او پارليماني بهير نور هم ګړندی کېدی شي.

افغانان به د خپل هېواد راتلونکي په هکله موجودو ټولو وېرو، خطرونو او دسيسو ته په راروانو صدارتي (ولسمشريزو) ټولټاکنو کې په خپله فعاله ونډه، فعاليت او ژمنتيا سره ماته ورکوي، يوازې جمهوري او پارلماني بهير ته په درناوي، وفادارۍ او ژمنتيا سره کولی شو چي افغانستان د وېرو، خطرونو او دسيسو له ګردوب څخه راوباسو.

بايد په ياد ولرو چي جمهوريت داسې شی نه دی چي په يوه ورځ په خپل ټول تول پوره نافذ کړل شي بلکې دا يو ارتقاء پزير نظام دی.

وده کوي، وده يې درد او تکليف لري، وخت او انتظار غواړي، د تکامل په خوا مزل يې يو لړ سختې مرحلې او اغزنې لارې په وړاندې لري.

Image caption پارلمان او ولسواکي د تېرو لسو کلونو له مهمو لاسته راوړنو بلل کېږي

که د اوسني جمهوري افغانستان د سياسي نظام په ځينو برخو کې ځينې خاميانې او کميانې تر سترګو کېږي، نو ددې مطلب هرګز دا نه دی چي په افغانستان کې جمهوريت ناکام دی.

بلکې د دې مطلب دا دی چي د جمهوريت مشين په سمه توګه کار کوي چي خلکو ته د تېروتنو اندازه کېږي، چي کله اولس ته د تېروتنو اندازه وشي نو بيا يې په راتلونکي کې د لمنځه وړلو لپاره شعور ضرور راپېدا کېږي. جمهوريت په هم دې توګه وده، تبارز او تکامل کوي.

که مو ولس د جمهوريت په راز خبر شو او ژوند يې د جمهوريت پر لار سيخ شو نو د ورانيو باب نور بند بويه، ځکه چي پياوړو جمهوريتونو هر وخت تپل شوو جنګونو ته ماته ورکړې ده.

د افغانانو په حواله مشهوره ده چي په دوی کې هغه وخت اتفاق راځي چي کله يې له بهرني دښمن سره جنګ ونښلي.

نن هم افغانستان د داسې يوه جنګ په حالت کې دی خو د نن اتفاق، د نن جرګه په جمهوري نظام کې ده؛ څوک هم چي په دې جمهوري نظام کې برخه اخلي، ثابتوي چي هغوی خپلو افغانانو ته د ورورۍ لاس ورکوي، په جرګه کې لاس ورکوي او د هر ډول ګواښ په وړاندې ورسره درېږي.

ورته مطالب