په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

نوي پانګه وال له ۷ کلنې مالیې معاف کېږي

د افغانستان دولت پریکړه کړې، هغو پانګه والو ته، چې سر ننه تر راتلونکو دوو کلونو پورې په دغه هېواد کې پانګونه پیل کړي، د اوو کلونو لپاره له مالیې ورکولو معاف وي.

د افغانستان د اقتصاد عالي شورا پرېکړه کړې، چې پانګوالو ته به د فابریکو د جوړولو لپاره وړیا ځمکه هم ورکول کیږي.

د سوداګرۍ وزیر انوار الحق احدي، چې د دغې شورا غړی دی، بي بي سي ته وویل، چې پانګه والو ته به د حکومت د توان له مخې د صنعت د پرمختګ لپاره کوچني پورونه هم ورکول شي.

افغان دولت دغه اقدام پر داسې مهال کوي، چې ځینې پانګه وال له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د خپلو پانګونو په اړه اندېښمن دي.

په کابل کې زموږ همکار حفيظ الله معروف له انورالحق احدي سره مرکه کړې او د اقتصاد په عالي شورا کې د دغې پرېکړه په اړه نور جزییات ترې پوښتلي دي.