د جامو له خولو اوبه ويستونکي ماشين کار پيل کړ

Image caption دا ماشين له کاليو نه د خولو د را اېستلو لپاره جامو وچولو ماشين ته ورته کالي تاووي او گرموي يې

په سويډن کې له داسې يوۀ ماشينه کار اخيستل پيل شوي چې له جامونه خوله را وباسي او د څښاک په اوبو يې بدلوي.

دا ماشين د ملگرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق په استازيتوب دغۀ واقعيت ته د پام اړولو لپاره جوړ شوى چې په نړې کې سلگونه ميليونه وگړي د څښاک اوبو ته لاسرسى نه لري.

د يوۀ وگړي له خولو ډک کميس شاو خوا ١٠ ملي ليتره يا دومره اوبه توليدولى شي چې د يوۀ انسان خوله پرې ډکه شي.

خو آيا تاسو به وغواړۍ چې دغه اوبه وڅکئ؟

په سويډن کې تر اوسه زرو کسانو دا کار کړى او هغه هم په دغه هېواد کې د يوۀ نوي جوړ شوي ماشين له برکته.

په دې ماشين کې نړيوالې فضايي اډې يا تمځي ته ورته تکنالوژي کارېدلې چې د ستور مزلو متيازې چاڼوي.

دا ماشين له کاليو نه د خولو د را اېستلو لپاره جامو وچولو ماشين ته ورته کالي تاووي او گرموي يې.

بيا ترلاسه شوى بخار یا بړاس له يوې پردې تېروي چې بکتريا، د جامو تارونه او نور اضافي توکي ترې جلا شي.

دغه ماشين په گوټنبرگ ښار کې د ځوانانو د فوټبال په يوۀ نړېوال ټورنمنټ يا سياليو کې نندارې ته کېښوول شو.

د ماشين جوړونکى شرکت وايي ستونزه دا ده چې د سويډن هوا دومره توده نه ده چې خلک ډېر خولې شي.

د شرکت چارواکي وايي دا ماشين راتلونکى کال په برازيل کې د فوټبال د نړيوالو اتلوليو لوبو ته وړي.

ورته مطالب