د ملالې يوسفزۍ د قلم نه تر پښتو سندرې

Image caption ملاله يوسفزۍ د قلم او کتاب غازڼه شوه!

يو د ملالې يوسفزۍ قلم دى چې په ټوله نړۍ کې د پښتونخوا د ترهګرۍ په ضد د علم د شعور د رڼا او د امن د مشال په توګه معرفي شو او د ملګرو ملتونو غږ ترې جوړ شو.

يو د پښتو د سوات د ''بڼ'' سندره وه چې د شبانې په مرۍ کې حلاله شوه او بيا بله د پښتو سندره وه چې د پېښور په شور کې د غزاله جاوېد په وينو کې چپ شوه!

اوس نوې بله پېښه په نوښار کې وشوه. د بُشرىٰ نومې سندرغاړې په مخ تېزاب وشيندل شول، د پښتو د سندرې ښکلا یې وسوځوله.

د ملګرو ملتونو نه چې په کوم وخت د ټولې نړۍ لپاره د ملالې يوسفزۍ د قلم او کتاب غږ خپرېده، هغه وخت د پښتو د سندرې سوځېدلي مخ باندې د زخمونو پوستکي تور شوي و.

بشرىٰ چپ شونډې، پټې سترګې د نړيوال امن په وړاندې يو سواليه نښان وه.

دا سواليه نښان په ځان کې نور ډېر سوالونه لري، خو د پښتنو يوه پوښتنه چا جواب نه کړی شوه.

اوس خو نوره بدبختي دا ده چې څوک نوي سوالونه، نوې پوښتنې نه شي راپېدا کولی.

يا کېدې شي اوس څوک پوښتنه نه شي کولی، ځکه دلته چې چا هم څه پوښتنه کړې نو د هغه جواب د مرګ سزا وي.

د سزا موجودينو څومره عجيبه سزاګانې ايجاد کړي دي. دا سزا هم د زړو پخوانیو سزاګانو تسلسل ده چې د دې اُردو شعر هنداره وه:

فقیہہ شہر بولا بادشاہ سے

بڑا سنگین مجرم ہے یہ آقا

اسے مصلوب ہی کرنا پڑے گا

کہ اسکی سوچ ہم سے مختلف ہے

اوس هم د سوچونو د تضاد په سزاګانو کې داسې کېږى، اوس هم د سوچ فرق ته غټه ګناه ویل کېږي، چې لويه نخښه یې په جهاني سطح د ملالې يوسفزۍ پېښه ده، او په وړه دنيا کې دا د سوچونو فرق د سوات بڼ شبانې حلالول، د غزاله جاوېد قتل او د بشرىٰ په مخ تېزاب شيندل دي.

ملاله يوسفزۍ د قلم او کتاب غازڼه شوه!

شبانه او غزاله د پښتو د سندرې په نوم شهيدانې شوې!

بشرىٰ د فنکارۍ په نوم سواليه نشان دى!

ځينې غازيتوب د شهادت نه هم زياته مرتبه لري. زموږ د وطن غازيان اېوارډونه، تمغې او د بهرنیو هېوادونو پناه په اعزاز کې تر لاسه کړي، زموږ شهيدان د يوې ورځې همدردي واخلي او بس!

د پښتونخوا سلګونه شهيدان د شهادت په فهرست کې خپل نمبر لري، خو د هغوى پسماندګان دغه شهادت د نمبر پلېټ په توګه نه شي ګرځولى، ځکه هغوى په کور کې بل شهيد نه غواړي، او د هر شهيد په وينه کې دومره زور او توان نه وي چې په بل هېواد کې خپلو پسماندګانو ته پناه ورکړي.

د خپل روح د سوړ ماښام د راتګ لپاره یې ځان ته پاتې کړى، چې بيا به د شهيد روح ته په سوړ ماښام ډيوې څوک بلوي او په ارواح به یې خېرات څوک کوي!؟

که د بهرنیو هېوادونو د امن دعوه ګير وغواړي چې د پاکستان د ترهګرۍ ځپلو خلکو ته پناه ورکړي نو دلته به يو څو زرګونه ترهګر پاتې شي.

يو څو سوونه د بندو اېوانونو سياستمداران به وي او وردي وال تنخوادار به پاتې شي.

دا نور کروړونه ولسونه به د امن په نوم د قلارې دنيا سياسي پناه ګزين وي.

ښه به دا وي چې په بهر دنيا کې د امن علمبرداران عبوري پاکستان جوړ کړي، په بهرنۍ دنيا کې خو څوک د پاکستان نوم هم اخیستلى نه شي، او نه د پاکستان نوم سره څوک دومره جذباتي مينه لري چې هغه دې په دغه نوم د پناه ګزينۍ نښه وګرځوي!!

د بهرنیو هېوادونو د سياسي پناه قانون او اصول هم څه عجيبه دي، هغوى د الطاف حسین غوندې ترهګر او عدالتونو ته مطلوب قاتل، مجرم ته هم پناه ورکوي، او د ملالې يوسفزۍ غوندې د ترهګرۍ غازڼه هم قبلوي!!

د انساني حقوقو د علمبردارۍ په دعوه کې د بشر دوستۍ دا اصول په ځان کې څه عجيبه قدرونه ګرځوي.

قاتل او مقتول ته په يوه سترګه ګوري!

په خپل طلب کې طالب ګوري او په طالب کې مطلوب لټوي!

خو زموږ په غريبې دنيا کې د بهرنیو طلب او د وطندارو طالب او مطلوب درې واړه د يوې مور بچي دي.

لکه پېريان، ښاپيرۍ او دېوان چې يو دي!

لکه غشى، زمرى او بېټ چې يو دى!

لکه صدر، وزيراعظم او جنرال چې د ملک او قوم د ګټو يو شان وِرد کوي!

لکه اېجنټ، جاسوس، او غلام چې د يو بادار په کشتۍ کې سواره دي!

لکه قاضي، وکيل او مجرم چې يو کتار کې ولاړ دي او دا وايي:

نہ کوئی بندہ رہا نہ کوئی بندہ نواز

لکه غل، مل، توره، ډال، ټوپک، باچا، وزير، کوټوال چې هر څه يو وي!

په داسې انډوخر کې به د ملالې يوسفزۍ په لاس کې قلم او کتاب په تش لاس د صبر او زغم سره څنګه مقابله کوي.

چېرته چې مولانا استاد هم د صبرو جميل درس ورکوي.

اوس د جنګ شکل بدل دى، د جومات دعا د جنګ په مېدان کې د اسمانه د مدد لپاره فرښتې نه راکوزوي ځکه چې خداى تعالٰى صفا ټکو کې ویلي دي ''کوم قام چې خپل حالت نه بدلوي زه یې حالت نه بدلوم''

چېرته چې د سکول د بنياد نه واخله، د پرانیستې د دستورې پورې او بيا د ړنګېدو نه واخله د بهرنۍ دنيا د امدادي چندې پورې په هر عمل کې د طاقت خاوندان هم وايي: "لاس اوچت کړئ چې دعا وکړو!"

د ملګرو ملتونو د مورچې نه د ملالې يوسفزۍ په غږ کې د امن خبره په پښتونخوا کې بل شان ده.

طالب ترې پوزه پرېکوي، ملاله د نتکۍ غم کوي

اوس د نتکۍ نه وړاندې پوزه بچ کول دي.

او هاغه لاس راښکاره کول دي چې پوزې هم پرېکوي او بيا په مخونو د اوړو پوزې هم لګوي.

د ملالې يوسفزۍ د قلم او کتاب د غږ څخه بايد د پښتو سندره هم راياده شي، هغه سندره چې حلاله شوې ده، چې قتل شوې ده او اوس په تېزابو سوځول شوې ده!

د پښتو قلم او کتاب او سندره په يوه سزا يوه ګناه د عذاب لاندې راغلي دي، خو د پښتونخوا د نوي حکومت د خولې نه د قلم کتاب او سندرې په حق کې يوه خبره نه شي راوتلی، ځکه دا درې واړه ممنوعه حرفونه دي.

په دغه ممنوعه حرفونو کې په سوونو شهيدان د منونو خاورو لاندې چغې وهي!

زه چا ووژلم!؟

د څه لپاره!؟

او په کومه ګناه!؟

چېرته کې سره وينه به نه یې چې واوري؟

چېرته تاوده وينه به نه یې چې واوري؟

زه د وطن د شهيدانو وينه

يو ارماني غوندې فرياد کومه!!!

ورته مطالب