ستاسې نظر: ولې د افغان پوليسو مرگ ژوبله ډېره شوې؟

Image caption د نښتو پر مهال د افغان پوليسو ترمنځ مرګژوبله لوړه شوې

د افغانستان کورنيو چارو وزارت ويلي تېرو څلورو مياشتو کې تر ٢٧٠٠ ډېر افغان پوليس د هېواد په لرو بر کې د دندې ترسره کولو پر مهال وژل شوي دي.

دغه شمېره په بې ساري کچې د افغان پوليسو د مرگ ژوبلې ډېريدا څرگندونه کوي.

اوس پوښتنه داده چې ولې د افغان پوليسو د مرگ ژوبلې کچه دومره پورته شوې ده؟

په اړينو وسلو او پوځي وسايلو نه دي سمبال، سمه روزنه يې نه ده موندلې او که نور دلايل لري؟

که غواړئ په همدې اړه ستاسي نظر پروگرام کې نظرونه او شخصي تجربې راسره شريکې کړئ، نو د سې شنبې ماښامنۍ خپرونې پرمهال په دې شمېرې راته زنگ ووهئ:

٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩

خپل لنډ پيغامونه د ايس ايم ايس په دې شمېرې را واستوئ:

٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨

پر بي بي سي پښتو فېسبوک هم خپل پيغامونه پرېښودی شئ.

ورته مطالب