ستاسو غږ: له افغانستان نه د نړیوالو ځواکونو د وتلو بحثونو پر افغانانو څه اغېز کړی؟

Image caption د پلان له مخې به د ۲۰۱۴ کال تر پايه له افغانستان نه د ناټو جګړه ييز ځواکونه ووځي

له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو په تېره بیا د امریکايی ځواکونو وتلو په اړه په خبري رسنیو کې پر له پسې راپورونه خپرېږي.

کله کله داهم ویل کېږي چې کېدی شي یو محدود شمېر ځواکونه پاتې شي او یا حتی ټول له افغانستان څخه ووځي.

دغه بحثونه د افغانانو پر روحیاتو او د هغوی د ژوند پر پلانونو څه ډول احتمالي اغېزې درلودی شي؟

ستاسو پر ژوند او راتلونکو پلانونو باندې یې څه اغېز کړی؟

که غواړئ په دې هکله خپلې اندېښنې او نظریات راسره شریک کړئ نو د پنجشنبې ماښامنۍ خپرونې پر مهال په دې شمېره زنگ راووهئ

٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩

پر موبايل د لنډ ليکلي پيغام يا اېس اېم اېس لپاره شمېره ده: ٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨

دغه راز پر بي بي سي پښتو هم خپل پيغامونه او د ټيليفون شمېرې هم پرېښودى شئ.

ورته مطالب