له ځان سره حساب

Image caption "موږ چېرته ولاړ يو؟ په ۲۰۱۴ کې يو نوي پړاؤ ته داخلېدونکی افغانستان نن له موږه د دې پوښتنې ځواب ځواب غواړي."

د لوی افغانستان د اوږد مهالې غميزې په تسلسل کې د ټولې سيمې د سياسي وضعيت په هکله زموږ د شننې روايت تر ډېره د بهرنيو عواملو پر رول ولاړ پاتې شوی، خپلو داخلي حالاتو ته مو پام زيات نه وي.

د ځان په هکله ډېر څه نه وايو، که يې وايو هم نو د وير، ګيلې او پېغور په لهجه کې يې وايو، د خود تنقيدۍ او خود احتسابۍ رويه په موږ کې دود شوې نه ده، په خپلو ګرالبو کې د کتلو عادت راپه کې ځای نه دی جوړ کړی.

زموږ په ورانولو کې د دنيا لاس پاته شوی او اوس زموږ په رغولو کې هم د دنيا لاس شته خو د ورانونې او رغونې په دې دواړو حالتونو کې "موږ" چېرته پاتې شوي يوو؟

دا پوښتنه ځواب غواړي، نن موږ چېرته ولاړ يو؟ په ۲۰۱۴م کې يو نوي پړاؤ ته داخلېدونکی افغانستان نن له موږه د دې پوښتنې د ځواب غوښتنه کوي.

يو مثال به واخلو، موږ دا وايو چي د افغاني ټولنې په بدن کې شر له بهره پيچکاري شوی دی.

دا خبره درسته ده خو چي په بدن کې مو له بهره شر پيچکاري کېده، بدن څه او څومره غبرګون وکړ؟

بدن مو شر په ځان کې جذب کړ که نه مقاومت يې وکړ؟

د انجذاب او مقاومت دواړو څېړنه په کار ده، که انجذاب وشو نو وجوهات (لاملونه) يې څه وو او که مقاومت وشو نو نوعيت او قوت يې څومره و؟

زموږ د ټولنې طبيبانو يعنې عالمانو، دانشورانو، استادانو او سياستوالو موږ ته د خپل صحت درست حال نه دی راکړی.

زموږ د ناروغۍ داسې تشخيص يې نه دی کړی چي زموږ ذهن ته لار جوړه کړي او درملنې ته مو مجبور کړي، موږ ته يې د خپل بدن د انهضامي او مدافعتي نظامونو په هکله څه نه دي ويلي.

حقيقت دا دی، چي موږ ته لوېدلې ناروغي يوازې سياست اوږدمهاله نه کړه بلکې په دې کې ګڼ ټولنيز فکټورونه هم فعال پاته شول؛ سياست مو يو شمېر ټولنيز او کلتوري اړخونه په کار واچول، ډېر څه يې ځانته روا کړل او په ډېر څه کولو کې يې ځان ته د ټولنې ملاتړ تر لاسه کړ.

دا يوازې زموږ د ټولنې مذهبي ليدلوری نه دی، چي د بحث، مکالمې، اختلاف او نقد ګنجايش نه تسليموي بلکې زموږ کلتوري ليدلوری او د ټولې نړۍ ليد هم اکثره په سياسي مسايلو کې توندلارۍ ته هڅه کوي.

"د بې اتفاقۍ جرړې"

موږ له دومره اوږده ناورين تېرولو وروسته هم دې منلو ته تيار نه يو چي زموږ په کلتور کې ځينې داسې لارې شته چي شر او تخريب پرې په اسانه سفر کولی شي.

آيا زموږ تربورولي او قبيلوي جوړښت دښمن ته د راننوتلو او پلنېدلو چانس په لاس نه ورکوٍي؟

له خوشاله تر دې مهاله موږ د خپلې بې اتفاقۍ غميزه ژړلې، خو موږ پر دې سوچ نه دی کړی چي د دې بې اتفاقۍ جرړې زموږ د ټولنيز او کلتوري ژوند کومې برخې ته لوېدلي او تاريخي شاليد يې څه دی؟

بې اتفاقي کومه بيولوژيکي، جينياتي او فطري ستونزه خو نه وي، د ټولنيز ژوند له تضاداتو رازېږېدونکې ستونزه وي.

ويل دا غواړم تر څو چې موږ د خپل ټولنيز ژوند په تضادونو خبر نه شو، د ټولنې د تړون، پيوند، اتفاق او يووالي پر لور قدم اخيستلی نه شو.

په موږ کې د اتفاق ارمان يوازې يو شاعرانه ارمان پاته شوی، د دې لپاره د لازمو حالاتو راپېداکولو ګران کار ته موږ تيار شوي نه يو.

موږ په خپل وطن کې د موجود طبقاتي واټن پر خلاف هېڅ دريځ نه لرو، د ټولنې په قبيلوي جوړښت کې د بدلون هېڅ فارموله نه لرو، خپل کلتور ته په نه ننګېدونکي عقيدت قايل يو.

د تعليم په برخه کې مو هېڅ هراړخيزه او موثره پاليسي نشته، د سياست له نوي مروج روزګار سره اشنا نه يو.

د ټولنې د بېلابېلو ډلو تر منځ مو د رابطې مزی موجود نه دی، موږ يو له بله پرې، لرې او بېګانه پاته يو خو مقدمه مو دا ده چي "پښتنو پر بې اتفاقۍ اتفاق کړی دی" او ارمان مو دا دی چي:

که توفيق د اتفاق پښتانه مومي

زوړ خوشال به دوباره شي په دا ځوان

د دې لپاره به تر ټولو لومړی د ټولنې دننه داسې حالات پېدا کول په کار وي چي د اتفاق د توفيق امکان په کې وزېږي.

د وطن پر سينه مو د تاريخ جبر راکښلې کرښې يوازې د جغرافيوي بېلتون باعث نه دي ګرځېدلي بلکې له ذهني، معاشي، سياسي او کلتوري پلوه يې هم له يو او بله ډېر لرې وړي يو، دا واټن راکمول اوس راڅخه د لويې حوصلې او توان تقاضا کوي.

له موږ سره يوه بله لويه ستونزه دا هم ده، چي موږ سياست ته هر وخت د اخلاقياتو پر لار داخلېږو.

د ننني جهان په آزاد مارکېټي معيشت، نيولبرلزم، ګلوبلايزېشن او سايبر کلتور کې مهين او خوږ اخلاقي غږ د چا تر غوږو پورې نه رسي بلکې سياست د مفاداتو د يوې لوبې په توګه وړ صلاحيتونه او هنر غواړي.

د اوسني جهان سياست نه عشق دی، نه تصوف دی او نه شاعري ده بلکې دا پر ګټو بناء ځانته يو ځانګړی هنر دی.

دې هنر ته د ورتللو خپله لار ده، پر هم هغې لارې به ورتلل وي.

څه ډول چې په سياست کې هېڅ يو همېشنی دوست يا دښمن نه وي، همداسې په سياست کې هېڅ همېشنی معيارونه او اصول هم نه وي.

له موږ سره ستونزه دا پاته شوې، چي موږ د خپل اوسني سياسي بهير او نېشنلزم تعريف په سلګونه کاله زوړ پښتو کلاسيک ادب کې ګورو او هم هغه يې معيار پالو، موږ لکه چي د بدلېدونکې نړۍ په رفتار او د رفتار په مزاج خبر نه يو.

د برېښنا په رفتار مخ پر وړاندې ځغلېدونکې نړۍ موږ له ځان سره نه وړي، نه يې دا روزګار پاته شوی. موږ به په خپله د نړۍ د اخوت زنځير ته خپله کړۍ وراچوو، موږ دېرش کاله يو تاريخي ناورين تېر کړی، موږ به تر هر چا زيات کار کوو، جدي به اوسو، ګني د قامونو له سېله به وروسته پاته يو.

ورته مطالب