ستاسې نظر: ټاکنو ته نوملیکنه او ننګونې

Image caption تاسو په دې اړه څه واياست ؟ ايا تاسو د راى کارولو لپاره نوي کارتونه اخيستي دي؟

د ټاکنو خپلواک کمېسيون اعلان وکړ، چې په ټول افغانستان کې د راتلونکي کال په ټاکنو کې د ګډون لپاره د نوم ليکنې د بهير دويم پړاو په رسمي بڼه پيل شو.

دغه کمېسيون ويلي، د نوم ليکنې لومړى پړاو د روان کال د غبرګولي له پنځمې د ټولو ولايتونو په مرکزونو کې پيل شوى او دادى دويم هغه يې د ولسواليو په کچه غځول کېږي.

د ټاکنو کميسيون وايي تر دې دمه په شرايطو برابرو ١٣١زرو کسانو نوم ليکنه کړې، چې له هغې ډلې نه تر سلو زرو يې زيات نارينه، ٣٠زره ښځې او ٦٩٠ تنه يې کوچيان دي.

د ټاکنون خپلواک کمېسيون د افغانستان په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې څلور ميليونه کسان درايې ورکولو په شرايطو برابر بولي.

د ټاکنو کمېسيون دا رنگه ويلي، دغه بهير د دوو مياشتو لپاره دوام کوي. چې په دغه پړاو کې ٤٤٠ مرکزونه لري چې د ښځو او نارينه وو دواړو لپاره په جلا جلا ډول مرکزونه جوړ شوي دي.

تاسو په دې اړه څه واياست؟ ايا تاسو د راى کارولو لپاره نوي کارتونه اخيستي دي؟

ايا ستاسو په سيمو کې د کارتونو د ويش لپاره شرايط برابر دي ؟ او ايا تاسو ته د کارتونو د اخيستو پر مهال د کومې ډلې يا کومې غاړې له خوا گواښونه نه دي شوي؟

که غواړئ په دې اړه زموږ په پروگرام کې برخه واخلئ او خپل نظرونه راسره شريک کړئ، نو د دوشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې راسره په دغې شميرې اړيکي ټينگ کړئ: ۰۰۹۳۲۰۲۲۰۲۳۰۰

پر بي بي سي پښتو فېسبوک هم خپل پيغامونه پرېښودی شئ.

ورته مطالب