ستاسې غږ: ولې افغانستان کې د مذهبي لږکيو پر وړاندې زغم نشته؟

Image caption هندوان اوسکان له پېړيو په افغانستان کې اوسېږي

په افغان ولسي جرگې کې هندوانو او سکانو لپاره د ځانگړې استازي چوکۍ لغوه کېدا وروسته په دغه هېواد کې د مذهبي لږکيو موضوع او د هغوی د حقونو خوندي کولو په موضوع يو ځل بيا بحثونه راپورته شوي دي.

که څه هم هندوان اوسکان له پېړيو په افغانستان کې اوسېږي او په عمومي ډول يې د افغان ټولنې نورو وگړيو سره يې اړيکې ښې وې او راشه درشه يې ډېره وه.

خو په تېرو دريو لسيزو کې د بېلا بيلو علتونو له مخې افغان ټولنې کې د مذهبي اقليتونو په ځانگړې توگه هندوانو او سکانو سره د نۀ زغم ډېرې پېښې ليدل شوې دي.

دا اونۍ ستاسې غږ کې په دې غږېږو، دا چې د افغانستان اساسي قانون هرډول مذهبي او توکميز تړاو پرته د دغه هېواد ټولو وگړيو ته يو ډول حقونه ورکوي، بيا ولې د مذهبي لږکيو پر وړاندې د نه زغم پېښې کېږي؟

مخنيوى يې په څه ډول شونى دى؟

که غواړئ پدې اړه خپرونې کې برخه واخلئ، د پنجشنبې ماښامنۍ خپرونې پر مهال پر دې شمېره زنگ راووهئ

٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩

پر موبايل د لنډ ليکلي پيغام يا اېس اېم اېس لپاره شمېره ده: ٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨

دغه راز په بي بي سي پښتو هم خپل پيغامونه او د تېليفون شمېرې پرېښودى شئ.

د پنجشنبې ستاسې غږ دې خپرونې کوربه عنايت الحق ياسيني دی.

ورته مطالب