پښتونخوا کالم: دېره اسماعيل خان زندان

Image caption دېره اسماعيل خان زندان باندې د جولای په ۲۹ طالبانو برید وکړ.

زندان ته د دې جهان دوزخ ویل کېږي، خو ځينې زندانونه په خپل دوزخ کې د تصوراتي جنتونو خوږې کیسې او تاريخونه لري ځکه په دغه زندانونو کې د مزاحمتي ادب، سياست، صحافت د انقلابي فکرونو شخصيات زنداني پاتې شوې دي.

دېره اسماعيل خان، هري پور، پېښور پښتونخوا زندانونه! مچ زندان کوټه، شاهي قلعه لاهور!!

دا زندانونه د دې جهان دوزخونه دي، خو د پښتنو په خاوره د فېرنګي ښکېلاک نه واخله تر دې ساعته پورې هر دور، هرې زمانې دا زندانونه اباد ساتلي دي.

که د زنداني ادب، سياست، صحافت وختونو ته په شا لاړ شو نو دا به وايو چې پښتانه په هېڅ دور کې د مزاحمت څخه وتلي نه دي.

دا بېله خبره ده چې اوس زندانونه هم بدل شول، د زندان سزا او جزا هم هغه نه ده، د زندان بادار او اختيار هم هغه شان پاتې نه دى.

راځئ چې نن د ٢٩ جولای ٢٠١٣ د شپې ۱۱بجې د دېره اسماعيل خان زندان د ماتېدو او ۲۴۲ بندیانو د تښتولو د ډرامې يوه ننداره تاسو ته وړاندې کړم!

کردارونه : وسله وال حمله کوونکي

وخت: د شپې ۱۱ بجې

مقام: دېره اسماعيل خان زندان

د شپې ۱۱بجې د دېره اسماعيل خان زندان بهرنۍ برخې ته ځاى په ځاى وسله وال په بېلو ځايونو وويشل شول.

وسله وال د زندان دننه ته بغېر د څه قانوني مخنيوي ورغلل، ډزې يې وکړې، تنخوادار وردي وال سرکاري شهيدان شول، او نور سرکاري تنخوادار غازيان شول.

وسله والو ځان سره د خپلو ملګرو نه علاوه نور بنديوان هم بوتلل. په دغه قېديانو کې د طالبانو مهم خلک شامل وو.

ټول په خېر خېريت بغېر د څه سرکاري مزاحمت نه واپس ډکې منګلې لاړل.

د باخبره سرچینو وینا ده چې دا قېديان شمالي وزيرستان ته ورسېدل او هلته يې تود هر کلی وشو.

Image caption دېره اسماعيل خان پر زندان برید کې تر ۲۰۰ ډېر بندیان تښتېدلي دي.

دا Filmic Situation موږ په هاليووډ او بالیووډ فلمونو کې کتلى دى، خو د دېره اسماعيل خان او د دې نه وړاندې د بنو زندان عېن يو شان ډرامایي او Filmic سين موږ په دوېیم ځل ګورو.

د بنو او دېره اسماعيل خان د دغه ډرامې نه وړاندې ویل شوي و چې څه خطرناک عمل کېدونکى دى، ځکه خو د پېښور لوى مرکزي زندان واکمنان بيا بيا وايي چې موږ شکيل اپريدی ځان سره نشو ساتلی.

هر کله چې څوک لاس تړلى پښو تړلى قېديانو باندې هم د زندان واکمنان وېره کوي، نو پو شه چې قېديان څومره زورور دي او چارواکي څومره کمزوري دي.

دنګ لوړ غټ غټ دېوالونه، مورچه، څوکۍ، زنځير، د سيمټو سيخونو حصارونه، چاپېره ترې د شګو بوجۍ، بندې دروازې، لکه چې هره دروازه ځان ته بلې دروازې زنداني کړې وي، خو د دې هر څه باوجود د زور خاوند وېرېږي چې زه په پېښور زندان کې دومره زورور قېديان نشم ساتلى.

د زندانونو دننه چې کوم حالات دي، هغه دا څرګندوي چې د زندانونو قانون، اصول، او احکامات په دغه قېديانو خپل اثرات نه لري.

د زندانونو ماتول، قېديانو تښتول، په ډرامو او فلمونو کې تجارت ضرورت کېدى شي خو په سم حالت دا هر څه کېدل دا څرګندوي چې يو قوت څومره کمزورى دى.

بل قوت څومره زورور دى، منظم دى. ايا دا د نړيوالو شنننکو د وړاندوینې يو هندراه نه ده؟

نړيوال بيا بيا وايي: ''د پاکستان قدرت کمزورى دى''.

په جواب کې حکومتي چارواکي وايي: د پاکستان اټومي قوت محفوظ دى، خو دلته په پښتونخوا کې صوبايي دارالخلافه د څو کلومټرو په فاصله د طالبانو په ولکه ده، او سرکار ته امن لشکرونه پناه ورکوي.

خو امن لشکر ګيله کوي چې موږ سره سرکار کمک نه کوي، بنده حېران شي چې سرکار د امن لشکر سره دى که طالبانو سره!؟

که د پاکستان چارواکي نړيوال امن ته دا تسلي ورکوي، چې موږ په خپل قوي قدرت يقين لرو، نو د پښتونخوا اطراف اېجنسۍ خو دا تاٴثر ورکوي، لکه چې هلته د طالبانو عبوري حکومت دى!

په داسې حالاتو کې د ګورنر سرکاري دربار نه لګي، د انګرېزانو د زمانې پوليټيکل اېجنټ څوک خپل دربار ته نشي رابللى!

صدر، وزيراعظم د فضا نه هم د هغه ځمکې ليدنه نشي کولی، چې پښتنو په کومه ځمکه اور بلېږي.

دا هغه ځمکې هغه علاقي دي، دلته به يې د اسلام اباد سرکاري مېلمنو لونګۍ پسرولې، مقامي تحفې به يې ورته ورکولې، اوس ورته پرېکړې سرونه په دړکه ورکوي.

Image caption باور کې چې دېره اسماعيل خان پر زندان د برید نه وروسته تښتېدلي زندانیان شمالي وزیرستان ته تللې وي.

د پښتونخوا د زندانونو ماتېدل، د استخباراتي شبکو ناکامي ښيي، چېرته چې د اوسپنو دروازې او قانوني بندېزونه ماتېږي هلته به د زندان نه بهر اولسونه ځان څنګه محفوظ ګڼي.

په دومره غېرمحفوظ او غېر تسلي بخش حالاتو به خلک شک نه کوي نو څه به کوي!؟

اوس خو د شک نه خبره وتلې ده، چې زورور قوت په خپله وايي، زموږ د زندان نه د حساس نوعيت قېديان لرې کړئ.

مرکزي حکومت دغه قېديان ځکه نه اخلي چې د ټول پاکستان يوه صوبه ''پنجاب'' دې د بدو سترګو په امان وي.

دا وخت اسلام اباد د پښتونخوا، سندهـ او بلوچستان سره همدردي کولی شي نور هېڅ نه بلکې اوس د همدردۍ شکل هم زموږ لپاره بدل دى.

د پښتونخوا ووټ د مسلم ليګ ن په ضد تلى دى.

پښتانه دا وخت د دوو سياسي ګوندونو د اختلاف په نتيجه کې د همدردۍ حق هم نه لري.

د پښتونخوا د زندانونو د واقعياتو څخه اوس طالب د مطلوب باوجود په قوي پوزېشن دى، او دا وېره شته چې زندانونه په فلمي ډرامايي انداز ماتېدى شي نو بيا خو نور ډېر څه هم کېدى شي.

دلته د نړيوالو دا وړاندوینه رښتيا کېږي چې پاکستان محفوظ نه دى!

د جېلونو د ماتېدو څخه يې هغه ټوکه هم په عملي توګه څرګنده شوه، چې يوه پاکستاني د نورو ملکونو د پوليس او د استخباراتو په حواله ویلي وو:

"زموږ د هېواد پوليس او استخباراتي شبکې دومره قوي او خبرلوس دي چې د وارداتو نه وړاندې باخبره وي" او د وړاندې نه وايي: "دا زندان د برید ګرو په ضد دى!"

يوه اداره وايي: اى کونترې، پيشو دې خوري

بله اداره سترګې پټې کړي چې پيشو نشته، خو سپينه کونتر د بڼو سره وخوړل شي.

په داسې حال کې به پاکستان څنګه دعوه کوي “زه مضبوط يم زه محفوظ يم”!؟

ورته مطالب